1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپانتا د جرمني څخه وغوښتل چه د خپلوعسکرو دوتلو موده تعين نه کړي

۱۳۸۸ اسفند ۲۸, جمعه

او که چيري دا کار تر سره سي ، نو دا به د خلکو او ترهګرانو د پاره يوغلط پيغام وي ، او سيمه به بيا د بين امللي ترهګرۍ دپاره يو ډاډمن ځای وګرزي

انځور: AP

سپانتا وايې ،« دا به دا مانا ولري چي موږ به هغه لاس ته راوړني ، لکه مسلکي زدکړي ، د مطبوعاتو ازادي ، روغتيايې غمخواري ، د ښځو حقوق او نورټول د لاسه ورکو . »

سپانتا چه په جرمني کي تحصيل کړی ، دلته اوسيدلی ، او په سياسي فعاليتو کي يې فعاله برخه درلوده ، په دقيق ډول په جرمني کښي بحثونه تعقيبوي . دهمدې کبله يې د جرمني د راډيو سره په يوه مرکه کښي د دوو اړخونو په اړه خبرداری ورکی :

لمړی د وخت څخه دمخه د الماني پوځيانو رايستل ،

او دوهم د الماني پوځيانو د رايستلوپر يوه تعين سوي نيټې باندي .

پدې اړه سپنتا وايي. ،

«دا کار به يوغلط پيغام وي ، د دواوړو اړخونو دپاره ، يو اړخ به يې د افغانستان خلک وي ، او خلګ چه دا خبره وګوري چه موږ ډير واپس ځو ، خو شاته مو ستاسي د پاره داسي څه پرې نه ښوول چي تاسي ورڅخه پوره ګټه اخستې وي ، او بل غلط پيغام به د ترهګرانو دپاره وي ، او هغه داچي ، دوه کاله وروسته به ترهګران هر هغه څه چي غواړي ، کوي به يې . »

سپانتا ، د جرمني د خلکو په غمخوارۍ او انديښنو پوهيږي چي پوځيان يي په يوه ليري هيواد کي په خدمت اخته دي . د بله طرفه بايد جرمنيان د ترهګرانو خطر کښته اټکل نکړي . هغه خلک چي په اروپا ، لندن ، او مادريد کي ترهګري بريدونه تر سره کوي ، په اصل کي همدغه ترهګران دي چي دا کارونه سمبالوي ، او بيا په ارو پا کي داسي بريدونه تر سره کوي ، د کومو سره چي افغانستان اوس مخامخ دی .

پدې هکله سپانتا زياتوي چي ،

« سړی بايد دومره ساده نه وي چي دا باوروکړي ، چي اروپايان به د خپل هوسا ژوند ټاپوګانو ته واپس کيږي ، خپلي واحدي لاري به تعقيبوي ، او ترهګران به دوی ته هيڅ تاوان ونه رسوي ، زه بايد دلته په ډاګه ووايم چي د اسلامي ترهګرۍ دښمن افغاني بزګران نه، بلکه اصلي دښمن يي دمکراسي ، د ښځو حقوق ، انساني حقوق ، او د مدني ژوند کړنلاره ده ، کومه چي په غربي هيوادو کي موجوده ده .»

په اوس وخت کي د افغانستان د امنيت په تړاو زه دا اټکل کولی سم چي يو کال به پوره تشدد وي ، او داسي ښکاري چي تشدد به يوه خراب حالت ته رسيږي ، مخکي تردې چي حالات ښه سي .د افغانستان حکومت او دده مخالفين به دواړه خپل طاقت منظم کوي .

د يوې پوښتني په جواب کي چي ، د طالبانو سره ډيري خبري اتري په څه ما نا او مفهوم دي ، سپانتا وويل چي ددې د پاره چي سوله رامنځ ته سي ، ډير امکانات سته ، موږ بايد ټول هغه افغاني تابعيت لرونکي او ځوانان ، فرق نه کوي چي د کومو دلايلو پراساس يې وسله په لاس کي اخستې ده ، او د القاعده سره کوم تړاو نلري ، بيرته خپل هيواد ته راولو .

کويستنر/ ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب