1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسویډن

سويډن: ټولنیزو مرستو ته د غيراروپايي کډوالو لاسرسی محدودوو

۱۴۰۲ مهر ۲۹, شنبه

د سويډن ښي اړخی حکومت غواړي غيراروپايي کډوالو ته ټولنيزې مرستې محدودې کړي. علت يې د سويډن په ټولنه کې د کډوالو ناکام ادغام بلل شوی دی.

Schweden Grenzkontrollen und Migranten
انځور: picture-alliance/dpa/S.-A. Jonsson

د درې ګونديز ائيتلاف او ښي اړخي سويډن دموکراتانو د ګوند مشرانو چې د لومړي وزير اولف کريسترسون د اقليت حکومت زغمي، د جمعې په ورځ د »داګنس نيهتر« ورځپاڼې ته ويلي چې »د ادغام له داسې سياست سره يوځای چې (له کډوالو) هيڅ غوښتنې نه لري او دا چې هغوی نه هڅول کيږي چې ټولنې ته ادغام شي، دغه پراخ مهاجرت په سويډن کې درز راوستی دی.«

دغو مشرانو همداراز له »بېلتانه، ټولنيز واټن، بې کارۍ، په ښوونځي کې خرابو نتايجو او د سويډني ارزښتونو کموالي« ته ګوته ونيوله. په خبره يې په خارج کې له زېږېدلو کسانو سره »ډېرې ستونزې« شتون لري، ځکه چې هغوی بې کاره وي او د دولت په لګښت خپل ژوند مخ ته بيايي.

ياد ائيتلاف ځکه نو غواړي چې د غيراروپايي کډوالو له پاره ټولنيزې مرستې محدودې کړي چې پکې د ماشومانو، د اوسېدو، د بې کارۍ، د بيمې او د والدينو له پاره پيسې شاملې دي. سربېره پر دې بايد دغه ډولکډوال سويډنۍ ژپه زده کړي او ځان ته کار هم پيدا کړي.

سويډن چې د ۱۰،۳ ميلیونو په شاوخوا کې اوسېدونکي لري، د نوي يمو کلونو راهيسې د افغانستان، سوريې او عراق په څېر له جګړه ځپلو هېوادونو څخه کډوال منلي دي. حکومتي مشر کريسترسون تېره مياشت د منظمو ډلو له خوا تاوتريخوالی د کډوالۍ د ناکام سياست او ناکام ادغام پايله بللې وه.

همداراز د بلجيم په بروکسل ښار کې د فوټبال د دوو سويډني مينه والو وژنې هم د خلکو احساسات راپارولي دي. عامل يې يو اسلام پال تونسی بلل کيږي چې په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې يې د پناه غوښتنه رد شوې وه، خو له اروپا څخه اخراج شوی نه و.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب