1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويلي کوريا ته تللي افغانان په څه حالت کې دي؟

۱۴۰۱ شهریور ۴, جمعه

تيرکال په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته نژدې ۴۰۰ افغانان سويلي کوریا ته وایستل سول. دغه افغانان اوس هلته په څه وضعیت کې ژوند کوي او د خپل نوي ژوند د جوړېدو په لاره کې له کومو ستونزه سره مخ دي؟

Afghanistan | Evakuierungsflüge vom Flughafen Kabul
د کابل په هوايي ډګر کې ۲۰۲۱م کال په اګست کې سويلي کوریا ته د افغانانو د تخلېې پروګرام - آرشیفانځور: Yonhap/picture alliance

سويلي کوریا ته د تللو افغانانو له ډلې، اکثرو ېې د خپلو اصلي مسلکونو خلاف په کارخانو کې کارونه پيل کړي دي. دوی په داسې حال کې د يو نوي ژوند د جوړېدو له پاره مبارزه کوي چې د ژبې او کلتوري تغیراتو له سختو ستونزو سره هم مخ دي.

دغه افغانان د هغو ۷۹ کورنیو څخه دي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته سويلي کوریا ته ايستل شوي او په دغه هیواد کې ورته د اوږدمهاله هستوګنې اجازه ورکړل شوې ده. دغو افغانانو په افغانستان کې د سويلي کوريا په موسساتو کې کار کړی دی.

د دوی په ډله کې يو هم ۳۸ کلن احمد عظيمي دی. هغه د کابل پوهنتون د ژونالیزم له پوهنځي څخه په ممتازه درجه فارغ او په افغانستان کې ېې د سويلي کوریا د بيارغونې ولايتي ټيم سره کار کړی دی.

عظيمي اوس د سويلي کوريا په يونګين ښار کې چې د پلازمېنې سيول ښار په جنوب کې پروت دی، د پلاستيک جوړونې په یوه فابريکه کې کار کوي، هغه هم د فابريکې په شپني ۱۲ ساعته شيفت کې. نوموړي د خپل کار تر پېلیدو لږ مخکې په داسې حال کې چې له سترګو ېې اوښکې بهيدې رويټرز خبري آژانس ته وويل: «دا ډيره سخته ده چې سړی خپل هر څه له لاسه ورکړي.»

که څه هم عظيمي اوس اړ شوی چې خپلې کورنۍ ته د نفقې پېدا کولو له پاره د خپل مسلک خلاف کار وکړي، خو هغه د سويلي کوريا په اړه مثبت نظر لري چې دوی سره ېې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستانه په ايستلو کې مرسته کړې ده.

ورته نور ولولئ:بریتانيا: په زرونو افغانان لا هم په موقتی هستوګنځایونو کې اوسیږي

هغه په یوه مرکه کې وويل: «په افغانستان کې زما لوڼې نه شي کولای په يوازې له کوره ووځي او نه شي کولای يوازې ښوونځيو ته ولاړې شي.» هغه زیاتوي: «خو دلته موږ هيڅکله هم په دې هکله فکر نه دی کړی کله چې هغوی يوازې دباندې وځي.»

عظيمی وايي د ژبې په برخه کې هره ورځ ورته یوه ستونزه ده، کوم چې زده کول ېې په ېوه نوې ټولنه کې د ادغام له پاره تر ټولو اړین کار دی: «ځيني وخت زه خپل رئيس او یا هم خپل همکارانو ته دقیق دلايل نه شم بیانولای.» هغه زیاته کړه تل هڅه کوي تر څو د خپل ځان په هکله د وضاحت ورکولو له پاره په خپلې نوې ژبه کې مناسب لغتونه پېدا کړي.

د کابل په هوايي ډګر کې د سويلي کوریا له خوا د افغانانو د تخلېې عملیاتانځور: Yonhap/picture alliance

عظيمي وايي: «دوی له ما پوښتنه کوي، چې ولې ته يو کار په دا ډول سره نه شې ترسره کولی؟ خو زه نشم ويلی چې ولې.»

که حکومت د مهاجرو له پاره د ژبې د زده کړې کورسونه مهيا کوي، د هغو کسانو له ډلې چې کار لري لږ شمیر ېې کولی شي چې وخت پېدا او په کې ګډون وکړي.

پخوانی ژباړونکی رحمت الله رحمت چې اوس په سويلي کوریا کې د احمد عظيمي همکار دی، د فابريکې د وظایفو فهرست ته په اشارې وايي: «تاسو زموږ کاري تقسيم اوقات ته وګورئ، دلته د زده کړې له پاره هيڅ ځای نشته او دا تر ټولو سخته خبره ده.»

ورته نور ولولئ:«د طالبانو له واکمنۍ سره زرګونه مسلکي کدرونه له هيواده وتلي»

سويلي کوريا ته ایستل شوي اکثره افغانان، د عظيمي په څير دفتري کارکوونکي دي، خو د دغه هیواد رسمي ارقام ښيي چې اوس د دوی اکثره اړ شوي چې د کار د موندلو په خاطر خپل مسلک پريږدي.

د دغو ارقامو له مخې سويلي کوریا ته د ایستل شوو ۷۸ کورنیو له ډلې، ۷۲ تنه ېې توانيدلي چې په انفرادي توګه د صنعت او کښتۍ جوړونې په برخو کې کار پيدا کړي.

سان سو-یونګ په يوه ټيم کې کار کوي چې د نوو مهاجرو ملاتړ کوي. هغه وايي د ۲۷ افغانانو له ډلې چې په طبي برخه کې کاري تجربه لري، يوازې دوه تنه ېې بريالي شوي چې د طبابت په سکتور کې کار پېدا کړي.

ورته نور ولولئ:آلمان د خپل سفارت پخوانیو افغان کارمندانو د انتقال ژمنه وکړه

ځينې وقت په ځينو هیوادونو کې کلتوري تفاوتونه هم ليدل کيږي چیرته چې خلک لا هم په توکميز یووالي باور لري. تيرکال کله چې په لومړي ځل افغانان سويلي کوریا ته وښکل شول، هغه وخت يو شمیر کوريایي والدینو د سېمې په ښوونځيو کې د افغان ماشومانو د شامليدو پر ضد یوه مظاهر وکړه.

خو له دغو ټولو ستونزه سره سره، عظيمي وايي چې هغه په نژدې راتلونکې کې افغانستان ته د بېرته ستنېدو پلان نه لري چې هغه ېې دلایل د خپلو ماشومانو راتلونکې او نور مسايل بولي.

هغه وايي اوس د تیرو وختونو او د هغه ژوند په هکله چې په افغانستان کې ېې درولود، «قطعا» فکر نه کوي، بلکې دې ته ترجيح ورکوي چې پر خپل نوي ژوند تمرکز وکړي.

احمد عظيمي وايي: «که زه د تير وخت په اړه فکرونه وکړم، زه به دلته هر څه له لاسه ورکړم. زما کورنۍ او زما ماشومان. ما دلته له سره خپل نوی ژوند پيل کړی دی.»

له آرشیف څخه يو انځوریز البوم هم کتلی شئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب