1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيل په نړۍ کي هره ورځ تر ۳۴۰۰ اضافه کسانو ژوند اخلي

۱۴۰۴ فروردین ۴, دوشنبه

سيل یا نری رنځ په نړۍ کي اوس هم یوه تر ټولو مرگونې عفوني ناروغي ده چي هر کال د څه د پاسه یو میلیون انسانانو ژوند اخلي. په افغانستان کي هم تیرکال په دغې ناورغۍ د څه د پاسه ۵۰ زرو کسانو د اخته کیدو په هکله رپوټ ورکړل سو.

سيل د روغتیا نړیوال سازمان د منځني ختیځ په سیمه کي د یوې جدي اندیښنې په توگه پاته سوی دی.
سيل په نړۍ کي هره ورځ تر ۳۴۰۰ اضافه کسانو ژوند اخليانځور: Silas Stein/dpa/picture alliance

د توبرکلوز نړیواله ورځ هرکال د مارچ پر ۲۴ لمانځل کیږي، تر څو د دغې مرگونې ناروغۍ په هکله پوهاوی ورکول سي.

د روغتیا نړیوال سازمان سږنی کمپاین د  "هو! موږ کولای سو سيل یا نري رنځ پای ته ورسوو: ژمنه ، پانگونه او عمل "پر لاره اچول سوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د سيل یا نري رنځ د ناروغۍ دوامداره گواښ ته په اشارې سره خبرداری ورکړی دی چي هر کال په نړۍ کي شاوخوا ۱۰ میلیونه کسان په دغې ناورغۍ اخته کیږي.

اړوند:ډبليو اچ او: تېرکال تر ۸ ميلیونه ډېر کسان په نري رنځ اخته شوي دي

د نوموړي سازمان شمیرې ښيي چي په ۲۰۲۳م کال کي په نړۍ کي ۱۰،۸ میلیونه کسان په توبرکلوز اخته سوي او ۱،۲۵ میلیونو کسانو په دغه ناروغۍ باندي د اخته کیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملگرو ملتو ددغې ادارې معلومات ښيي چي د سيل په وړاندي د مبارزې برنامې بریالۍ وې او ددغو هڅو په نتیجه کي له ۲۰۰۰م کال راهیسي  ۷۹ میلیونه کسان د توبرکلوز له امله مړینې څخه ژغورل سوي دي.

د ملگرو ملتو موندنې ښيي چي د نړۍ په کچه هره ورځ تقریباً ۳۰ زره کسان په سيل یا نري رنځ اخته کیږي او شاوخوا ۳۴۲۵ کسان بیا په دغي ناروغۍ د اخته کیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په افغانستان کي په توبرکلوز باندي په لسونو زره اخته کسان

سيل د روغتیا نړیوال سازمان د منځني ختیځ په سیمه کي د یوې جدي اندیښنې په توگه پاته سوی دی. د روغتیا نړیوال سازمان په جغرافیايي تقسیماتو کي په دغه څانگه کي د افغانستان په گډون ۲۲ هیوادونه او سیمې شاملې دي.

په دغه سازمان کي د مدیترانې د ختیځ سیمې رئیس، ډاکتر حنان بلخي ویلي دي چي په دغه سیمه کي په هرو ۳۴ ثانیو کي یو کس په سل یا نري رنځ اخته کیږي او په هرو شپږو دقیقو کي یو کس خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د نوموړي سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کي په ۲۰۲۴م کال کي په نري رنځ باندي د څه د پاسه ۵۰ زرو کسانو د اخته کیدو په هکله رپوټ ورکول سوی دی، دا په داسي حال کي ده چي په ټول افغانستان کي د توبرکلوز د وړیا درملنې څه د پاسه ۸۷۵ مرکزونه موجود دي.

اړوند:په افغانستان کې د نري رنځ شاوخوا ۸۰ زره پېښې ثبت شوي

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کي د دغې ناروغۍ د قربانیانو د شمیر په هکله احصایې نه دي خپرې کړي.

په افغانستان کي د روغتیا نړیوال سازمان  استازي، ادوین سنیزا سالوادور ویلي دي چي دغه سازمان په افغانستان کي له سيل یا نري رنځ سره په مبارزه کي د لازم تخنیکي او فني ملاتړ د برابرولو له پاره ژمن دی.

نوموړي له توبرکلوز سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره سم ټینگار کړی دی: «موږ له خپلو شریکانو سره د گډ کار له لارې هڅه کوو، ترڅو هر هغه کس، هرې کورنۍ او هرې هغې ټولنې ته چي له دغې مرگونې ناروغۍ څخه اغیزمن سوي، لاس رسی پیدا کړو.»

دروغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چي حکومتونه دي په روغتیايي سیستمونو کي پانگونه وکړي او په تیره بیا کلیوالو سیمو کي له نري رنځ سره د مبارزې خدمات لا پسې ښه کړي.

نوموړي سازمان همدارنگه پر زیان منونکو ډلو باندي د تمرکز پر لرلو، د مخنیوي، عفونت د کنټرول، تشخیص، درملنې، او رواني  او تغذیوي ملاتړ پر اهمیت هم ټینگار کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل