1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوډان

د سوډان په روانو نښتو کې د مرګ ژوبلې ارقام له ۴۰۰۰ اوښتي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲, شنبه

د سوډان په روانو نښتو کې تر اوسه له ۴۰۰ ډير کسان وژل او له ۳نیم زرو ډير ټپیان شوي دي. سوډاني پوځ نن وويل چې د بهرنیو ډيپلوماټانو د تخلېې هڅې ېې پيل کړي دي. د دوو رقیبو ډلو ترمنځ دغه نښتې خپلې دوهمې اوونۍ ته داخلې شوي دي.

د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د دوو رقیبو ډلو ترمنځ وسلوالې نښتې خپلې دوهمې اوونۍ ته داخلې شوي دي.
د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د دوو رقیبو ډلو ترمنځ وسلوالې نښتې خپلې دوهمې اوونۍ ته داخلې شوي دي.انځور: Ahmed Satti/AA/picture alliance

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، سوډاني پوځ د شنبې په ورځ وويل چې په خپلو پوځي الوتکو کې ېې د امریکايي، چينايي، بریتانوي او فرانسوی ډيپلوماټانو د تخلیې په موخه د همغږۍ هڅې پيل کړي په داسې حال کې چې جګړه په پلازمینه او د هغې د اصلي هوايي ډګر په ګډون شاوخوا سیمو کې ادامه لري.

پوځ ويلي دي چې د پوځي مشر، جنرال عبدالفتاح البرهان، د مختلفو هیوادونو له رهبرانو سره خبرې کړي او له هغوی څخه ېې له سوډانه د هغوی د خپلو ډيپلوماټانو او اتباعو د خوندې تخلېې غوښتنه کړې ده.

ورته نور ولولئ: ملګري ملتونه: په سوډان کې ۱۸۵ کسان وژل شوي

د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د واک پر سر دغه نښتې تېره اوونۍ د پوځ او د هغه د مخالفې ملیشه يي ډلې (RSF) تر منځ پيل شوې چې پکې له ملکي سیمو څخه هم استفاده کيږي. د روغتیا نړیوال سازمان پر اساس، دغه نښتې چې اوس خپلې دوهمې اوونۍ ته داخل شوي، تر اوسه پکې له ۴۱۳ کسان وژل شوي او ۳۵۵۱ تنه نور ټپیان شوي دي. تر دې وړاندې رپوټونو کې ويل شوي ول چې په وژل شوو کې عسکر او ملکيان شامل دي.

د سوډان د پوځ مشر، عبدالفاتح البرهانانځور: ASHRAF SHAZLY/AFP/Getty Images

بهرنیو هیوادونو له سوډانه د خپلو اتباعو د ايستلو په موخه ناکامې هڅې کړي چې دا د نښتو په موجودیت کې نهایت خطرناکې ارزول کيږي.

د پوځ رقیبه، نیمه ملیشه يې ډله يا د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) هڅه کوي تر څو د تخلېې پروسه پېچلې کړي. په همدې موخه ېې غواړي د پلازمينې مرکز ته نژدې اصلي نړیوال هوایي ډګر په خپل کنټرول کې راولي چې د دې له پاره ېې دغه ډګر تر درنو حملو لاندې راوستلی دی.

ورته نور ولولئ:  د سوډان په نښتو کې د وژل شوو کسانو شمیر لوړ شوی

د سوډان هوايي حریم تړل شوی او بهرنیو هیوادونو خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د تخلېې پروګرام تر تنظیمولو پورې دې په خپلو عادي هستوګنځایونو کې پاته شي.

البرهان ويلي دي چې د سعودي عربستان یو شمير ډيپلوماټان دمخه په سرې بحیره کې واقع د سوډان هوايي ډګر (Port Sudan) له لارې ایستل شوي او اردني ډيپلوماټان به هم ډير ژر له همدغه ډګره وایستل شي. پورت سوډان په سره بحیره کې د سوډان یو مهم هوايي ډګر بلل کیږي.

سوډاني پوځ د شنبې په ورځ وويل چې په خپلو پوځي الوتکو کې ېې د امریکايي، چينايي، بریتانوي او فرانسوی ډيپلوماټانو د تخلیې په موخه د همغږۍ هڅې پيل کړيانځور: Koji Ito/AP/picture alliance

په داسې حال کې چې د تخلېې پروګرام ډير ستونزمن برېښې، سعودي عربستان د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له سوډان څخه ېې د خپلو اتباعو د تخلېې پروګرام تنظیمول پیل کړي، خو ډير وضاحت ېې نه دی ورکړی.

ورته نور ولولئسوډان کې پوځي ناکرارۍ؛ له ۵۰ ډیر وژل شوي او ۶۰۰ ټپیان دي

امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ وويل چې په سوډان کې خپلو میشتو کابو ۱۶زره اتباعو ته د حکومت له خوا د تخلېې یو تنظیم شوی پروګرام په نظر کې نه لري. امریکا زیاته کړې چې اتباعو ته ېې سپارښتنه کړې چې په خپلو هستوګنځایونو کې پاته شي. پنټاګون یا د امریکا دفاع وزرات د اوونۍ په سر کې  ويلي وو چې په سوډان کې د خپل سفارت کارکوونکو د احتمالي تخلېې په موخه، عدن خلیج ته چې پکې د امریکا سمندري ځواکونو یو مرکز دی، اضافي عسکر او تجهیزات استولي دي.

mks/mns/(AP)

د سوډان د ناکراریو په هکله زموږ له آرشیف څخه د ۷ کالونو مخکې يو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب