سویډن د ترمپ له"گواښه ډکو الفاظو" باندې انتقاد وکړ
۱۴۰۴ دی ۲۲, دوشنبه
د سویډن صدراعظم، اولف کریسترسون د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د جنورۍ ۱۱ مه) وویل چې هیواد یې په شدت سره د گرینلنډ او ډنمارک په وړاندې د دونالډ ترمپ پر " گواښوونکو الفاظو" انتقاد کوي.
کریسترسون په خپله وینا کې زیاته کړې ده چې پر قانون ولاړ نړیوال نظم له هر وخت څخه زیات له گواښ سره مخامخ دی.
اړونده موضوع: ترمپ د گرینلنډ له رانیولو سره علاقه تایید کړه
هغه د سویډن په شمال کې په یوه کلني امنیتي کنفرانس کې ویلي دي: "موږ د هغه څه په اړه چې امریکا متحده ایالات یې په وینزویلا کې کوي او ترسره کړي یې دي، د نړیوال قانون په اړه، او شاید تر دې هم ډیر، د گرینلینډ او ډنمارک په وړاندې پر بیان سوو الفاظو سخت انتقاد کوو."
د نوموړي په خبره، "د امریکا متحده ایالات باید له ډنمارک څخه مننه وکړي چې د کلونو په ترڅ کې یو وفاداره متحده پاته سوی دی."
اړونده موضوع: شولڅ ترمپ ته: د ګرينلند الحاق او د پولو تغیر په زور سره امکان نلري
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د جمعې په ورځ وویل چې دامریکا متحده ایالات باید گرینلنډ په خپل اختیار کې ولريتر څو په راتلونکي کې د روسیې یا چین له خوا له اشغال څخه مخنیوی وکړي.
ترمپ په وار وار سره ټینگار کړی چې گرینلنډ ته نیژدې روسۍ او چینايي بیړۍ فعالیت کوي؛ هغه څه چې د اروپا د شمال هیوادونو رد کړي دي.