1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

«سوړ جنګ» فلم پنځه اروپايي جايزې يوړې

۱۳۹۷ آذر ۲۵, یکشنبه

په پولنډ کې جوړ د مينې يوې ډرامې د هسپانيې په سېويلا ښار کې د فستيوال پنځه جايزې ګټلې دي. له آلماني فلم جوړوونکو سره بيا بخت ياري نه ده کړې.

Gewinner des Europäischen Filmpreises 2018 in Sevilla - Cold War von Pawel Pawlikowski
انځور: imago

د پاول پاوليکوفسکي «سوړ جنګ» نومي فلم د «غوره فلم»، «غوره لوبغاړې»، «غوره سېناريو ليک»، «غوره ايديټ» او «غوره لارښوونې» په برخه کې جايزې وړې دي. د فلمي لارښود او رژيسور پاوليکوفسکي له پاره، دا د ۲۰۱۴ م کال راهيسې دويم ځل دی چې د اروپايي فلمونو دغه مهمه جايزه تر لاسه کوي. څو کاله مخکې يې هم د «ايدا» په نوم فلم سره د ريژي يا لارښوونې په برخه کې د ژوري پلاوی قانع کړی وو. پولنډۍ هنرمندې، جوانا کوليک (پاس انځور کې) په کولډ وار يا «سوړ جنګ» نومي فلم کې د يوې سندرغاړې د رول په لوبولو سره يوه جايزه وګټله، د هغې همکار مارسېلو فونته له ايټاليا څخه د اروپا تر ټولو ښه ايکټر يا فلمي اداکار وبلل شو. ژوري پلاوي وويل چې دواړه «غښتلي او جذباتي لېواله اداکاران» دي. دغه پولنډی تور او سپين فلم په ۱۹۵۰مو کلونو کې، يعنې د ساړه جنګ پر وخت د مينې يو داستان رانغاړي.  
د جايزې ګټونکې مېرمن کوليګ البته دغه جايزه خپله نه شوای تر لاسه کولای. هغه د فلمي لارښود، پاوليکوفسکي په خبره حامله داره ده او په طياره کې د الوتنې اجازه نه لري. ايټالوي هنرمند، فونته په ډېرې خوشحالۍ سره جايزه تر لاسه کړه. هغه د «دوګمېن» په نوم فلم کې د سپو د يوه سلماني يا نايي رول لوبوي چې د مجرمينو په اعمالو کې ښکيليږي. د کن د فلمونو په فستيوال کې هم فونته د غوره لوبغاړي په توګه جايزه ګټلې وه. نورې جايزې د اروپا فلمي اکاډمۍ د «ستالين د مرګ» په نوم د بريتانوي، ارماندو يانوچي «غوره کميډي فلم» ته ورکړې. هسپانوۍ هنرمندې، کارمن ماورا د خپل ژوند د لاسته راوړنو له کبله وستايل شوه. اکاډمۍ داسې وويل چې ماورا په حيرانونکي ډول د داسې ښځو رول لوبوي چې د خپلو آرزوګانو او رښتينولۍ تر منځ ښکېلې وي. 

«سوړ جنګ» نومی فلم په حقيقت کې د مينې يوه کيسه دهانځور: picture-alliance/dpa

آلمانان مايوسه دي

د آلمانانو له پاره د جايزې د وېشلو مراسم خورا مايوسونکي ول. د فستيوال تر مخه کارپوهانو ماري بويمر ته د «غوره لوبغاړې» په کټګورۍ کې د هغې د بريا چانس اټکل کړی وو. هغې د «درې ورځې په کيبېرون کې» نومي فلم کې د رومي شنايدر نقش لوبولی وو، خو د پولنډۍ هنرمندې جوانا کوليګ له خوا ماته شوه. 
دوه جايزې البته کريستوف کايزر او يوليان ماس ته د رومي شنايدر د ژوند په هکله د جوړ شوي فلم له کبله ورکړل شوې، هغه د «غوره فلمي موسيقۍ» په برخه کې وې. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب