1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويډن: د مسلمانانو ضد په فعاليتونو پسې تاوتريخوالی پيل شو

۱۳۹۹ شهریور ۸, شنبه

احتجاج کوونکي له پوليسو سره ونښتل وروسته له هغه چې د سويډن په مالمو ښار کې يوه ورځ د اسلام ضد مختلف فعاليتونه هم وشول. تر دې مخکې ښي اړخو د قرآن شريف يوه نسخه سوځولې وه.

Schweden | Schwere Unruhen nach Koran-Verbrennung in Malmö
انځور: picture-alliance/TT NEWS AGENCY

د جمعې په ورځ‌ د سويډن په مالمو ښار کې هغه مهال تاوتريخوالی رامنځ ته شو چې ۳۰۰ اعتراض کوونکي د اسلام ضد فعاليتونو په موخه سره راټول شوي ول. لاريون کوونکو پر پوليسو ډبرې وغورځولې او ټايرونو ته يې اور ورته کړ. نښتې هغه مهال پيل شوې چې د يوه دنمارکي او مسلمانانو ضد سياستوال ته د قرآن شريف د سوځولو په لاريون کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه. دغې خبرې ته په غبرګون سره تاوتريخوالی پيل شو. راسموس پالودان چې په دنمارک کې د مهاجرت ضد يوه سخت دريځه ګوند مشر دی، د دوو کلونو له پاره سويډن ته له سفر کولو څخه منع کړل شوی دی.

قرآن شريف ته سپکاوی

د مالمو هغه پېښه چې ده پکې غوښتل ګډون وکړي، د جمعې په ورځ‌ (د ۲۰۲۰ کال د اګست ۲۹مه) ځکه رابلل شوې وه چې مسلمانان پکې د جمعې د لمانځه له پاره سره راټوليږي.

په مالمو کې کې اعتراض کونکو له خوا ټيرونه سوځول شوي چې تور لوګی يې ټوله هوا نیولې انځور: picture-alliance/TT NEWS AGENCY

د دايلي آفتونبلادېت په نوم سويډنۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې د جمعې په ورځ‌ د اسلام ضد مختلف فعاليتونه تر سره شول. درو تنو د قرآن شريف يوه نسخه په يوه عمومي واټ کې په خپلو پښو سره وهله. د اسلام ضد دغه احتجاجونه وروسته له هغه پيل شول چې ښي اړخي سياستوال پالودان ته په مالمو کې په يوه غونډه کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه. لاريون کوونکو په هماغه ځای کې تاوتريخوالی پيل کړ چې د قرآن شريف يوه نسخه يې هم پکې سوځولې وه. د پوليسو يوه وياند وويل چې «موږ وضعيت په کنترول کې نه لرو، خو جدي فعاليت کوو څو تر کنترول لاندې يې راولو.»

د خبري آژانسونو په حواله پالودان په فيسبوک کې خپل يو له قهره ډک پيغام م خپور کړی دی: «د دوو کلونو راهيسې له سويډن څخه ستون او منع کړل شوی يم. خو بيا هم تېري کوونکو او قاتلينو ته تل هر کلی ويل کيږي!»

تېر کال هم پالودان د قرآن کريم يوه نسخه چې د بيکن په نوم د خنځير د غوښو په نرۍ ټوټو کې يې نښلوله وه، وسوځوله. دا هغسې غوښه ده چې په اسلام کې حرامه ده.

 دلته په ورته يوې موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم کتلای شئ!

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب