1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپينه ماڼۍ: د سولي نوی چوکاټ د اوکراين د حاکميت ملاتړ کوي

نجيب الله زيارمل د آلمان او فرانسې خبري آژانسونه
۱۴۰۴ آذر ۳, دوشنبه

په داسي حال کي چي اروپايي او امريکايي چارواکي په ژنيو کي سره راټول سوي، د اوکراين متحدين د واشنگټن د سولي پلان پر اصلاحاتو باندي کار کوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو دغه خبري اتري »تر دې دمه تر ټولو غوره خبري

 د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو او ويتکوف په ژنيو کي د اوکراين له پلاوي سره د خبرو پرمهال
اوکراين له دغو خبرو راضي ښکاريانځور: Fabrice Coffrini/AFP/Getty Images

سپيني ماڼۍ ويلي دي چي په اوکراين کي د روسيې د جگړې د پاته رسولو له پاره پر پلان باندي خبري اتري »ډېري گټوري« وې.

د سپيني ماڼۍ په ويب پاڼه کي د يوې اعلاميې له مخي، د اوکراين او امريکا متحده ايالاتو استازو چي په سويس کي سره ليدلي، توافق کړی دی چي په راتلونکې کي هر ډول توافق بايد د اوکراين بشپړ حاکميت ته درناوي وکړي او يوه عادلانه او تلپاتي سوله راولي.

دواړو خواوو «د سولي چوکاټ» تازه کړې مسوده چمتو کړې ده.

په دې بيانيه کي لږ جزيات وړاندي سوي، خو ويل سوي دي چي امريکا او اوکراين موافقه کړې ده چي «په راتلونکو ورځو کي به پر گډو وړانديزونو باندي ژور کار وکړي».

په بيانيه کي ويل سوي دي چي «دواړو خواوو د يوې داسي سولي د راوستلو له پاره پر خپل چمتووالي ټينگار وکړ چي د اوکراين امنيت، ثبات او بيارغاونه تضمين کړي».

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو په ژنيو کي د اوکراين له استازي اندري يارمک سره د خبري کنفرانس پرمهالانځور: Fabrice Coffrini/AFP/Getty Images

ويل سوي دي چي د هر ډول تړون په اړه وروستۍ پريکړه به د امريکا متحده ايالاتو او اوکراين ولسمشران دونالد ترمپ او ولوديمير زيلنسکي، وکړي.

په بيانيه کي راغلي دي: «دوی به د پروسې په پرمتختگ سره له خپلو اورپايي شريکانو سره په نږدې تماس کي پاته سي.»

زيلنسکي: په ژنيو کي تر خبرو وروسته د ترمپ تيم زموږ خبرو ته غوږ نيسي

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د يکشنبې په ورځ وويل چي دا ښه ده چي کيف د امريکا متحده ايالاتو له استازو سره خبري اتري کوي او يادونه يې وکړه چي داسي »نخښي نښانې« سته چي د ولسمشر دونالد ترمپ ټيم «زموږ خبرو ته غوږ نيسي».

زيلنسکي پخپله ماښامي ويډيويي وينا کي وويل: »نن په سويس کي خبري اتري رواني دي، ټيمونه به د شپې تر ناوخته پوري په خبرو اترو بوخت وي او نور راپورونه به هم خپاره سي.«

زيلنسکي د يکشنبې په ورځ تردې مخکي وویل چي اوکراين «د متحده ايالاتو او شخصاً له ولسمشر ترمپ څخه د هغي مرستي په خاطر مننه کوي چي د اوکراينيانو ژوند يې ژغورلی دی.»

د اوکراين ولسمشر دا څرگندوني له هغه وروسته وکړې چي ولسمشر ترمپ وويل چي د اوکراين رهبرانو د امريکا د مرستو «هيڅ قدرداني» نه ده کړې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب