1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آی اې ام: په افغانستان کې مو ۱۸ کارکونکي نیول شوي

۱۴۰۲ شهریور ۲۵, شنبه

په افغانستان کې يوه راجستر شوې سويسۍ موسسه وايي چې طالب چارواکو يې د یوه بهرني په ګډون ۱۸ کارمندان توقیف کړي دي. آی اې ام موسسه وايي چې دغه افراد په غور ولایت کې له خپل دفتره نیول شوي او بیا کابل ته لېږدول شوي دي.

Afghanistan Taliban Tötungen Symbolbild
انځور: HOSHANG HASHIMI AFP via Getty Images

د نړېوالې مرستې ماموریت (IAM) موسسې یا سازمان د شنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې په وروستیو کې په غور ولایت کې د دوی د دفتر درې کارمندان چې دوه ېې افغانان او یو بهرنی دی ونیول شول او په تعقیب ېې ۱۵ تنه نور افغان کارکوونکي هم ونيول شول. دغې موسسې پر خپلې ویب پاڼه خپره شوې اعلامیه کې ويلي دي: «موږ پوهيږو چې اوس ټول ۱۸ تنه نیول شوي کسان کابل ته لیږدول شوي دي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې: «زموږ د همکارانو روغتیا او امنیت زموږ لپاره ډیر مهم دي، او موږ د دوی د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو او د دوی د چټک خلاصون او خوندي کولو لپاره هر ممکنه هڅه کوو.»

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، دغه موسسه وايي چې دوی د خپلو نیول شوو همکارانو د وضعیت په هکله او دا چې په کوم تور نیول شوي، هيڅ معلومات نه لري له همدې کبله نشي کولای روان وضعیت په هکله څه نظر ورکړي او یا کوم ګمان ولري.

 د آی او ام په اعلامیه کې راغلي که چېرته پر دغه سازمان او یا یې پر کوم غړي هر ډول ادعا کیږي دوی حاضر دي چې په هکله ېې هر ډول وړاندې شوي سند باندې په خپلواکه توګه ارزونه وکړي.

د نړېوالې مرستې ماموریت (IAM) له ۱۹۶۶ راهیسې په افغانستان کې فعالیت لريانځور: DW/H. Hashemi

فرانس پرس زياتوي چې د طالب چارواکو ویاند په سملاسي توګه په دې هکله د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د نړېوالې مرستې ماموریت (IAM) له ۱۹۶۶ راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري. دغې موسسې په ابتدا کې د سترګو د مراقبت په برخه کې خپل تخصصي کار پیل کړ خو له هغه راوروسته ېې د روغتیا او تعلیم په برخو کې خپل فعالیتونه زیات کړل.

د آی اې ام ویب پاڼه، دغه سازمان د مسیحي ارزښتونو پر اساس توصیفوي اما وايي چې مرستندویه خدمات د سیاسي او یا مذهبي عقایدو پر اساس نه وړاندې کوي. د دغه سازمان په اعلامیه کې ويل شوي: «موږ ځايي کلتور، آداب او رواجونو ته ارزښت ورکوو او درناوی یې کوو.»

د یاد آژانس د رپوټ پر اساس، طالبانو د ۲۰۲۱م کال له اګست راهيسې چې پر افغانستان حاکم شوی دي، په یو نامعلوم شمېر کې بهرني اتباع چې په هغو کې غربیان هم شامل دي، نیولي دي.

طالبانو دغه راز پر افغانانو په ځانګړې توګه ښځو باندې هم د کار او تعلیم په برخه کې محدودیتونه لګولي له هغې جملې ېې په بهرنيو موسساتو کې د افغان ښځینه کارکونکو پر کار بندیز لګولی دی.

(AFP)mks/mns

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل