1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيګار: په افغانستان کې د بريدونو ګراف لوړ شوی دی

۱۳۹۸ بهمن ۱۱, جمعه

یوه امریکايي څارونکي د جمعې په ورځ وويل چې د ۲۰۱۹م کال په ورستيو درو مياشتو کې په افغانستان کې د جګړې ګراف ډير لوړ شوی دی. که څه هم په کابل کې وضعيت نسبي آرام وو، خو په ولايتونو کې جګړې پر خپل حال ادامه لري.

Afghanistan Kandahar Taliban Anschlag
انځور: picture-alliance/AP Photo

سربيره پر دې چې د ۲۰۱۹م کال په وروستيو درو مياشتو کې په افغانستان کې جګړو ډير زور اخیستی، خو له کابل څخه د فرانسې خبري آژانس ليکلي دي چې په تيرو څه باندې دوو مياشتو کې په پلازمينه او نورو ښاري سيمو کې په پر له پسې داسې لوې بمي بريدونه چې ډير تلفات ولري، نه دي شوي. خو د ورځنيو رپوټونو له مخې جګړه د افغانستان په ولایتونو کې پر خپل حال ادامه لري.

د افغانستان د بیارغونې له پاره د امريکا متحده ايالاتو د څار اداره يا (SIGAR) وايي چې د ۲۰۱۹م کال په وروستيو درو میاشتو کې د «دښمن له خوا ترسره شوو حملو» زور اخیستی وو چې په دغه موده کې ټولټال ۸۲۰۴ حملې شوي وې په داسې حال کې چې ۲۰۱۸م کال په همدې موده کې ۶۹۷۴ حملې شوې وې.

په سپتمر مياشت کې چې د ولسمشرۍ له پاره ټاکني ترسره شوې، په افغانستان کې له ۲۰۱۰م کال راوروسته تر ټولو خونړۍ او له تلفاتو ډکه مياشت وه.

سيګار زياتوي چې په افغانستان کې د حملو ګراف په داسې وخت کې لوړ شوی دی چې د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات هم ادامه لري.

د امريکا او طالبانو تر منځ مذاکرات، د تيرکال په سپتمبر کې د متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا په موقتي ډول ودرول شول، چې د روان کال په لومړيو کې بيا له سره پيل شوي دي.

سيګار د افغانستان په اړه د امريکا کانګرس ته په خپل درې مياشتني رپوټ کې ويلي دي چې «د ۲۰۱۹م کال په وروستيو شپږو مياشتو کې په حملو کې ډيروالی راغلی، په دغه موده کې د دښمن له خوا حملو کې په عمومي ډول ۶سلنه او په موثر حملو کې ۴ سلنه ډيروالی راغلی دی چې دا د ۲۰۱۸م کال په پرتله د حملو تر ټولو لوړ ګراف دی.«

د سيګار په رپوټ کې د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو نسبي لوړيدا ته هم شاره شوېانځور: picture-alliance/AP/R. Gul

په عين وخت کې د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون هم په افغانستان کې خپل جنګي ماشين چټک کړی دی. د امريکا د هوايي ځواکونو په حواله، دغو ځواکونو په ۲۰۱۹م کال کې د لږ تر لږه يوې لسيزې په پرتله تر ټولو ډير بمونه غورځولي دي.

واشنګتن او طالبان په دې هڅه کې دي تر څو د روانو مذاکراتو په نتیجه کې د افغانستان جګړې ته پای او په دغه هيواد کې د امن د تامين پرسر يوه ممکن توافق ته ورسيږي.

امريکا متحده ايالات له مياشتو راهیسې له طالبانو غواړي چې تاوتريخوالی لږ کړي، په وروستيو ورځو کې دواړو لورو پر دغې مسئله خبرې هم درلودلي دي، خو افغان حکومت بيا پر امریکا د يوه دايمې اوربند پر رامنځ ته کيدو ټينګار کوي.

سيګار په خپل دغه رپوټ کې د افغان امنيتي ځواکونو نسبي تلفاتو ته هم اشاره کړې ده چې دغو ځواکونو په تيرو پنځو کلونو کې زغملي دي.

      wat/ds/jah/mks/nz

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل