سويلي وزيرستان: بې پيلوټه الوتکو دوه انسانان ووژل
۱۳۹۱ خرداد ۱۳, شنبهاعلان
د پاکستان په شمال لوېديځ کي د امریکايي بې پيلوټه الوتکو یوه بريد دوه انسانان وژلي دي. د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي دي چي وژل سوي کسان وسله وال ول. ويل سوي دي چي دغه پېښه د سويلي وزيرستان د وانا څخه په پنځه کیلومترې کي رامنځ ته سوې ده. دغه قبايلي سيمه د افغانستان پولې ته نزدې پرته ده. د امريکا د متحده ايالتونو استخباراتو په دغو سیمو کي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه پراخ کړي دي. دغه بريدونه د پاکستان او امريکا تر منځ د اړيکو د سړېدو يو سبب هم بلل کيږي.