د هندي برخي ناآرامه کشمیر د محلي حکومت تر ترهگري خبرداري وروسته په زرهاوو ټوریستان په وارخطايي سره له هغه څخه وتلي. ډیری کوښښ کوي، چي په بسونو او یا الوتکو کي ځایونه پیدا کړي.
اعلان
د جمو او کشمیر ایالتي حکومت د ټوریستانو او زیارت کونکو څخه غوښتي دي، چي له کشمیر څخه «ډیر ژر او بې له ځنډه» ووځي. د حکومت په حواله په سیمه کي د هندي مذهب پر زیارت کونکو باندي د «ترهگري خطر» نوي استخباراتي شواهد موجود دي.
حکومت په خپل بل خبرداري کي د هندوستان د نورو ایالتونو څخه کشمیر ته د سل هاوو محصلینو د نه راتگ مشوره هم ورکړې ده. د زیارت کونکو ډیري غونډي او اجتماعات هم لغؤ سوي دي.
په همدې حال کي جرمني او بریتانیا هم جمو او کشمیر ته د سفر کولو خبرداری ورکړی دی.
د سرینگر پر هوايي ډگر باندي هجوم
پرون شنبه (د ۲۰۱۹ کال د اگست دریمه) د سرینگر پر هوايي ډگر باندي د کشمیر سیلانیانو او ټوریستانو سخت هجوم وروړی ؤ ، په کوم کي چي خارجیان هم شامل وه، او غوښتل یې ژر له هغه څخه ووځي. اکثرو حتی د طیارو معتبره تکټان هم نه درلودل.
د یوه هوايي شرکت منیجر، چي د سرینگر څخه نوي ډیلي ته پروازونه تنظیموي، وویل، چي ډیری هغه «مسافر، چي اصلأ یې باید په راتلونکو ورځو کي پروازونه کړي وای، په وارخطايی سره هوايي میدان ته راغلي ول.» په خبره یې «سخته گډوډي رامنځته سوې او که نور پروازونه تنظیم نه سي، نو ډیرئ به طبعأ په طیارو کي ځایونه هم پیدا نه کړي.
د کشمیر پر پترول پمپونو، مغازو او پیسو ماشینانو باندي هم ډیر خلگ راټول سوي او قطارونه یې جوړ کړي وه.
کشمیر په ۱۹۴۷ م کال کي تر یوه جنگ وروسته د اټومي قدرتونو، هندوستان او پاکستان تر منځ سره وویشل سو، خو تر نن ورځي پوري دواړه خواوي د ټوله کشمیر ادعأ کوي.
په تیرو وختونو کي په دغه سیمه کي تشنج ډیر سوی دی. د هندوستان حکومت تیره اوونی خبر ورکړ، چي هلته به نور ۱۰۰۰۰ عسکر هم ولیږي.
زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 08.05.2017)
کشمیریان، د هند او پاکستان د سیاست بیه څرنگه ورکوي؟
هند او پاکستان د کشمیر د موضوع په هکله خپلې جگړې ته ادامه ورکړې ده. د هماليا دغه سیمه له تیرو درو لسیزو راهیسې د یاغیتوب سره مخامخ ده. ډیر کشمیریان د نوي ډهلي او اسلام آباد له سیاسته تنگ شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Mustafa
ستره حمله
د هند اردو د وسله والو یاغیانو پر ضد په نزدې وخت کې پوځي عملیات پېل کړي دي. په دې ترڅ کې شل کلي کلابند شوي دي. نوی ډهلی پر اسلام آباد باندې د تندلارو د ملاتړ تور پورې کوي.
انځور: picture alliance/AP Photo/C. Anand
د عسکرو وژل
هند د چهارشنبې په ورځ وویل چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د خپلو وژل شوو عسکرو غچ به واخلي. اسلام آباد دا تورونه ردوي چې سرحدي ځواکونو یې هندي عسکر وژلي او د هغوی جسدونه ته یې سپکاوی کړی دی. د هند د بهرنیو چارو معین اس. جی. شنکر ویلي دي: «حکومت غوښتنه کوي چې پاکستان باید ژر د خپلو عسکرو او قوماندانانو پر ضد چې د دغه ناوړه گام له پاره مسوول دي گام واخلي.»
انځور: H. Naqash/AFP/Getty Images
تریخ کړکیچ
له ۱۹۸۹م کال راهیسې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې مسلمان یاغیان د هندي ځواکونو پر وړاندې جنگیږي. د دغه سیمې ۷۰ سلنه اوسیدونکي مسلمانان دي. هند او پاکستان د خپلو درو جگړو څخه دوه یې د کشمیر پر سر کړې دي.
د تاو تریخوالي نوې څپه
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په تیر کال کې کې د یوه جلا غوښتونکي ځوان مشر برهان واني، د وژل کیدو وروسته وضعیت خراب شو. د هند ضد مظاهرو سربیره کې د بیلتون غوشتونکو او عسکرو تر منځ د آخ او ډب په ترڅ کې تر اوسه په سلونو کې کسان وژل شوي دي.
انځور: Reuters/D. Ismail
د «اړي» یرغل
تیر کال د سپتمبر په میاشتې کې تندلارو اسلامپالو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په اړي، نومې سیمه کې پره یوه پوځي پوسته باندې یرغل وکړ او ۱۷ هندي پوځیان یې ووژل. د هند په وینا برید کوونکي د پاکستان له لوري دغه سیمې ته ورننوتي وو. د هند له لوري د لومړنیو تر سره شوو پلټنو له مخې دغو برید کوونکو په پاکستان کې د میشتې «جیش محمد» نومې ډلې سره تړاو درلود.
انځور: UNI
کوم پوځي حل نه شته
په هند کې د مدني ټولنې ځیني کسان په دې آند دې چې نوی ډهلی نه شي کولای په کشمیر کې پر اسلام آباد باندې د ناکراریو په تور لگولو سره ځان ته برائت ورکړي. د خلکو د حقوقو ځیني مدافع سازمانونه غوښتنه کوي چې د نریندر مودي حکومت ته په کار ده چې په دغه دره کې د خپلو ځواکونو شمیر راکم کړي او د سیمې خلک خپل برخلیک ټاکلو ته پخپله پریږدي.
نوي ډهلې ته د خپل سفر تر مخه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د کشمیر د مسلې د څو اړخیزه حل وکالت وکړ. هغه د کشمیر په سیمه که کې د نوي ډهلي او اسلام آباد تر منځ پر ترینگلتیا باندې انديښنه څرگنده کړه. هند د اردوغان څرگندونې رد کړې او ویې ویل چې د کشمیر شخړه یوازې د نوې ډهلي او اسلام آباد تر منځ په دوه اړخیزه توگه حل کیدای شي.
انځور: Reuters/A. Abidi
آیا د ځواکونو ایستل حل لاره ده؟
هغه خلک چې د آزاد کشمیر پلویتوب کوي، له پاکستان او هنده غواړي چې غاړې ته شي او کشمیریان د خپلې راتلونکې په هکله پریکړې ته پریږدي. د پاکستان تر ولکې لاندې کشیر کې د «جمو کشیر لبریشن فرنټ» مشر توقیر گیلاني ویلي دي: «اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې هند او پاکستان کې تر خپل انتظام لاندې سیمو څخه د پوځونو د ایستلو مهال ویش اعلان کړي او د نړیوالو څارونکو تر څارنې لاندې یوه ټولپوښتنه یا ریفرنډم تر سره شي.»
انځور: picture-alliance/dpa/J. Singh
د بېلتون هیڅ امکان نه شته
خو د کشمیر په هکله زیاتره څارونکي وایي چې په نزدې راتلونکي کې به دغه کار و نه شي. د هغوی په خبره په کشمیر کې د تندلارو او بیلتون غوښتونکو پر وړاندې د هند د سخت چلن پالیسۍ یو څه کار ورکړی دی. د څارونکو په وینا ژر یا وروسته ډهلی باید د دغه کړکیچ سیاسي حل راوباسي. د هغوی په خبره بیلتون چانس نه لري.