1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

سوپر سیلز، په ارثي ناروغۍ اخته ماشوم ته نوی ژوند ورکړ

۱۳۹۸ دی ۱۷, سه‌شنبه

که د جنیتيکي ناروغۍ له امله د بدن په معافیتي سیستم کې خلل موجود وي، نو د هډوکو د نسجونو کرل اغیزمن ثابتیدلی شي، خو د دې طریقې نیمګړتیا دا ده چې په لومړیو څو میاشتو کې د بدن مدافع سیستم تر اندازې ډیر کمزورې کیږي.

Symbolbild Stammzellenforschung USA
انځور: Getty Images/S. Platt

د Chronic granulomatous disease د بدن د معافیت سیستم د اختلال یوه ډیره نادره ارثي ناروغي ده چې له یو نسل څخه بل ته انتقالیږي. د ټي سیل یا د جنیتیکي حجرو د بدلونې یا کرلو درملنه چې اوس په آزمايښتي پړاو کې ده، په دې ناروغۍ له اخته کس سره مرسته کولی شي. یا په بل عبارت د ناروغ د بدن مدافع سیستم په پیاوړې کولو کې همکاري کوي. 
تر دوو لسیزو لابراتواري تجربو وروسته د درملنې دغه ټکنالوژي بهتره شوې او اوس ترې د ډیرو ناروغانو د درملنې له پاره استفاده کیږي.
د یوهان په نامه ماشوم په همدې ناروغې اخته دی. اوس دغه خندان هلک له خپل سپي سره د لوبو پر مهال نه ستړی کیږي. د یوهان په لیدو اوس سړی دا نه احساسوي چې د واشنګټن په اطرافي سیمه کې میشته دغه کورنۍ درې کاله مخکې له څه ډول ستونزو سره لاس او ګریوانه وه.
د یوهان مور پوهیدله چې د هغه د جن له امله د هغه هر ماشوم د «CGD» په جنیتیکي ناروغۍ اخته کیدلی شي. دغه ناروغي د ماشوم د ژوند په لومړیو لسو کلونو کې هغه ته وژونکې وي، ځکه د یوهان ورور هم د همدې ناروغۍ له امله په ۷ کلنۍ کې مړ شو.
د یوهان تر زیږدنې سمدستي وروسته د معایناتو په پایله کې معلومه شوه چې دغه ماشوم هم د «CGD» په ناروغۍ اخته دی.
په واشنکټن کې د ماشومانو د روغتون له طبي کارپوهانو سره تر سلا مشورو وروسته د یوهان مور پلار(د «بون میرو» یا د هډوکو مغز د بدلولو یا ټرانسپلانټیشن) په طریقه د درملنې پریکړه وکړه چې یو خطر، خو ممکنه درملنه ده. «بون میرو» یا د هډوکو مغز په هډوکو کې دننه د سپين او سرو نسجونو د پيدا کولو دنده لري. 
له نیکه مرغه د یوهان ورور په دې وخت کې شپږ کلن وو چې د بون میرو له پاره ډیر مناسب وو. د نوي زیږدلي ماشوم یوهان د ویني سپين کورویاتو له بکتریا او انفکشن یا مکروبونو سره د مقابلې توان نه درلود. تر ټولو دمخه داکترانو د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشت کې د شیمو تراپي یا کیمیاوي درملنې له لارې د هغه د هډوکو د مغزو صفایي وکړه او وروسته یي د یوې اوږدې نرۍ ستنې یا پيچکارۍ په وسیله د یوهان د ورور تهامس د سوجي له هډوکي څخه مغزي حجرې ترلاسه کړلې. له دې مغزو څخه یي سپوپر سیل یا مورنۍ حجرې وایستلې او هغه یي د یوهان په رګونو کې پيچکاري کړلې، څو دغه انساج د هغه د هډوکو په بون میرو کې د ویني د سپينو کورویانو د پيدا کولو لړۍ پيل کړي.

د نرګسیت په نوم د پر ځان مېنو عجیبه ناروغي

دویم پړاو سیل تراپي: د بدن د معافیت د نظام هغه برخه چې له بکتریا څخه حفاظت کوي په څو اونیو کې دوباره رغول کیدای شي. داکترانو د تهامس له وینې سپينې حجرې و ایستلې چې لا پخوا یي له شپږو ویروسونو سره مقابله کړې وه. دوی په لسو ورځو کې هغه په لابراتوار کې تکثیر او په سلګونو زره حجرې یي تشکیل کړې. 
دغه ټي سیلز یا مورنۍ حجرې یي د پيچکارۍ په وسیله د یوهان په بدن کې داخل کړلې. د داکترانو په خبره اوس له یوهان سره د خپل ورو مدافع سیستم موجود دی.
د یوهان مور وایي چې اوس یوهان او تهامس دواړه په یو وخت کې ریزش یا زکام کیږي. هغې وویل: «زما په اند له خپل ورور نه د هډوکو مغز په وسیله له ناروغیو سره مقاومت کول ډیر عالي دی.»
دغه تراپي په کوم کې چې د مورنۍ حجرې ترلاسه کوونکی د خپلو جنیتیکي حجرو په بدلولو سره د بدن معافیتي سیستم پیاوړی کوي امينو تراپي بلل کیږي، چې تر اوسه پورې زیاتره وخت د سرطان ناروغۍ په برخه کې کارول شوی ده. خو داکتر کیلر، هیله لري چې دغه طریقه به د یوهان په څیر د کمزوري مدافع سیستم لرونکو ناروغانو د معافیتي نظام د پياوړي کولو په برخه کې هم وکارول شي.
د دې درملنې ستونزه دا ده چې مصارف یي ډیر لوړ او څو زره ډالره تمامیږي. همدا دلیل دی چې د درملنې دغه طریقه د امریکا یوازې په ۳۰ روغتیايي مرکزونو پورې محدوده پاتې شوې ده.
دویچه ویله/ش.ن/ن. ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب