1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سپينه روسیه د غله جاتو په موضوع کي همکاري کوي»

۱۴۰۱ آذر ۱۹, شنبه

د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس سپيني روسیې يا بلاروس ورته اجازه ورکړې ده، چي د قلمرو څخه یې غله جات ترانسپورټ کیدلای او پدې ډول سره د لیتوانیا د بندرونو څخه ورته صادریدلای سي.

Weißrussland Ernte in Gebiet Mogilev
انځور: DW

د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس سپيني روسیې يا بلاروس ورته اجازه ورکړې ده، چي د قلمرو څخه یې غله جات ترانسپورټ کیدلای او پدې ډول سره د لیتوانیا د بندرونو څخه ورته صادریدلای سي. 
په نیویارک کي د ملگرو ملتونو د سازمان د مرکز څخه ویل سوي، چي د مینسک رهبرۍ ورته ددې کار اجازه بیله کوم شرط د ایښولو څخه ورکړې ده. دغه اجازه د بلاروس د خارجه وزیر، یوري امبراسویچ سره د عمومي منشي انتونیو گوتریش تر لیدو وروسته ورکول سوې ده. امبراسویچ په خپل نوبت سره د خپل حکومت هغه غوښتنه مطرح کړه، د کوم پراساس چي ورته د هغوی سري ته د صادراتو اجازه ورکول سي. د سپیني روسیې د سري پر صادراتو باندي په اوس وخت کي تعزیرات وضع دي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب