میرمن خرما اړه شوې چې له خپل ګاونډي څخه بوټونه واخلي تر څو د لوګر مرکز، پل علم ښار ته ولاړه شي. په دغه ښار کې د خوړو نړېوال سازمان پر اړمنو کورنيو چې په ژمي کې ېې شمېر مخ په ډېرېدو دی نغدي مرستې وېشي.
اعلان
۵۴ کلنه خرما چې کونډه هم ده، په داسې حال کې چې یوه زړه آبي رنګه چادري ېې اغوستې په پل علم کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند د خوړو نړېوال سازمان په مرکز کې په انتظار ولاړه ده تر څو ۳۲۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړي. په پل علم کې دا وخت د حرارت درجه کېدای شي تر منفي هم ښکته شي.
خرما چې د شپږو ماشومانو مور ده، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل: «موږ بدبخته یو. کله چې موږ د خوړو له پاره وچه ډوډۍ پیدا نه کړو په خالي نس بېده کېږو.»
خرما د هغو میلیونونو افغانانو له ډلې یوه ده چې د ژمي په څو میاشتو کې له لوږې او سړو سره مخ دي. په افغانستان کې لسیزو جګړو، وچکالیو او مهاجرتونو ډېر افغانان له سختو حالاتو سره مخ کړي دي.
افغانستان اوس د بودجه د کمښت له کبله د نړۍ يو له تر ټولو فقیرو هېوادونو څخه دی. د ژمي په روان موسم کې په ميلیونونو بې وزله افغانان له ژوندي پاتېدو سره مبارزه کوي.
میرمن ګلوک وايي: «په هرات کې د اکتوبر میاشتې تر پر له پسې زلزلو وروسته اوس هم په زرونو خلک په خيمو کې ژوند کوي، چېرته چې ۳۱زره کورنه تخریب یا د نه اوسيدو وړ شوي.»
له بل لوري د وروستیو میاشتو په جریان کې شاوخوا نيم ميلیون افغانان له پاکستانه افغانستان ته بېرته راستانه شوي په داسې حال کې چې بيکاري هم ډېره ده. مېرمن ګلوک دا د افغانستان له پاره «د امکان تر حده د کال تر ټولو ناوړه وخت بولي.»
له پاکستانه د راستانه شوو افغانانو له ډلې يو هم ۳۲ کلن رباني دی. هغه د یو مهاجر په توګه د خوړو له نړېوال سازمان څخه خپلې مرستې چې ۵۰ کيلوګرامه اوړه، شپږ کیلوګرامه سره لوبیا، پنځه لېتره غوړي او ۴۵۰ ګرامه مالګه دي، ترلاسه کړې دي. خو رباني له بیکارۍ شکایت کوي.
هغه وايي: «دلته هېڅ کار نشته.» نوموړی له خپلې اوه کسیزې کورنۍ سره له هغه وخت راهیسې چې د پاکستان له پولې افغانستان ته اوښتي په یوه خيمه کې پرېښودل شوی دی. حتی که د حرارت درجه له منفي هم ټيټه شي دوی په همدغه خیمه کې ژوند تېروي.
رباني وايي: «کله چې ته د خوړلو له پاره څه ونه لرې، بیا خو له سوال کولو مرګ بهتره دی.»
۶۷ کلنې شکرګلې د خوړو نړېوال سازمان د شپږ میاشتني پروګرام، لومړنۍ میاشتنۍ نغدي مرسته چې د ۳۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې ده. هغه هم خپه ده او وايي: «که موږ غټان څو ورځي په کافي اندازه خواړه ونه خورو پروا نه کوي، اما موږ نه غواړو چې ماشومان مو له لوږې مړه شي.»
له افغانستان سره د ۲۰۲۱م کال وروسته د امریکا متحده ایالاتو د شل کلن پوځي حضور پر وخت ډېرې بشري مرستې کېدې او دغه هېواد تر ډېره پر بهرنيو مرستو متکي وو. خو د ۲۰۲۱م کال په منځ کې له افغانستانه د امریکايي قواو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر بیارسېدو وروسته، له افغانستان سره بهرنۍ مرستې تر ډېره برېده کمې شوې. دغه وضعیت تر ېو حده د طالبانو له سیاست، له هغې جملې پر ښځو د دغې ډلې له لوري لګول شوو محدودیتونو سره تړلې ده.
د ملګرو ملتونو په حواله، اوس د افغانستان د دواړو، ښاري او اطرافي سیمو تقریباً ۸۵ سلنه اوسېدونکي په ورځ کې یوازې له څه کم یو امريکايي ډالر سره خپل ژوند تېروي چې دا د فقر تر ټولو سخت حالت دی.
دغه وضعيت په ځانګړې توګه د ټولنې تر ټولو فقيره طبقه له سختو تصمیمونو سره مخ کړي دي: دوی په پورونو کې ډوب دي، اړ شوي چې خپل ماشومان له ښوونځيو وباسي او په واټونو کې ېې په کارونو وګماري او یا د کور د مصارفو د راکمولو له پاره خپلې لوڼې په کم عمر کې مېړونو ته ورکړي.
د خوړو سازمان یا ډبليو اف پې، د لوګر په برکي برک کې هم پر اړمنو خلکو مرستې ويشي. ۷۷ کلن ذولفقار چې پر یو ويلچر ناست دی وايي چې د هغه کورنۍ ځیني وخت څو ورځې په لوږه تېروي. هغه وايي: «کله چې موږ د خوړلو له پاره هېڅ ونه لرو، نو بیا په بړستنو کې ځانونه پټوو او بېده کيږو.»
که څه هم د طالبانو حکومت له پاکستانه بېرته راستنو شوو افغانانو ته په سرحد کې امکانات برابر کړي، خو ډېر محدود دي. ځينو راستانه شوو کډوالو د خپلو خپلوانو په کورونو کې اړولي دي.
نجیبه چې له خپل مېړه او درو ماشومانو سره دوه میاشتې مخکې له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستنه شوې، له خپلې پنځه کسیزه کورنۍ سره اوس د خپل ورور کور په یوه کوټه کې ژوند تېروي.
نجيبه وايي: «موږ قوطيانې له ګرمو اوبو ډکوو چې تودې پاتې شي، موږ د خوړلو له پاره هېڅ هم نه لرو.»
له ایران او پاکستان څخه د اخراج شوو افغانانو ډېره برخه ښځې او ماشومان تشکيلوي. د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکوی چې په افغانستان کې په ميلیونو ماشومان له خوارځواکۍ کړيږي او ښايي د نویو کډوالو راتګ دغه ستونزه لا پسې پراخه کړي.
دا په نیمروز ولایت کې ایران سرحد ته نژدې يو متروکه کور دی چې ایران ته تلونکي مهاجر راټول شوي او غواړي چې د شپې له تیارې څخه په استفاده پټ ایران لور ته واوړي او هلته ېې یو کار او غريبي موندلي وي تر څو ېې په هېواد کې خپلو کورنيو سره مرسته کړي وي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
له دېواله اوښتل
افغان مهاجر باید له یو سرحدي ديواله ټوپ ووهي تر څو د ایران خاورې ته داخل شي. په وروستیو کې له پاکستانه د افغانانو ډلیز اخراج سبب شوی چې له افغانستانه ایران ته د ځوانو نارینه و بې نظمه مهاجرت ډېر شي. ځينې وخت ایراني پوله ساتونکې پر مهاجرو ډزې هم کوي چې یو شمېر ېې د لارو په اوږدو کې ټپیان او حتی خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
د مهاجرو هديره
دا د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته نژدې یوه هدیره ده چې د ځايي خلکو په خبره ډېر داسې ځوانان په کې ښخ کړل شوي ایران ته د اوښتو پر مهال او یا د نورو دلایلو له وجې وژل شوي دي. ایران ته د مهاجرت یوه لار دا ده چې مهاجر لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه د ایران خاورې ته داخل شي.