«سږکال تر زرو زيات سرتيري وژل سوي دي»
۱۳۹۱ دی ۱۰, یکشنبهد دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د یکشنبې پر ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۳۰) په کابل کې د لاسته راوړنو او یو شمېر ستونزو په اړه د کلني رپوټ جزیات له خبریالانو سره شریک کړل.
د ښاغلي عظیمي په وینا تراوسه ۱۶ پېرل شوې الوتکې په کابل کې دي چې له دې ډلې یوازي ۵ یې د الوتنې وړتیا لري:
«له تیرو ۴ کلونو راهيسي افغان او امریکايي انجینران د دغو الوتکو د فعالولو تلاښ کوي، خو تراوسه داسي نه دي شوي چې۱۰ الوتکی دې فعاله شوي وي، کله یوه او کله دوې الوتکې فعالي شي چې اوس ۵ الوتکې فعالي دي.»
عظیمي زیاته کړه چې په ۲۰۱۲ عيسوي کال کې د ملي اردو۱۰۵۰ سرتیري وژل شوي دي، چي د هغوی۹۰ سلنه وژونکي دمګړی له ملي اردو سره بندیان دي.
د نوموړي په وینا په وژل شویو سرتیرو کې ډیری یې هغه دي چې په رخصتیو کې خپلو سیمو ته تللي او بیا له خپلو کورونو دباندي او یا هم د لاري په اوږدو کي د وسله والو له خوا وژل شوي دي.
ظاهر عظیمي زیاتوي، چې د ملي اردو سرتیرو ته تر ډیره د سړک د غاړي بمي چاودنو له کبله هم مرګ ژوبله وراوړي:
«تیر کال د ملي اردو۸۵ سلنه مرګ ژوبله د سړک د غاړې ماین چاودنو له کبله وه، خو له ماینونو سره د مبارزې په برخه کې د انجینرۍ څانګي سمبالول د ملي دفاع وزارت په لومړېتوبونو کې راځي، ملي اردو په زیاتو استخباراتي مالوماتو کې پر بهرنیانو متکي وي، ځکه نو د ملي اردو څلورم لومړیتوب استخباراتي مسایل دي.»
دی زیاتوي د ۲۰۱۴ کال تر پایه باید افغان ملي اردو د تجهیزاتو او استخباراتي روزني له اړخه پر خپلو پښو ودريږي.
د ملي دفاع وزارت ویاند زیاتوي د ملي اردو د سرتیرو شمېر۱۹۵ زرو ته رسیدلی دی او د خپل هېواد د ۷۶ سلنه خاوري امنیتي مسئولیت یې پر خپله غاړه اخېستی دی.
دغه راز، ده داهم وویل چې اوسمهال۸۰ سلنه پوځي عملیات د افغان ملي ځواک له خوا ترسره کیږي.