سيرينا وليمز کوارټر فاينل ته ووتله
۱۳۹۰ شهریور ۱۶, چهارشنبهپه کوارټر فاینل کې به هغه د ځوان لوبغاړي، انستازیاپالوچینکوا سره لوبه وکړي.
۲۹ کلنه ولیمز د یو کال راهیسي د ځینو عملیاتو او نورو ستونزو له امله په دې نه وه توانیدلې چې ښه وځلیږي. لاکن په دغه لوبه کې ډیره ښه وځلیده او په شپږ دري او شپږ څلور سره یې دغه لوبه وګټله.
د لوبي تر ختمیدو وروسته هغه ویلي چې زما په نظر دا زما لپاره د ډیري خوښۍ خبره ده چې خپل لوبیزه مقام ته بیرته راغلم، ما دوه میاشتي وړاندي داسی فکر هم نه کاوه چې ګني زه به دې ځایې ته را ورسیږم.
هغې زیاته کړې چې زما لپاره هر لوبه د یوې ډالۍ په توګه ده. او دا ټول حیرانوونکي دي.
د بل پلوه د ټینس د نارینو په لوبو کې د لمړي مقام لرونکي، نوواک جوکووچ، هم د دوشنبي په ورځ د ټینس د لوبو په کتار کې د ۲۲ مقام لرونکي، الیکسندر ډولګوپولوف، ته په اوه شپږ او ۶ دوه سره په ماتي ورکولو هم کوارټر فاینل ته لار موندلي.
اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل