سکاټلنډ د خپلواکۍ پرضد رايه ورکړه
۱۳۹۳ شهریور ۲۸, جمعهد سکاټلنډ د خپلواکۍ خوځښت له بريتانيا څخه د بېلتون په اړه ټولپوښتنه بايلوده. د رسمي شمېرو له مخي له ۳۲ رايو ورکولو محلونو څخه د ۳۱ محلونو تر رايو شمېرلو وروسته څرگنه سوې ده چي د سکاټلنډ بېلتون غوښتونکي خوځښت ۴۴،۵۸ د ۵۵،۴۲ سلنه په مقابل کي د خپلو مخالفانو پروړاندي ماته خوړلې ده.
د سکاټلنډ د حکومت او بېلتون غوښتونکو خوځښت مشر الکس سالموند، خپله ماته اعلان کړې ده. هغه تر خپلي ماتي وروسته ويلي دي: «زه د خلکو دغه حکم منم چي وايي په اوس وخت کي دي خپلواکي نه وي.»
هغه دغه راز وويل چي په ټولپوښتنه کي داسي روش سوی دئ چي ټولو اړخونو ته د منلو وړ وو. د هغه په مشرتوب د سکاټلنډ ملي گوند چي د سکاټلنډ د خپلواکۍ خوځښت سخت ملاتړی دئ، د لومړيو شننو له مخي په خپله سيمه کي په دې نوو توانېدلی چي رايي ورکوونکي چمتو کړي.
تر ۸۰ سلنه زيات گډون
په داسي حال کي چي په سترو ښارونو «گلاسکو» او «داندي» کي اکثريت له بريتانيا څخه د بېلتون په پلوي رايه ورکړې ده، خو د رايو ورکولو گډون کوونکي په دغو سيمو کي دومره نه ول چي د نورو سيمو په مقابل کي د ټولپوښتني په نتيجه کي بدلون راولي.
د لومړيو شمېرو له اعلانېدو سره ښوول کيږي چي په ټولپوښتنه کي د گډون کوونکو شمېر تر ۸۰ سلنه ډير وو.
کامرون مبارکي ورکړې ده
د بريتانيا لومړی وزير ديويد کامرون چي لکه د بريتانيا د نورو گوندونو په شان د سکاټلنډ د بېلتون مخالف دی د سکاټلنډ د بېلتون غوښتونکي خوځښت مخالفانو ته مبارکي ورکړې ده. هغه د ټولنيزي شبکې تويتر له لاري د خپلوکي خوځښت د مخالفانو مشر آليستر دارلينگ، ته د انتخاباتي مبارزې مبارکي ورکړې ده.
هغه ويلي دي: «ما له آليستر دارلينگ سره خبري وکړې او هغه ته مي د ښه انتخاباتي مبارزې تبريکي ورکړه.» هغه دغه راز په «دونينگ ستريت» کي د يوې وينا اعلان هم وکړ.
نه يوازي په لويي بريتانيا، بلکي په ټوله اروپا کي دغي ټولپوښتني ته په سختي بې صبرۍ سره تمه کېده. د سکاټلنډ بېلتون به په اروپا کي د نورو هغو سيمو له پاره چي غواړي جلا سي يو ستر تشويق وای.