د سويدن پوليسو منلي دي چې درې شکمن کسان يې نيولي چې کيدای شي د وروستيو ورځو په درو بمي بريدونو کې لاس ولري. دغه بمي بريدونه د مهاجرو پر مرکزونو او د ښي اړخي افراطي ډلې پورې اړوند د کتابونو یو پلورنځای تر هدف لاندې راغلي وو.
د کتابونو پر پلورنځای باندې برید د تیرکال په نوامبر مياشت کې ترسره شوې وه. دغه دوکان د سویدن په سويلي ښار ګوتهن برګ کې موقعيت لري. په دې برید کې څوک ژوبل شوي نه وو.
د مهاجرو پر مرکزونو بريدونه د روان کال د جنورۍ مياشتې په پنځمه او پنځه ويشتمه نیټو ترسره شول. په لومړۍ چاودنه کې يو کس سخت ټپي شو خو د جنورۍ په پنځه ويشتمه دویم ايښودل شوی بم، له چاودنې مخکې شنډ کړای شو.
د پوليسو په حواله له نيول شويو کسانو څخه يو تن ېې په يادو بريدونو کې لاس لري. داسې ښکاري چې دغه کس د يادو بريدونو اصلي طراح او دغه راز د نورو تورنو کسانو د تشويق عامل وي. په دوو نورو نيول شويو کسانو باندې د دې شک دی چې د جنورۍ په پنځه ويشتمه ايښودل شوي بم کې لاس لري.
سويدني رسنيو ويلي دي چې داسې معلومه شوې ده چې د درو نيول شويو کسانو له ډلې څخه لږ تر لږه يو یې د نازيانو د نويو ډلو سره اړيکې لري. د سویدن امنيتي پوليسو د نيول شويو کسانو په اړه نور زيات جزئیات نه دي ورکړي.
سویدن ۱۶۰ زره مهاجرو ته ځای ورکړی دی. خو دغه شمير مهاجرو ته د ځای ورکولو وروسته اوس سويدن خپل د مهاجرت او د پولو د کنترول قوانين ډیر سخت کړي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.02.2016):
د مقدونيا د اغزن دېوالونو تر شا افغان مهاجر
د رواني اوونۍ له لومړیو ورځو راهیسي د مقدونيا پولیس افغان مهاجرو ته اجازه نه ورکوي چې تر سرحد ور تیر شي او د اتریش، آلمان او سویدن پر لور خپل سفر ته دوام ورکړي. په زرونو کډوال اوس په سرحدي سیمه کې بند پاته دي.
انځور: Reuters/M. Djuricaافغان مهاجرو مخکي د سوريې او عراقي مهاجرو په شان لومړيتوب لاره چي د مقدونيا سرحد له لاري اروپايي هيوادونو ته تيرسي. خو له يکشنبې ورځي راهيسي د دوی پرمخ د مقدونيا سرحدونه تړل سوي دي.
انځور: Reuters/A. Avramidisدغه کډوال چې فکر یې کاوه له اوبو څخه تر تیریدو وروسته یې د سفر ستونزمنه برخه پای ته رسیدلې ده، د مقدونيا سرحد د تړل کیدو له کبله ډیر خواشینې دي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Mitrolidisدغه مهاجر له یونان څخه سرحدي سیمو ته لیږدول شوي ول، خو له دې کبله چې ورته د تیریدو اجازه ور نه کړل شوه، نو شمیر یې زرونو کسانو ته رسیدلی دی. پولیس هڅه کوي چې د حالاتو کنترول له لاسه ور نه کړي.
انځور: Reuters/A. Avramidisملګرو ملتونو د مقدونيا حکومت پر دغې پریکړې نیوکي کړي دي او ویلي یې دي چې په ځانګړې توګه ماشومانو ته سرحدونه تړل، هغوی له ګواښ سره مخامخ کوي.
انځور: Reuters/M. Djuricaځینو مهاجرو آن هڅه وکړه چې له اغزن سیم څخه تر اوښتو ځان د مقدونيا خاوري ته ورسوي، خو پولیسو د هغوی مخه ونیوله.
انځور: Reuters/A. Avramidisد مهاجرو شمیر له ډیریدو سره پولیسو هڅه کړې ده چې پوله په بشپړه توګه وتړي، څو کنترول له لاسه ور نه کړي.
انځور: Reuters/M. Djuricaدغه مهاجر د سرحد پرانیستلو ته لاره څاره.
انځور: Reuters/M. Djuricaناهیلي شویو افغان مهاجرو په اعتراض لاس پورې کړی دی. هغوی د اورګاډي لاره بنده کړه خو پولیسو بیا هغوی وشړل.
انځور: Reuters/M. Djuricaکله چې په دې سیمه کې د مهاجرو شمیر ډیر شو، نو پولیسو هغوی د ایدومیني ښار ته انتقال کړل.
انځور: Dimitris Tosidisافغان مهاجر د ایدومیني ښار په یوه کمپ کې ځای پر ځای شوي دي. هغوی نه غواړي چې په یونان کې د پناه غوښتنه وکړي، نو له همدې کبله دې ته په تمه دي چې سرحد پرانیستل شي او هغوی خپل سفر ته دوام ورکړي.
انځور: Dimitris Tosidis