د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، پولیس وايي حمله کوونکی وروسته له هغې د دوی په ډزو ووژل شو، چې د سيدني ښار په مشهور سوداګریز مرکز، ویستفیلډ بندي جکشن، کې له ۹ کسانو سره ښکيل شو.
عاجلې برخې د پولیسو ته د حملې په هکله لومړنی رپوټ په ځايي وخت له ۴ بجو لږ مخکې ورکړی وو. د نیو ساوت والیس په نوم د امبولانس شبکې یو ویاند وويل چې د یو ماشوم په ګډون اته کسان روغتون ته انتقال شوي دي.
پولیس وايي د پېښې په ځای کې د ښځو او ماشومانو په ګډون خلک سخت وېرېدلي ول او په سلونو خلکو تېښتې کولې.
رپوټونه وايي د چړې حمله د استرالیا د سيدني ښار په مشهور سوداګریز مرکز، ویستفیلډ بندي کې شوې دهانځور: Steven Saphore/AP Photo/picture alliance د رېز کلمیناریس په نوم ېوې عينې شاهدې چې له شل تنو نورو سره ېې ځان د هارډویر وسایلو په يو دوکان کې پټ کړی وو، رويټرز ته وویل چې هغې يو د غېږې ماشوم وليده چې په چړې ټپي شوی وو او امبولانس ته پورته کړل شو. نوموړې زیاته کړه چې د ماشوم «مور ویرېدلې وه، خپه وه او یوازې ېې هڅه کوله چې ماشوم آرام وساتي.»
رپوټ زیاتوي پولیسو داسې نښې نښاني چې د حمله کونکي د حملې انګيزه وښيي، نه دي ښودلي.
استراليا د نړۍ د ټوپک او چړې تر ټولو سخت قوانین لري او د شنبې ورځې په څېر پېښه پکې په نادراتو کې راځي.
د استرالیا صدراعظم انتوني البانیس د پېښې په هکله خفګان ښودلی او له پولیسو یې مننه کړې. هغه پر اکس شبکه ليکلي: «زموږ زړونه د ټپیانو له پاره سوځي، موږ له هغو کسانو چې هغوی ېې انتقال کړي او همدارنګه له خپلو زړورو پولیسو چې په موقع ېې اجرات کړي، مننه کوو.»
(Reuters)mks/aa
له آرشیف څخه:
استراليا: په تیرو سلو کلونو کې تر ټولو خطرناک سيلابونه
په استرالیا کې داسې سيلابونه راغلي چې په تیرو سلونو کلونو کې يې ساری نه وو ليدل شوی. په ځينو سیمو کې کورنه نیمايي په اوبو کې ډوب شوي او سړکونه ورک دي. انځورنه يې وګورئ! انځور: Alex McNaught/REUTERS د استرالیا په ختيځ کې پروت، نوي سويلي ويلز ایالت کې د ډيرو ورښتونو رپوټونه ورکول کيږي. د دغه ایالت صدراعظمې، ګلديس برجیکلیان ويلي دي چې په سیمه کې يې په تیرو سلو کلونو کې داسې سيلابونه نه ول راغلي.
انځور: Saeed Khan/AFP/Getty Images امن سیمو ته د خلکو انتقال استرالیايي چارواکو رسنیو ته ويلي دي چې د دوشنبې ورځې له سهاره يې له سیلابه اغیزمنو سیمو څخه د خلکو د ايستلو عملیات پيل کړي چې تر اوسه پورې يې ۱۸ زره کسان امن ځایونو ته انتقال کړي دي.
انځور: Loren Elliott/REUTERS چارواکو د یاد ایالت ۱۷ سيمې د ځپل شوو سیمو په توګه يادې کړي دي. په دغو سیمو کې تر ۲۰۰ زيات ښوونځي تړل شوي او په زرونو اوسیدونکي يې امن سیمو ته لیږدول شوي دي.
انځور: Darren Pateman/AAP/dpa/picture alliance د يکشنبې په ورځ سيدني ښار ته څيرمه په دغه سیمه کې ځايي خلک د سيلاب نندارې ته رواتلي چې یو سړک يې لاندې کړی. چارواکو ويلي دي چې د دغه ښار په ځينو سیمو کې ډېر بارانونه شوي دي.
انځور: Loren Elliott/REUTERS د کرونا ويروس د واکسيناسیون پروسه د استراليا روغتيايي چارواکي وايي چې په سیدني او شاوخوا سیمو کې د شدیدو سيلابونو له کبله د کرونا واکسيناسیون پروګرام هم نه دی عملی شوی. په استرالیا کې همدا نن دوشنبه د مارچ ۲۲مه د کرونا ويروس ضد واکسیناسیون پروسې لومړنی پړاو پيليدونکی وو.
انځور: Alex McNaught/REUTERS د استرالیا د هوا پيژندې ادارې د هوا حالات د «انديښنې وړ» ښودلي، خو وايي چې د اوونۍ تر پايه به هوا بيرته ښه شي. تر اوسه د سیلابونو او ورښتونو له کبله د ځاني تلفاتو خبره نه ده شوې.
انځور: Mark Baker/AP Photo/picture alliance استرالیايي چارواکو «د ژوندانه د بالقوه ګواښ» څخه خبرداری ورکړی. چارواکي وايي چې د خلکو له خوا يې د مرستې په زرونو تيلفوني تماسونه ترلاسه کړي دي.
انځور: Alex McNaught/REUTERS په نوي سويلي ويلز ايالت کې ډېر سړکونه اوبو لاندې کړي. په ځينو برخو کې يوازې لوي موټرونه کولای شي تګ راتګ وکړي.
انځور: Mark Baker/AP Photo/picture alliance پارکونه هم اوبو لاندې کړي د سيدنې ښار شمال ته په ۱۲۰ کيلومترۍ کې دغه تفريحي پارک هم اوبو لاندې کړی دی. ويل شوي چې په دغې سیمه کې تر ۲۰۰ ميلي مترو پورې ورښتونه شوي دي.
انځور: Mark Baker/AP Photo/picture alliance په استرالیا کې اوسني سيلابونه په داسې حال کې راوتلي چې يو کال مخکې د دغه هیواد په ځنګلونو کې ستر اورونه لګیدلي وو چې ډېر وخت يې دوام درولود.
انځور: Alex McNaught/REUTERS