سوریې د ترکیې د جنگي الوتکې رانسکوریدل تائید کړي دي
۱۳۹۱ تیر ۳, شنبهاعلان
د سوریې دولت دا خبره تائید کړې ده چې تیره ورځ دوی د ترکیې یوه جنگي جیټ الوتکه رانسکوره کړې ده. ښایې دغه پېښه د دواړو هیوادونو تر منځ د نوي کړکیچ باعث شي. د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان، ویلي دي چې د پیښې په اړه تر پلټنو وروسته به خپل وروستي دریځ څرگند کړي. د سوریې د پوځ ویاند د دغه هیواد دولتي خبري آژانس صنعا ته ویلي دي چې د دوی د توغندیو دفاعي سیستم پر یوه «نامعلومه هدف» باندې هغه وخت ډزې پیل کړې کله چې ئې د دوی د هوایي قلمرو څخه تجاوز وکړ. د ملگرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون ویاند ویلي دي چې هغوی وضعیت له نزدې څخه څاري.