سږ کال د مانش کانال له لارې کابو ۳۷۰۰۰ مهاجر تیر سوي دي
۱۴۰۴ آبان ۲, جمعه
د بریتانیې د حکومت له خوا د خپرو سوو شمیرو له مخې ۳۶ زره ۹۵۴ کسانو د اروپا له خاورې څخه دغه خطرناک سفر کړی دی. دغه شمیر د هغو مهاجرو له مجموعي شمیر څخه ډیر دی چې تیر کال د کښتیو له لارې بریتانیا ته رسیدلي وو. یعنې په ۲۰۲۴ میلاد کال کې دا شمیر ۳۶،۸۱۶ کسانو ته رسیده.
د بریتانیې د کورنیو چارو وزارت په حواله دا هغه پناه غوښتونکي دي چې د ۲۰۲۴م کال د مارچ او ۲۰۲۵ م کال د مارچ د میاشتې په ترڅ کې په کوچنیو کښتیو کې د مانش له کانال څخه تیر سوي دي. ویل سوي دي چې د دغو مهاجرو ډیری یې له افغانستان، اریتیریا، ایران، سوډان او سوریې د هیوادونو دي.
دغو شمېرو د لومړي وزیر کییر سټارمر کارگر حکومت تر فشار لاندې راوستی دی. سټارمر په تکرار سره ژمنه کړې چې د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د واک ترلاسه کولو راهیسې به د مهاجرو شمیر راکم کړي. د ریفورم یوکی Reform UK په نوم ښي اړخي عوامګرا گوند په دې وروستیو کې په ټولپوښتنو کې ډیر پلویان ترلاسه کړي دي.
اړوند:فرانسه او بریتانیا د مهاجرت په برخه کې کومې موافقې ته رسیدلي؟
د اگست په میاشتې کې د مهاجرو په تړاو د بریتانیې-فرانسې ترمنخ تړون تصویب سو، چې په لومړي سر کې باید د ۲۰۲۶ م کال تر جون میاشت پورې دوام ومومي. د نوموړي تړون له مخې بریتانیا باید هغه مهاجر چې په کوچنیو بیړیو کې د مانش د کانال له لارې نوموړي هیواد ته داخلیږي او د پناهندگۍعریضه یې د منلو وړ نه وي، بیرته فرانسې ته واستوي. د نوموړې هوکړې په چوکاټ کې کیدای سي دغه پناه غوښتونکي له بیرته ستنیدو مخکې په فرانسه کې بندیان کړای سي.
بریتانیا غواړي د هر بیرته استول سوي پناه غوښتونکي په بدل کې یو قانوني مهاجر ته د داخلیدو اجازه ورکړي. لومړیتوب به هغو کسانو ته ورکړل سي چې له بریتانیې سره د کورنۍ اړیکې لري او د داسي تابعیت لرونکو مهاجرینو ته چې ډیری وختونه د قاچاق وړونکو له خوا انتقالیږي.