1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيپري: پوځي لګښتونه په نړيواله سطحه لوړ شوي دي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۴, دوشنبه

دا وخت د نړۍ په سطحه هیوادونو د خپلو پوځونو لګښتونه د ريکارډ کچې ته لوړ کړي دي. د ستاکهولم د سولې نړېوال څېړنيز انستيتوت (SIPRI) د اوکراین جګړه، انفلاسیون او د چين د نفوذ د کمولو د امریکا هڅې د دې مهم فکتورنه ښودلي دي.

د آرشیف انځو- په اتلانتیک سمندر کې د امریکا سمندري ځواکونو کښتۍ
د آرشیف انځو- په اتلانتیک سمندر کې د امریکا سمندري ځواکونو کښتۍانځور: Ruben Reed/U.S. Navy/ZUMAPRESS/picture alliance

د ستاکهولم د سولې څيړنېز انستيتوت یا سيپرې په خپل يو تازه رپوټ کې چې د دوشنبې په ورځ (د اپریل ۲۴مه) خپور شوی، ويلي دي چې د اروپا په لویه وچه کې د پوځي لګښتونو لوړېدو ته په کتو، د ۲۰۲۲م شمیرې د دې ښکارندوي کوي چې په نړۍ کې پوځي لګښتونو خپل نوی ریکارد ثبت کړی دی.

د یاد انستيتوت یوه څيړونکي او د دغه رپوټ لیکوال، نان تینا، دویچه ویله ته وويل: «پرته له چې دې د اقتصاد ښه والی یا خراب ولی مد نظر ونیول شي، پوځونه د هر تېر کال په تېريدو یا حتی په تاريخ کې لا ډېرې اقتصادې منابعې [پر ځان] مصرفوي.»  

ورته نور ولولئ: سیپري: آلمان خپل پوځي لګښتونه ډیر لوړ کړي دي

پر اوکراین باندې د روسېې پوځې حمله سبب شوې ده چې په اروپا کې پوځي لګښتونو دومره اندازې ته لوړ شي چې د سړې جګړې راهیسې ېې ساری نه دی لیدل شوی.

څيړونکو د ۲۰۲۲م کال له پاره په ټوله نړۍ کې د پوځي لګښتونو د ۳ اعشاره ۷ سلنې ريکارډ ثبت کړی دی. دا د بل هر وخت په پرتله د پوځي لګښتونو تر ټولو لوړ مقدار دی په داسې حال کې چې تر دې مخکې هم له څو کلونو راهیسې د پوځونو مصارف په پر له پسې توګه د لوړيدا په حال کې پاتې شوي دي.

ورته نور ولولئ: آلمان د امريکا پر پوځي اډو په ميليونو يورو مصرفوي

د دغه رپوټ پر اساس، تېرکال ۲،۴ تريليونه ډالر يعنې د نړيوال ناخالصو تولیداتو ۲،۲ سلنه برخه پر پوځي مقاصدو لګېدلې ده.

نان تیان، د فرانسې خبري آژانس سره هم خبرې کړي دي. هغه وايي چې د اوکراین جګړې څخه علاوه کومه چې «په اروپايي ملکونو کې د پوځي لګښتونو د لوړېدو سبب شوې ده» د آسیا په ختيخ کې نا حل شوې شخړې د پوځي لګښتونو د لوړیدو بل دلیل دی چې سبب شوی په ۲۰۲۲م کال کې نړیوال پوځي لګښت د یو کال مخکې په پرتله ۳،۷ سلنه لوړ شي.

ورته نور ولولئ: د امریکا پوشځي بوديجه لس برابره له روسیي زیاته ده

د دغه انستيتوت د رپوټ پر اساس، اروپايي هيوادونو تېرکال د اوکراین جګړې تر پيل وروسته، د خپلو پوځي تسلیحاتو مصارف له جګړې د یو کال مخکې په پرتله ۱۳ سلنه لوړ کړل چې دا د تېرو ۳۰ کلونو په جریان کې تر ټولو لوړ لګښت دی. د لس کاله مخکې یعنې د ۲۰۱۳م کال په پرتله اوس د اروپايي هیوادونو پوځي لګښت ۳۸ سلنه لوړ شوی دی.

که څه هم د نړۍ هیوادنو په تېرو لسو کلونو کې خپلې پوځې بودجې لوړې کړي، لکه چین (۶۳ سلنه)، هندوستان (۴۷ سلنه) او اسرائيل (۲۶ سلنه) خو پر دې سربیره هم په دغو ټولو هیوادونو کې د تسلیحاتي لګښتونو مقدار له ټولو اقتصادي تولیداتو څخه لږ شوی دی.

ورته نور ولولئ: آلمان د ۵۰۰ میلیون یورو په ارزښت نوي وسلې اوکراین ته استوي

د پوځي لګښتونو د لوړيدو یو بل کلیدي عامل، بې ساری تورم دی. څرنګه چې د تورم يا انفلاسيون په دلیل په نړۍ کې د خوراکي موادو بېې لوړې شوي، د تېرو کلونو په پرتله د ېوې جنګي جیت الوتکې بیه هم لوړه شوې ده. د سيپرې د رپوټ پر اساس، په اوسني وخت کې نه یوازې دا چې هیوادونه تر څنګ د دې چې د خپلو پوځي تسلیحاتو په آپدیت یا عصری کولو مصرف کوي، هغه ته پراختیا هم ورکوي چې له پاره ېې باید لا ډير مصرف وشي.

ورته نور ولولئ: د آلمان د پوځي بودجې نوی ريکارډ

د دفاعي بوديجې لوړول او اوکراین سره پوځي مرستې هم رول لري. په آلمان کې د «کيل نړیوالې اقتصادي» موسسې د څيړنو پر اساس، یوازې امریکا اوکراین سره د ۴۷ میليارډ ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کړي دي. د رسمي ارقامو پر اساس، امریکا تېر کال ټولټال ۸۷۷ میليارډه ډالر پر پوځي تسليحاتو لګولي چې ۳۹ سلنه ېې نړېوالې دي.

تر امریکا وروستته چېن دی. که څه هم د دغو دواړو هیوادونو تر منځ توپېر ډير دی خو بیا هم چين تېر کال ۲۹۲ ميلیونه ډالر پر دفاعي چارو لګولي دي. دا او دې ته ورته نور، ټول، هغه موارد دي چې د نړیوال پوځي مصرف په لوړيدو کې رغنده رول لري.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم هم کتلۍ شئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل