1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيپري: د استفادې وړ اتومي وسلې نورې هم ډېرې شوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۲, دوشنبه

په ستاکهولم کې د سولې نړيوال څېړنیز انستيتويت «سيپري» د بشریت په تاریخ کې له یوې خطرناکې دورې څخه خبره کوي. د دغه انستيتويت موندنې ښيي چې په ټوله نړۍ کې د استعمالیدونکو اټومي وسلو شمیر مخ په زیاتیدو دی.

Russland, Plesetsk  | Interkontinentalrakete des Typs Yars während einer Atomübung (2022)
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance

د نړیوالو اټومي سرګلولو زیرمې کومه ستونزه نه ده. د هغوی شمیر تیر کال هم راکم سوی دی، یعنی د اټکل له مخی له ۱۲ زره ۵۱۲ څخه څه ناڅه ۲۰۰ راکمي سوی دي. هغه څه چي د سولې د انستیتوت، سیپري کارپوهان اندیښمن کوي هغه د استعمال وړ اټومي وسلې دي. او د هغوی شمیرد ۲۰۲۲ کال له پیل څخه بیا د ۲۰۲۳ م کال تر پیل پوري د اول وار له پاره یو ځل بیا پورته سوی دی، یعنی د اټکلونو له مخې پر ۹۵۷۶ نوري ۸۶ وراضافه سوي دي.

پوتین: په بلاروس کې به اتومي وسلې په جولای میاشت کې نصبې شي

سیپري په خپلو پلټنو کې د استعمالیدونکې موجوده ذخیرې او مجموعي وسلو ترمنځ توپیر رامنځته کړی دی. په دوهم ډول کی یې پخوانۍ اټومي وسلې او هم داسي وسلې شاملیږي چې د تخریب له پاره په نظر کې نیول سوي دي.  

دا یو بدلون دی

د سیپري مدیر دان سمیت وایي چې د وسلو ذخيره «استعمالیدونکي اټومي سرګلولې په ګوته کوي، چی شمیر یې په اسانی سره لوړیدلای سي».

د هغه په خبره: «موږ په نړیواله سطحه د اټومي وسلو د شمیر راکمولو د اوږدې دورې پایته رسیدو ته د نیژدې کیدو په حال کې یو او یا هم ور نیژدې سوي یو.»

روسېې د «نه کنټرول وړ» پوځي سيالۍ خبرداری ورکړی

دا یو بدلون دی، چې اتفاقاً د اوکراین پر وړاندي د روسیې له جګړې سره برابر سوی دی. د سیپری مدیر په ستاکهولم کې دې خبري ته اشاره کوي چې د فهرست لوړوالی نه سي کیدای د اروپا په منځ کې له جګړې سره توضیح سي. دا ډیر وخت غواړي چې نوي سرگلولې جوړي سي. علاوه پردې هغه هیوادونه چې لوړه ذخیره لري، مستقیماً له جګړې څخه نه دي اغیزمن سوي.

د مثال په ډول چین

د اوسني لوړوالی ډیره برخه چین ته متوجه ده، چې د اتومي سرګلولو ذخیره یې له ۳۵۰ څخه ۴۱۰ ته لوړه سوی دی. پیکنګ په دا وروستیو کې په خپله پوځي برخه کې ډیره پانګونه وکړه. د سیپری مدیر سمیت وایی: «هغه څه چې موږ وینو، چین د نړیوال قدرت جوړیدو په حال کې دی، دا زموږ د وخت یو حقیقت دی».

د چین له خوا د دانگ فینگ-۴۱ ډوله جوړ سوي راکټونه انځور: Zhang Haofu/Xinhua/picture alliance

هند، پاکستان، شمالي کوریا او تر لږې اندازې پوري روسيې هم خپله ذخیره پراخه کړې ده، نورو هیوادو بیا خپل شمیر همداسي ساتلی دی. روسیه او امریکا متحده ایالات په نړیواله کچه بیا هم د پخوا په شان د اټومي وسلو ۹۰ سلنه په اختیار کې لري.

د روسیې او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د يخبندان دوره

سربیره پردې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسي، د اټومی وسلو د کنترول او بې وسلو کیدو په هکله ډیپلوماټیکی هڅې هم زيانمنې سوي دي. په دې ډول واشنګټن له مسکو سره د «ثبات دوه اړخیزه ستراتيژيکې خبري اتري» په ټپه دریدلي دي. او روسیې د فبرورۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې په ۲۰۱۰ کې د نیوستارت په نوم د اټومي وسلو په هکله تصویب سوی تړون ختموي، د سیپری په حواله دا « وروستی پاته تړون» وو چې د امریکا متحده ایالاتو او روسیې ستراتیژیکی اټومی وسلې یې محدودولې.

شمالي کوریا: امریکا جنوبي کوریا اټومي جنګ ته ټیل وهي

د سویډن د سولې د انستیتوت کارپوهانو څرګنده کړې ده چې علاوه پردې د اوکراین د جګړې له امله په شفافیت کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی. همدارنګه د بریتانیا حکومت هم په ۲۰۲۲ م کال کې د اټومی وسلو په هکله خپلې شمیرې په عام ډول نه دي څرګندی کړي.

د سیپري مدیر، سمیت غوښتنه کوي چې اټومي ډیپلوماسي دي بیرته رامنځته او د اټومي وسلو نړیوال کنترول دي بیرته پیاوړی سي. هغه وویل: «موږ د بشریت په تاریخ کې له یوې خطرناکې دورې څخه د تیریدو په حال کې یو».

GP/BS/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب