1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

سي آی اې: د اوکراین په جګړه کې ۱۵ زره روسي عسکر وژل شوي

۱۴۰۱ تیر ۳۰, پنجشنبه

د امریکا استخباراتي اداره، سي آی اې، اټکل کوي چې د اوکراین په جګړه کې تر اوسه شاوخوا ۱۵ زره روسي عسکر وژل شوي دي. مسکو هغه رپوټونه رد کړل چې د پوتین روغتیايي وضعیت ښه نه دی او اوکراین وايي په خارکیف کې ملکیان وژل شوي.

Ukraine | Kämpfe in Mariupol
انځور: Maximilian Clarke/SOPA Images via ZUMA Press/picture alliance

د آلمان خبري آژانس په حواله د امریکا استخباراتي اداره، سي آی اې، اټکل کوي چې له هغه وخته چې روسېې پر اوکراين پوځي یرغل پيل کړی، تر اوسه د روسېې شاوخوا ۱۵ زره عسکر په جګړه کې وژل شوي دي. مسکو د روان کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين پوځي یرغل پيل کړ.

د سي آی اې مشر، ویلیام برنس، وايي چې باور کوي له دغه شمير څخه درې برابره ډير روسي عسکر ټپیان شوي هم دي. برنس دغه څرګندونې د چهارشنبې په ماښام د متحده ایالاتو په اسپین ښار کې د یوه امنيتي کنفرانس پر مهال وکړې.

ویليام برنس زیاته کړه چې په دغه جګړه کې اوکراین لوري ته هم تلفات اوښتي دي: «اوکراینیان هم زیانمن شوي دي، خو په احتمال سره یو څه لږ [نسبت روسي لور ته].«

خو روسېې د خپلو ځواکونو د تلفاتو کوم تازه ارقام نه دي خپاره کړي.

برنس زیاته کړه، روسي ځواکونو ته تر ټولو ډير تلفات په ختيځه سیمه دونباس کې اوښتي دي کوم چې لوهانسک او دونيڅک سيمې هم په بر کې نیسي. هغه وويل روسي ځواکونو په ځينو حالاتو کې امن ځایونو ته شاتګ کړی او بیا ېې له هغو ځایونو څخه اوږد واټن ويشتونکو وسلو څخه استفاده کړې تر څو ېې په موثره توګه اوکرايني اهداف له منځه وړي وي.

«پوتين روغ دی»

کريملین د پوتین د ناروغۍ په اړه رپوټونه رد کړل او وايي چې د ولسمشر صحت ښه دی انځور: Sergei Savostyanov/Sputnik/AP/picture alliance

کريلمین د پنجشنبې په ورځ د روسېې د ولسمشر، ولادیمیر پوتين د روغتیايي وضعیت په اړه د غرب هغه ګمانونه رد کړل چې هغه ناروغ دی. کريملین وايي چې د ولسمشر صحت ښه دی.

د رويټرز په حواله، د کریملین ویاند، ديميتري پیسکوف، خبریالانو ته وويل چې په وروستیو میاشتو کې په لويديځ کې د ولسمشر د روغتيايي وضعیت په اړه ځينې ګمانونو او اوازې شوي، خو هغه رپوټونه چې وايي ګواکې ولسمشر ناروغ دی «ناسم او جعلي» دي.

پوتین د چهارشنبې په ورځ د خلکو په منځ کې د ټوخي کولو پر مهال وليدل شو. انترفاکس خبري آژانس بیا د پوتین له قوله ويلي وو چې هغه یوه ورځ مخکې له ایران څخه د کتنې پر مهال خفیف ريزش کړی وو.

۶۹ کلن پوتین په دې اړه داسې ويلي وو: «پرون په ایران کې هوا ډيره ګرمه وه، مثبت ۳۸ درجې، او د هوا وضعیت هلته ډير سخت وو. له همدې کبله زه بښنه غواړم.»

په وروستیو میاشتو کې د پوتین د روغتيايي وضعیت په اړه نړیوالو اروزنو شدت موندلی دی. په دې لړ کې د پوتین د اوږده میز یادونه هم شوې چې هغه ورڅخه د بهرنیو او روسي چارواکو سره د کتنې پر مهال استفاده کړې ده. هغه مهال پوتین د ګرځيدو پر وخت هم استوار نه ښکاريده.

د ځينو نړیوالو رسنیو د رپوټونو پر اساس په امریکا کې د چهارشنبې ورځې په امنیتی فوروم کې د سی آی اې له مشر څخه هم د پوتین د روغتيایي وضعیت په هکله پوښتنه وشوه. ويلیام برنس په تمسخر آمیزه توګه وويل چې هغه »د بشپړې روغتیا څخه برخمن دی.« خو برنس زیاته کړې چې دا د هغه خپله شخصي ارزونه ده نه د سازمان.

انځور: Luhansk region military administration/AP/picture alliance

د یو بل رپوټ پر اساس، مسکو د چهارشنبې په ورځ وويل چې دوی د اوکراین د سولې مذاکراتو په اړه له امریکا متحده ایالاتو سره هيڅ ډول تماس نه دی نیولی. د روسېې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زخاروا د چهارشنبې په ورځ په یوه لنډه وینا کې وويل چې د اوکراین د سولې مذاکراتو په تړاو له متحده ایالاتو سره هيڅ ډول ارتباط شتون نه لري.

ماریا زخاروا همدارنګه پر اوکراین تور ولګاوه چې روانه اوونۍ ېې د زاپوریژيا کې د اتومي انرژۍ پر فابريکه حملې کړي دي. دغه فابریکه اوکراین په سويل کې د مسکو له خوا په قبضه شوې سیمه کې واقع ده. روسي ځواکونه دغه سیمه په مارچ میاشت کې د جګړې په اوایلو کې تصرف کړه. ماریا زخاروف وويل چې اوکراین د جولای پر ۱۸مه او ۲۰ د ډرون په ذریعه پر دغې فابریکې بریدونه کړي دي. د روسېې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پر کیف تور ولګاوه چې نه یوازې پر خپل حریم، بلکې د ټولې اروپا له پاره د «اتومي فاجعې د شرایطو» رامنځ ته کیدو له پاره هڅې کوي.

د اوکراین د پوځي الوتکې د ويشتلو ادعا

په عین وخت کې د روسېې دفاع وزارت ادعا کوي چې د اوکراین يوه پوځي الوتکه ېې په ډزو ويشتلې او راغورځولې ده. د روسېې خبري آژانس تاس په حواله، د روسېې دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وويل چې دوی د اوکراین SU-25 ډوله پوځي الوتکه د دونیتڅک کراماتورسک ښار ته نژدې راغورځولې ده. په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

بل خوا اوکرايني چارواکي وايي چې په خارکیف ښار کې د پنجشنبې په ورځ د روسي ځواکونو په ډزو کې دوه کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. خارکيف د اوکراین په سويل کې پروت ښار دی. د خارکيف والې (Oleh Synehubov) وويل چې په ټپيان کې د څلورو روغتيايي وضعیت نازک دی. مسکو بیا په اوکراین کې په عمدي توګه د ملکيانو د په نښه کولو ادعاوې په پرله پسې توګه رد کړي دي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب