1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

سکاټلنډ وېسټ انډیز ته په ۴۲ منډو ماتې ورکړه

۱۴۰۱ مهر ۲۵, دوشنبه

د کرېکټ د شل اوریز نړیوال جام په ګروپي سیالیو کې سکاټلنډ، وېسټ انډیز ته په ۴۲ منډو ماتې ورکړه

د ویسټ اندیز لوبدلي لوبغاړی
د ویسټ اندیز لوبدلي لوبغاړیانځور: Hamad I Mohammed/REUTERS

وېسټ انډیز د ټاس تر ګټلو وروسته خپلې سیالې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. سکاټلنډ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۰ منډې وکړې. د سکاټلنډ له لوري د جورج منسي، ۶۶ منډې د پام وړ وې چې د لوبې تر اخره ناسوځیدلی پاتې شو.
په ځواب کې د وېسټ انډیز ټوله لوبډله په ۱۹ اور کې د ۱۱۸ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده او سکاټلنډ دغه لوبه د ۴۲ منډو په لوی توپیر سره وګټله. د سکاټلنډ له لوري مارک واټ درې لوبغاړي وسوځول.
سکاټلنډ، آیرلنډ، زمبابوې او وېسټ انډیز په بي ګروپ او نامېبیا، هالنډ، متحده عربي آمارات او سریلانکا په اې ګروپ کې دي. د دغو دواړو ګروپونو د سر دوې لوبډلې به د شل اوریز نړیوال جام سوپر ۱۲، پړاو ته لار مومي. په اې ګروپ کې نامېبیا له سریلانکا څخه او هالنډ له متحده عربي اماراتو څخه خپلې لومړۍ لوبې ګټلې دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل