شخړيافریقا
سومالیا: په ځانمرګو بریدونو کي ۱۸ کسان وژل سوي دي
۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبه![Symbolbild I Über 100 Tote bei Terrorangriff in Mogadischu](https://static.dw.com/image/63661119_800.webp)
اعلان
د وژل سوو کسانو په منځ کي پخپله دوه ځانمرګي، پنځه ملکيان او د امنيتي ځواک ۱۱ کسان شامل دي. د حملې مسئولیت الشباب ډلي د خپلي یوې راډیو له لاري پرغاړه اخیستی دی.
د افریقا په ښکر کي دغه هیواد چي تقریباً ۱۶ ميلیونه نفوس لري، له کلونو راهیسي بریدونو او د زورزياتي ډکو اعمالو سره لړزولی او سخت يې بې ثباته کړی دی.
له څو میاشتو راهیسي په موګادیشو کي حکومت د دغي ملیشې پرضد نظامي عملیات پيل کړي. د سومالیا په مرکز کي ډېره ساحه د دغي ډلي تر کنټرول لاندي ده.