1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سویلي اسیا کې درې پر څلور ماشومان له سختۍ ګرمۍ سره مخ دي»

۱۴۰۲ مرداد ۱۶, دوشنبه

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د اقلیمي بدلون پایله کې د سویلي اسیا هېوادونو کې درې پر څلورمه برخه کوچنیان له خطرناکې تودوخې سره مخ دي.

Indien Hitzewelle
انځور: AMIT DAVE/REUTERS

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي دي چې په سویلي اسیا کې شاوخوا ۴۶۰ میلیونه ماشومان، چې د ماشومانو ۷۶ سلنه کيږي، د اقلیم بدلون له امله له سختې ګرمۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سیمه‌ ایز مشر سنجی ویجیسکرا ویلي، په داسې حال کې چې نړۍ د ګرمۍ د شدت له امله خوټېدلو ته نیږدې ده، شمېرې ښيي چې په سویلي اسیا کې د میلیونونه کوچنیانو ژوند د ګرمۍ د زیاتېدونکیو څپو او د تودښت لوړې درجې له امله ګواښل کېږي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان، بنګله‌دېش، هندوستان، مالدیف او پاکستان کې د اقلیمي اغېزو له امله «د خطر په لوړه کچه» کې دي. دغه بنسټ په هر کال کې ۸۳ ورځې اټکلوي، چې په دې ورځو کې د ګرمۍ شدت تر ۳۵ سانټي ګراډ درجو ته رسېږي.

په روان کال کې د ګرمۍ څپې آن د دې لامل شوې، چې ځينې هېوادونو رخصتۍ اعلان کړې او ایران خو آن په اونۍ کې دوه ورځې رخصتۍ اعلان کړي ده.

د ځمکې کرې ۱/۲ سانتي ګراد درجې ګرمي  ۱۸۰۰ میلادي کال په وروستیو کې د فوسیلي توکو د سونګ له امله ده، چې د ګرمۍ څپې پکې ډېري ګرمې، اوږدې او ډېرې دوراني کړي او همداراز د نورو اقلیمي شرایطو لکه سیلاب او توپان د زیاتوالي لامل هم کېږي.

د سږکال جولای میاشت په ټوله نړۍ کې د کال د تر ټولو ګرمې میاشتې په توګه ثبت شوه، چې د سختې ګرمۍ له امله یې د اروپا په ځينو برخو، اسیا او شمالي امریکا کې میلیونونه کسان اغېزمن کړل.

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو د ګرمۍ له امله د ماشومانو د اغېزمنېدو خبرداری ورکړی؛ اروپا هم د اقلیمي بدلون له پایلو په امان نه ده پاتې شوې، لکه څرنګه چې د څېړونکیو موندنو ښودلې، په اروپا کې د ګرمۍ له امله ۶۱ زره کسان مړه شوي دي.

ساینس پوهانو ویلي دي چې نړۍ باید د تودوخې او د ګلخانه‌یي ګازونو د خپرېدو پایلو سره تطابق ولري او په راتلونکي کې د لا خرابۍ د مخنیوي له پاره باید په دې لسیزه کې د کاربن ډای اکسایډ اخراج د پام وړ راکم شي.

OD/HS/pa (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل