سیرالیون: اوسني ولسمشر کوروما، ټاکنې گټلي دي
۱۳۹۱ آذر ۴, شنبهاعلان
په سیرا لیون کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې اوسنې ولسمشر ایرنیست کوروما Ernest Koroma یو ځل بیا بریا تر لاسه کړې ده. د دغه هیواد د ټاکنو کمیسیون په پلازمینه فري ټاون کې اعلان کړی دی چې کوروما په دغه ټاکنو کې ۵۸،۷ سلنه او د هغه نزدې سیال یولیوس مادا بیو Julius Maada Bio ۳۷،۴ سلنه رایې گټلي ي.
د ټاکنو د پایلو د اعلانیدو څخه لږ وروسته کوروما، د راتلونکو پنځوو کلونو له پاره د ولسمشر په توگه لوړه وکړه. هغه په یوه بیانیه کې په خپل هیواد کې د ملي یووالي له پاره غږ کړی دی. له ۱۹۹۱م کال څخه تر ۲۰۰۲م کاله پورې په دغه هیواد کې د خونړۍ کورنۍ جگړې په ترڅ کې شاوخو ۱۲۰ زره انسانان وژل شوي دي.