1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږ کال آلمان ته ښايي ۳۰۰ زره نوي کډوال راشي

آژانسونه / م.ج.۱۳۹۵ شهریور ۷, یکشنبه

د آلمان د کډالو او مهاجرینو له پاره فدرالې ادارې، د یکشنبې په ورځ وویل چې دې هیواد ته به په روان کال کې ۳۰۰۰۰۰ کډوال ورسیږي. تیر کال آلمان ته له یوه میلیون څخه ډیر کډوال رسیدلي وو.

Symbolbild Einreise Deutschland Migration
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

د آلمان د کډالو او مهاجرینو له پاره فدرالې ادارې مشر فرانک یورګن وایس، د «بیلد ام زونتګ» ورځپاڼې ته ویلي دي چې د آلمان ښه اقتصادي وضعیت او تیر کال کډوالو ته د ښو خدماتو رسول ښيي چې آلمان د تازه رسیدلو کسانو د جذبولو په برخه کې په ښه موقف کې دی.

هغه ویلي دي: «موږ سږ کال د ۲۵۰۰۰۰ او ۳۰۰۰۰۰ تر منځ نوو کډوالو له پاره چمتوالی نیسو.»

دغه آلمان چارواکي روښانه کړې ده چې اداره یې د همدې شمیر کډوالو له پاره د خدماتو وړاندې کولو په موخه چمتوالی نیسي او که شمیر لوړ شي نو دغه اداره به تر فشار لاندې راشي: «موږ تر ۳۰۰۰۰۰ کډوالو ته د تر ټولو ښو خدمتونو ژمنه کولای شو. که تر دې ډیر کډوال راشي نو موږ به په اصطیلاح د کړکیچ حالت ته ولاړ شو خو آن په هغه صورت کې به هم موږ د تیر کال په څیر حالاتو سره مخامخ نه شو.»

پر مېرکل فشارونه

تیر کال آلمان ته شاوخوا ۱،۱ میلیون کډوال راورسیدل چې له کبله یې د دې هیواد پر صدراعظمې انګلا میرکل باندې هم فشارونه رامنځ ته شول.

په وروستیو وختونو کې د بالکان هیوادونو د لارې تړل او له ترکیې سره د کډوالو په برخه کې د اروپايي ټولنې تړون د دې لامل شو چې سږ کال آلمان او په ټوله کې اروپا ته د رسیدونکو کډوالو شمیر راولږیږي.

وایس ویلي دي چې ادارې یې د پناهندګي غوښتنلیکونو د آرزونې بهیر ګړندی کړی دی خو د روان کال تر پایه پورې به پاتې ۵۳۰۰۰۰ غوښتنلیکونه و نه شي څیړلی. دغه آلماني چارواکي روښانه کړې ده چې د کار په بازار کې په آلمان کې د پاتې کیدونکو کډوالو ادغام یو اوږد او لوړ مصرف لرونکی بهیر دی.

۵۰ سلنه د مېرکل پر ضد

دغه چارواکي بیا هم ټینګار وکړ: «موږ یې کولای شو. ډیر هغه کارونه چې یو کال مخکې ستونزمن وو، موږ اوس سم کړي دي. د آلمان اقتصاد هم په ښه وضعیت کې دی نو موږ یې د لګښتونو له عهدې هم وتلی شو.»

د میرکل د کډوالو سیاست د هغې په اړه په آلمان کې نظرونه سره ویشلې دي. د بیلد ام زونتګ ورځپاڼې د یوې نظر پوښتنې په حواله لیکلي دي چې اوس ۵۰ سلنه آلمانیان نه غواړي چې میرکل د راتلونکې څلورو کلونو له پاره د آلمان صدراعظمه وي، خو ۴۲ سلنه نورو بیا د دې خبرې تایید کړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.05.2016):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب