1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهجنوبي کوریا

سویلي کوریا د سپي د غوښې پر تولید او پلور بندیز وضع کوي

۱۴۰۲ دی ۱۹, سه‌شنبه

د سویلي کوریا پارلمان د سه شنبې په ورځ د سپي د غوښې تولید او پلور باندې یو مهم بندیز تصویب کړ. په دغه هیواد کې د څارویو د حقونو او د هیواد د بدنامۍ له کبله د سویلي کوریا پارلمان دغې پریکړې ته اړ کړل شوی دی.

Hundefleisch Restaurant in Südkorea
انځور: picture-alliance/AP Photo

په جنوبي کوریا کې یو شمیر بزګران او د سپي د غوښو کاروباریان بیا د دې پریکړي پر وړاندې غواړي لاریونونه وکړي. دوی وایې پلان لري اساسي قانون وننګوي او مظاهرې وکړي، مانا دا چې د سپي د غوښې پر تولید بندیز په اړه به پراخ بحثونه دوام ولري. 
د جنوبي کوریا د نوي قانون له مخې چې د پارلمان له لوري تصویب شوی تر ۲۰۲۷ م کال وروسته به دغه بندیز عملي کوي. په نوي قانون کې د انسانانو د استفادې له پاره د سپیانو ذبح کول، نسل ګیري او خرڅلاو غیر قانوني ګرځول شوي دي او د سرغړونې په صورت کې له دوه څخه تر ۳ کلنو جزا هم ورته ټاکل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې په دغه هیواد کې بیا د سپي د غوښې د خوړلو له پاره هیڅ ډول جزا نه ورکول کیږي.

په کوریا ټاپو وزمه کې د پیړیو راهیسې د سپیانو غوښې د خوراک له پاره کارول کیږي. په سویلي کوریا کې د سپي د غوښې پلور او پیر نه په ښکاره ډول منع دی او نه قانوني شوی.

وروستي سروې ښیي چې د سویلي کوریا له نیمایي څخه ډیر خلک غواړي د سپي غوښه منع کړي او اکثریت یې نور نه خوري. مګر په هرو دریو سویلي کوریا کې یو یې لا هم د بندیز سره مخالفت کوي، که څه هم دوی د سپي غوښه نه مصرفوي.

د جنوبي کوریا پارلمان دغه لایحه د صفر  پر وړاندې د ۲۰۸ رایو په ترلاسه کولو سره تصویب کړه چې لومړۍ به د کابینې د شورا لخوا تایید او بیا به د ولسمشر یون سوک یول لخوا لاسلیک شي او بیا به په قانون بدل شي. د دې کار دلیل دا ښوول شوی دی چې  د جنوبي کوریا حکومت په خپله هم د دغه بندیز ملاتړی دی. 

په نوي قانون کې د سپیانو د غوښې د بندیز په هکله راغلي: »موخه یې د حیواناتو د حقونو د ارزښتونو په درک کولو کې مرسته ده، کوم چې د ژوند درناوی او د انسانانو او حیواناتو ترمنځ ګډ ژوند تضمینوي.«

دا قانون به د سپيانو کاروباریانو او په دې صنعت کې نورو ښکیلو اړخونو ته مالي مرستې هم کوي څو وکولی شي خپله سوداګري یو بل لور او بل سکتور ته ولیږدوي.

کروندګر د قانون په تصویب خپه دي

سون وان هاک، یو کروندګر او د کروندګرو د اتحادیې پخوانی مشر دی چې د پارلمان له دې پریکړې خوښ نه دی. هغه وویل: »دا د دولتي تاوتریخوالي یوه ښکاره قضیه ده ځکه چې دوی زموږ هغه خپلواکي تر پښو لاندې کوي، چې قانون موږ ته د کسب او کار په برخه کې راکړې ده. موږ نشو کولی چوپه خوله پاتې شو.«

سون زیاتوي چې د سپي د غوښې کاروباریان به د کوریا د اساسي قانون محکمې ته عریضه وړاندې کړي او مظاهرې به وکړي. هغه وویل چې کروندګر او کاروباریان به د چهارشنبې په ورځ د نورو ګامونو په اړه به خبرې او بحثونه هم وکړي.
د سویلي کوریا د سپي د غوښې صنعت په اړه هیڅ معتبر رسمي معلومات شتون نلري، خو فعالان او د سپیانو د غوښې کاروباریانو وايي چې هر کال سلګونه زره سپي په دغه هیواد کې د انسانانو د غوښې له پاره حلالېږي. 

ایا په هند کې کروندې د وريژو د کرکيلې پاره ډېرې وچي دي؟

03:51

This browser does not support the video element.

د سپي د غوښې ضد کمپاین د جنوبي کوریا د لومړۍ میرمنې کیم کیون هی ملاتړ هم له ځانه سره لري چې له همدې له امله هغه د کروندګرو لخوا د لاریونونو په جریان کې د سختو نیوکو او سپکاوي موضوع ګرځیدلې ده.
شنونکې وایې، دا لا نده واضح چې د دغه قانون د پلې کیدو وروسته به د سپي د غوښې کاروباریان او اړونده صنعتي شرکتونه به څه ډول عکس العمل وښیې. د سویلي کوریا ۵۸ کلن اوسیدونکی کیم میونګ وایې: »سپي له غواګانو، چرګانو او خنزیر سره توپیر لري.« هغه زیاتوي »تاسو ولې اوس هم باید سپي وخورئ په داسې حال کې چې سپي اوس د خوړو په پرتله د کورنۍ د غړي په څیر نه د خوراکي غوښې په توګه ورته لیدل کیږي؟«

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب