1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوډان

سوډان: د پوځي الوتکې رالوېدو له کبله تر ۴۰ ډیر کسان مړه شوي

۱۴۰۳ اسفند ۸, چهارشنبه

د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه دباندې یوې پوځي الوتکې د رالوېدو په پيښه کې پر نظامي پرسونل سربیره ملکي خلک هم وژل شوي دي. د سوډان پوځ له دوو کلونو راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکیل دی.

سوډان د تیرو دوو کلونو راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکیل دی
سوډان د تیرو دوو کلونو راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکیل دیانځور: - /AFP

د سوډان د اومدورمان په ښار کې د یوې نظامي الوتکې د سقوط په پایله کې ۴۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه پيښه د چهارشنبې په ورځ (د فیبرورۍ ۲۶ نېټه) رامنځته شوې ده او کیدای شي د قربانیانو شمیر نور هم لوړ شي. 

د رپوټونو په حواله پلازمېنې خرطوم ته نږدې د دغې پوځي اولوتکې رالوېدل د پوځي افرادو ترڅنګ، د ملکي خلکو د مړينې سبب هم شوی دی.

د سوډان د روغتیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې تر ویجاړیو لاندي په هغو کسانو پسې لټون هم روان دی چې په دې پيښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي وزارت ویلي دي چې دغه پيښه د سیدنا وادي هوایي ډګر ته نزدې رامنځته شوې او د پيښې ښکار شوې الوتکه د آنتونوف ډول ده.

پوځي سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې الوتکه کیدای شي د تخنیکي ستونزو له کبله رالوېدلې وي. د دغه هیواد د پوځ یوه پخوانی جنرال بحر احمد هم په هغو کسانو کې شامل دی چې په دې پيښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

لسکونه زره د کورنۍ جګړې قربانیان

وروسته له دې چې د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان او پخواني مرستیال یې حمدان دقلو، ترمنځ شخړه رامنځته شوه، دغه هیواد په کورنۍ جګړه کې ښکیل شوی دی.

ناامني، انارشي، وچکالي او د قحط ګواښ د نړۍ په تر ټولو نوي هيواد کي

02:53

This browser does not support the video element.

د سوډان پوځ د ۲۰۲۳م کال د اپریل له لومړیو څخه د حمدان دقلو، تر رهبرۍ لاندې د « RSF» په نامه د چټک غبرګون ځواکونو سره په جګړه کې دي.

دغو نښتو خرطوم او یو شمیر نور ښارونه ویجاړ کړي دي. د افریقا په شمال ختیځ کې واقع دغه هیواد کې د شخړو او جنګونو له ګبله لږ تر لږه ۱۵۰ زره کسان وژل شوي چې اکثره یې ملکي خلک دي. کتونکي په دې باور دي چې د قربانیانو واقعي شمیر کیدای شي تر دې ډیر لوړ وي.

د شخړو د دوام له کبله تر ۱۰ میلیونو ډیر خلک په دې هیواد کې بې ځایه شوي دي. همدارنګه د دارفور په سیمه کې د قومي او قبیلوي تاوتریخوالي په پایله کې د مرګژوبلې رپوټونه ورکړل شوي دي. دغه سیمه له ډیرې مودې راهیسې بې ثباته ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل