1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

سوډان کې شدیدې نښتې؛ له ۵۰ ډیر کسان وژل شوي

۱۴۰۲ فروردین ۲۷, یکشنبه

په سوډان کې یوه روغتیايي سازمان د یکشنبې په ورځ د یوه ټویټري پیغام له لارې ویلي چې د دې هیواد د پوځ او نیمه پوځي ځواکونو ترمنځ د وسلوالې نښتې په نتیجه کې لسګونه سرتیري او ملکیان وژل شوي دي.

Sudan | Unruhen in Khartoum
انځور: - /AFP

په سوډان کې یوه روغتیايي سازمان په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې په دې هیواد کې د پوځ او نیمه پوځي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې لږ تر لږه ۵۶ تنه وژل شوي دي. د دغه سازمان په خبره په وژل شویو کې زیاتره یې ملکیان دي.

د سوډان دغه سازمان همدا راز زیاته کړې چې په وسلوالو نښتو کې له ۶۰۰ ډیر ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي چې له دوی څخه یې د لسګونو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښوول شوی دی. دغه روغتیايي سازمان پر دواړو لورو د سمدلاسه اوربند ږغ کړی ترڅو بې ګناه کسان وژغورل او د ټپیانو درملنه وشي.

د جګړې دلیل څه دی؟

د معلوماتو له مخې په سوډان کې دغه پراخه جګړه پرون د شنبې په ورځ پیل شوه چې پکې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی. د دې جګړې اصلي دلیل د سوډان د اوسني حاکم جنرال عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان داغلو چې د دې هیواد د چټک غبرګون د ځواکونو  مشر دی، د واک په سر جنجال ښوول شوی دی.

په سوډان کې د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ جګړې درنه مرګ ژوبله اړولې.انځور: AFP

د شنبې په ورځ د دغو دواړو پوځي مشرانو ترمنځ اختلافات یوازې د څو ساعتونو په ترڅ کې ډیر زیات پراخ شول چې له کبله یې د سوډان د پوځ او د چټک غبرګ ځواکونو ترمنځ وسلواله جګړه پیل شوه. د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د چټک غبرګون ځواکونو پر مرکزونو باندې توپخانه ايي او ان هوايي بریدونه شوي دي. تر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې په دغه جګړه کې کوم لوری برلاسی دی.

په سوډان کې د دغې شدیدې وسلوالې جګړې تر پیلیدو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ښکیلو اړخونو د جګړې د درولو ږغ کړی او د خبرو له لارې یې د اختلافاتو پر حل باندې ټینګار کړی دی. د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز له دغه هیواد څخه د ملګرو ملتونو د کارمندانو د خوندیتوب او د کارونو په ترسره کولو کې د خوندي چاپیریال غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سربیره امریکا متحده ایالاتو، روسیې، مصر، سعودي عربستان او اروپايي ټولنې په سوډان کې د دې جګړې د سمدلاسه توقف غوښتنه کړې ده. د یکشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت هم اندیښنه څرګنده کړې او پر دواړو لورو یې د جګړو د درولو او اوربند ږغ کړی دی.

آژانسونه / خ.ح / ن. ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب