سویدن: اسانج امریکا ته نه سپارو
۱۳۹۱ شهریور ۱, چهارشنبهاعلان
سویدن د جولین اسانج له کبله د رامنځ ته شوي دیپلوماتیک کړکیچ د پای ته رسولو له پاره یوه نوې هڅه کړې ده.
د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې که اسانج هغوی ته وسپارل شي نو هغه به متحده ایالاتو ته وا نه ستول شي. د سویدن د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې ده چې اسانج به یوازې په هغه صورت کې متحده ایالاتو ته وا نه ستول شي چې په هغه هیواد کې هغه ته د اعدام د سزا د ورکولو کواښ موجود وي.
اسانج اوس مهال په لندن کې د اکوادور په سفارت کې دئ. اکوادور هغه ته سیاسي پناهنده گي ورکړي ده خو انگلیسي پولیسو د دې هیواد سفارت محاصره کړی دئ او وایي چې اسانج په سویدن ته واستوي. پر اسانج باندې په سویدن کې د جنسي تیري تور لگول شوي دي خو اسانج وایي چې سویدن به دې متحده ایالاتو ته وسپاري.