سوله په کښته او اساس کښي رامنځته کيږي
۱۳۸۹ مهر ۹, جمعهواجير د سوماليا سره هم سرحده دی .
دې پر ډيرو مشکلاتو سربيره د مختلفو عقيدو او نژادو درلوونکي انسانان سره نژدې کړل . ددغه کار په خطر دې درې کاله دمخه د نوبل د سولي الترناتيفي جايزه هم تر لاسه کړل . دهغه راهيسي ددې ميتود ، چه سوله بايد په ريښه او اساس کښي رامنځته سي ، پراختيا پيداکړې ده .
پخپله په کينياکښي دا دولت ددښمنۍ څخه ددولت په مشاوري تبديله سوه .
دديکا ابراهيم عبدي کوچنيوالي په حقيقت کښي دونه ښه او خوندور نه ؤ . ددې د ژوندانه اول 6 کاله د جنګ کلونه وه .
په 1963 کال کښي پس لدې چه کينيا خپله ازادي تر لاسه کړه ، په شمال کښي ياغيانو د سوماليا سره د يو ځای کيدو دپاره مبارزه کوله . کله چي دوی ناکامه سول ، وروسته تر هغه تقريبأ 30 کاله د اضطراري حالت قانون چليدی .
عبدي غوښتله چه يو څه نورمال ژوند پر مخ بوزي . دا مکتب ته تله ، د مختلفو مذهبو د پيروانو همزولي يې درلودې ، چه د مختلفو سيمو څخه وې ، خو د 90 يمو کلو په سر کښي حالات بل ډول سول .
د محلي انتخاباتو په جريان کښي ناآرامۍ رامنځته سوې ، په کينيا کښي يو حزبه سيسټم لغؤ ، او په همسايه هيواد سوماليا کښي دولت کاملأ منحل سو .
داوايي ،
« په يوواري همسايه ګان چه ديوال په ديوال سره اوسيدل ، يو پر بل بدګمانه سول .
د مختلفو سياسي افکارو او يا نژادي توپير و له کبله يو د بل پر ضد سره ودريدل . موږ ډير حيران او لار راڅخه ورکه وه . دا ځکه چه په يوواري موږ نسوای کولای چه نور د خپلو همسايه ګانو سره خبري وکو ، يا عين مکتب ته سره ولاړ سو . مارکيټونه او دوکانونه هم سره جلا سول . دا زموږ دپاره ډيره سخته وه ، او د ځان سره مو وويل ، نور داسي نسي کيدای ، موږ بايد تغير راولو . »
عبدي د ښځو د يوه ګروپ سره يو ځای د واجير د سولي او پرمختيا د سازمان اساس کښيښوی . دوی د هغو کسانو دپاره چه شخړي او دعوې سره کولې ، دسولي يوه کميټه جوړه کړه . او مخ پر زياتيدونکي دښمنۍ او شخړي يې يوازي پوليسو او يا هم اردو ته نه پرې ښولې .
دا بيا وايي،
«خبره په دې کښي نه ده چه څوک حق په جانب دی ، او څوک نه . هغه چا چه د تشدد څخه کار اخيستی دی ، امکان لري غلط کار يې کړی وي ، خو د هغه علت مهم دی . نو موږ د هغو سره کښينو ، او پوښتني ځيني کوو ، چه څه پيښ سوي دي . موږ هغه څيړو ، دواړه خواوي سره کښينوو او نژدې کوو ، د حل داسي لار پيدا کوو، چي ددواړو خواوو د قناعت وړ وګرزي . »
خو تر هغو پوري چه د عبدي دغه نظريات عملي کيدل ، کلونه کلونه تير سول . د کلي مشر ګرده اختياراو صلاحيت درلودی ، او نه يې غوښتل چه د يو څو ځوانو ښځو خبرو ته غوږ ونيسي . عبدي وايي خو په هغو کښي هوښيار مشران هم وه : دوی نه يوازي د خپلي کورنۍ او قبيلې په فکر کښي وه ، بلکه د جامعې د ښه والي په فکر کښي هم . په دې صورت کښي د يوه مشکل د حلولو په برخه کښي د يوې منطقې مفکورې د کښتي څخه په کراره کراره سره تأثير کاوه ، او په تدريج سره ډيرو انسانانو د عبدي مشورې اوريدلې . دا اضافه کوي ،
«کله چه ته د يوه کور جوړول غواړې ، نو بايد د هغه کار د تهداب څخه شروع کې ، او نه يې د بام څخه . نو سوله په کښته او اساس کښي رامنځته سي . ځکه ريښې يې هم هلته وي . »
فقط د کينيا د هغه وخت جمهوررييس دانيل آراپ موی ددغي خبري په اهميت نه ؤ پوه . د موی دپاره مدني ټولنه يوه دښمنه ټولنه وه . ليکن په 2002 کال کښي د کيباکي د جمهوررييس کيدو پر وخت د اولي پلا دپاره حالات عادي سول . پس له دې چه په 2007 او 2008 کال د انتخاباتو پر مهال ناآرامۍ رامنځته سوې ، او تر 1000 اضافه انسانان پکښي مړه سول ، په حکومت کښي وروستی کس هم د سولي دپاره د کار کولو په اهميت پوه سو .
عبدي اوس غواړي چه خپل دغه نظريات د کينيا دباندي ،دسوماليا او ايتوپيا په دښمنۍ او شخړه کښي هم په کار واچوي ، او د منځګړي رول بازي کي .
ادريان /محمد قاسم نوري
کتونکی : عبدالباري حکيم