په ۲۰۱۹م کال کې په نړیواله کچه ۱۹۱۷ میلیارده امریکایي ډالر پر پوځي تجهیزاتو یا دفاعي چارو لګول شوي دي. په ستاکهلم کې د سولې نړیوال څیړنیز انستیتوت (سیپري) په خپل تازه کلني رپوټ کې ویلي دي چې دا له ۱۹۸۸م کال کې راهیسې تر ټولو لوړ لګښتونه دي. زیاته شوې ده چې په عین وخت کې دغه څه د ۲۰۱۸م کال په پرتله ۳،۶ سلنه ډیروالي ښيې. آلمان په ۲۰۱۹م کال کې له هغې څخه دمخه کال په پرتله خپلو پوځی لګښتونو کې لس سلنه ډیروالی راوستی دی. د لومړیو ۱۵ مخکښو هیوادونو په ډله کې کوم بل هیواد د آلمان په څیر خپل پوځي لګښتونه دومره نه دي لوړ کړي. آلمان په ټوله کې ۴۹،۳ میلیارده ډالر پر پوځي لګښتونو مصرف کړي دي.
مکس موتشلر، چې د بون د سولې او شخړو په تحقیقاتي مرکز کې د تجهیزاتو په برخه کې څیړنې کوي له دویچه ویله سره په خبرو کې د ناټو د دوه سلنې هدف بحثونو ته اشاره وکړه. د ناټو پوځي ائتلاف په ۲۰۱۴م کال کې په خپله سرمشریزه کې پریکړه کړې وه چې ټول غړي باید د لسو کلونو په موده کې دې هدف ځان نزدي کړي چې د خپل داخلي ناخالص تولید دوه سلنه پر دفاع ولګوي. د دغه کار پوه په خبره «د ترمپ تر ادارې دمخه هم پر آلمان فشار راوړل شوی وو، چې خپل پوځي لګښتونه لوړ کړي. دغه فشار اوس خپلې اغیزې ښيې. خو سړی باید دا ووایي چې لګښتونه اوس هم په څرګند ډول له دوه سلنې هدف څخه لیرې دي.»
روسیې ته د ګواښ په سترګه کتل کیږي
د سیپري تحقیق کوونکی دیګو لوپېس دا سیلوا، وایي چې د آلمان د پوځي لګښتونو لوړیدل په دې پورې هم اړه لري چې «روسیه یو ځل بیا د یوه ګواښ په توګه انګیرل کیږي». د ۶۵،۱ میلیارد ډالرو په لګولو سره روسیه څلورم ځای لري. دغه لګښت د روسیې د داخلي ناخالص تولید کابو څلور سلنه جوړوي. په پرتلیز ډول په تیر میلادي کال کې آلمان د خپل داخلي ناخالص تولید ۱،۳۸ سلنه پر دفاعي چارو مصرف کړې ده.
تر ټولو زياتي وسلې خرڅوونکي هيوادونه وپېژنئ
د (SIPRI) د تازه راپور له مخي په ۲۰۱۸ کال په نړيواله کچه او د چين په استثنی ۱۰۰ کمپنيو د ۴۲۰ ملياردو ډالرو په ارزښت وسلې او نظامي تجهيزات وپلورل. هيوادونه يې په لاندني انځوريز راپور کي وپېژنئ: انځور: picture-alliance/dpa/D. Fischer د اوکراين هيواد UkrOboronProm شرکت په ۲۰۱۸ کال د ۱،۱ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکت د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه يو دی چي په ۲۰۱۸ کال يې زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: DW/I. Sheiko د سينګاپور هيواد ST Engineering شرکت په ۲۰۱۸ کال د ۱،۵ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو دغه شرکت د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه يو دی چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Rahman د ترکيې هيواد آسېلسان او ترک ايروسپېس اندستريز شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۲،۸ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکت د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: TAI د سوېډن هيواد Saab شرکت په ۲۰۱۸ کال د ۳،۲ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکت د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه يو دی چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې پلورلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/V. Moilanen د سويلي کوريا درو شرکتونو لکه هانوها، کوريا ايروسپېس او ليګ نېکس يو شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۵،۲ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: Reuters د هند هيواد درو شرکتونو لکه هندوستان ايروناوتکس، اندين آردننس او بهارت اليکترونيکس شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۵،۸ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/epa د آلمان هيواد راين ميتال، کراوس مافای، تيوسن کروپ او هېنسولډټ شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۸،۳ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe د اسرائيل ايلبيت سيستم، سپېس اندستريز او رافايل شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۸،۶ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/E. Piermont د جاپان هيواد ۶ بېلا بېلو شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۹،۹ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/A.Di Ciommo د ايتاليې هيواد ليوناردو او فينچانتيري شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۱۱ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: Imago/ ۵ مقام ـ د اروپايي هيوادونو مشترک شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه د مختلفو اروپايي هيوادونو دوه مشترک شرکتونه لکه اېربس ګروپ او MBDA داسي دي چي په ۲۰۱۸ کال يې ۱۴،۳ مليارده ډالره ارزښت لرونکي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي او په دې توګه تر ټولو زيات نظامي تجهيزاتو پلورونکو څخه دي.
انځور: MBDA Deutschland GmbH د فرانسې هيواد ۶ شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۲۳،۲ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: Reuters/B. Tessier د روسيې ۱۰ شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۳۶،۲ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: Imago/Itar-Tass د بريتانيې ۱۰ شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۳۷،۳ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/BAE Systems ۱ مقام ـ د امريکا متحده ايالات د امريکا متحده ايالاتو ۴۸ شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۲۶۶ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکتونه د سيپري د راپور له مخي د نړۍ تر ټولو زياتي وسلې خرڅوونکي شرکتونه دي.
انځور: Reuters د چين په هکله اټکل کيږي چي د نړۍ له تر ټولو زياتو وسلو توليدوونکو هيوادونو څخه يو دی. خو د ۲۰۱۸ له پاره د سيپري په راپور کي د دغه هيواد د تجهيزاتي شرکتونو په تړاو شمېرې ځکه نه دي خپرې سوي، ځکه چي دغه هيواد يې مخفي ساتي.
انځور: AFP/Getty Images/STR د دغه مطلب معلومات د ۲۰۱۹ کال د دسمبر مياشتي په ۹مه نېټه په ستوکهولم کي د نړيوالې سولې د انستيتيوت SIPRI له پاڼي څخه اخيستل سوي دي. د انستيتيوت په ۱۹۶۶ کال د سوېډن د حکومت له خوا د يو بنسټ په توګه جوړ کړل سو. د دغه بنسټ د کارکوونکو شمېر د ۵۰ او ۶۰ تر منځ دی چي نيم مصارف يې د سوېډن حکومت تمويلوي. [ترتېب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
د لوپېس دا سیلوا، له پاره دا خبره روښانه ده چې د برلین حکومت د روسیې له لوري د ممکنه ګواښونو د اټکلولو په هکله یوازې نه دی. د ناټو نو ډیر غړي هیوادونه هم تحولات ډیر په دقت سره څاري. پایله یې د سیپري په رپوټ کې څرګنده ده: له ۱۵ مخکښو هیوادونو څخه چې زیات دفاعي لګښتونه یې کړي دي چې شپږ یې د ناټو غړي دي. د امریکا متحده ایالاتو، آلمان، فرانسې او بریتانیې ترڅنګ ایټالیا او کاناډا هم په دغه ډله کې شامل دي. که چیرې د دغو هیوادونو لګښتونه په پام کې ونیول شي، نو په نړیواله کچې د پوځي لګښتونو نیمایي برخه جوړوي. په ټوله کې د ناټو غړو هیوادونو په ۲۰۱۹م کال کې ۱۰۳۵ میلیارده ډالر پر دفاعي چارو لګولي دي.
امریکا متحده ایالات او چین
د سیپري د رپوټ له مخې امریکا متحده ایالات او چین یو ځل بیا په تیر میلادي کال کې د پوځي لګښتونو په برخه کې تر ټولو مخکې دي. زیاته شوې ده چې متحده ایالاتو په ۲۰۱۹م کال کې ۷۳۲ میلیارده ډالر لګولي دي، چې په نړیواله کچه د پوځي تجهیزاتو له پاره د ټولو لګښتونو ۳۸ سلنه جوړوي. د ۲۰۱۸م کال په پرتله لوړ شوي پوځي لګښتونه په ۲۰۱۹م کال کې د آلمان د ټولو پوځي لګښتونو سره برابر دي. په تیرو دواړو کلونو کې د متحده ایالاتو پوځ ۱۶۰۰۰ نوي پرسونل ګمارلي او د دې ترڅنګ یې وسلې هم عصري کړي دي.
کوم هیواد څومره اتومي وسلې لري؟
په اوس وخت کې د نړۍ ۹ هیوادونه ۱۶۳۰۰ اتوم بمونه لري. د اتمې وسلو په برخه کې د محدودیت راوستلو له غوښتنو سره سره په دې شمیر کې کموالې نه دی راغلې. په دې انځوریز رپوټ کې به ولیدل شي چې کوم هیواد څومره اتوم بمونه لري. انځور: Reuters په ستاکهولم کې د سولې د بین المللي تحقیقاتي موسسې( سِپري) په خبره د اتومي وسلو د شمیر په برخه کې روسیه تر ټولو مخکې ده. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره په ۱۹۴۹ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړی وو. روسيه په اوس وخت کې ۸۰۰۰ اتومي وسلي لري.
انځور: Getty Images/AFP/N. Kolesnikova امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۴۵ کال کې تر خپل لومړني اټومي ازمیښت لږ وخت وروسته د جاپان پر هیروشیما او ناگاساکي ښارونو باندی اټوم بمونه وغورځول. د سپري په حواله امریکا اوس هم ۷۳۰۰ اتوم بمونه لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali فرانسه په اروپا کې تر ټولو ډیرې اتومي وسلې لري. د دغو وسلو شمیر ۳۰۰ ښودل شوې دی. فرانسې په ۱۹۶۰ کال کې د اټوم بم جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړی وه.
انځور: picture-alliance/dpa/J.-L. Brunet د آسیا تر ټولو لوې اقتصادي قدرت او د نړۍ تر ټولو لوې د وچې پوځ درلودونکې هیواد چین د پوځ شمیر په هکله دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي. اټکل کیږي چې چین ۲۵۰ اټوم بمونه لري. چین په ۱۹۶۴ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو.
انځور: Getty Images د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي بریتانیې په ۱۹۵۲ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو. د امریکا له نږدې متحد هیواد بریتانیې سره اوس وخت ۲۲۵ اټومي وسلې موجودې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kaminski پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
انځور: picture-alliance/AP په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
انځور: Reuters له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
انځور: Reuters/B. Ratner د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.
انځور: Reuters
د سيپري رپوټ وايي چې د متحده ایالاتو د پوځي لګښتونو لوړیدل له چین سره هم تړلي دي. چین چې د دفاعي لګښتونو په برخه کې تر متحده ایالاتو وروسته دوهم ځای لري په تیر کال کې یې په پوځي لګښتونو کې څرګند ډیروالی راغلی دی. د ۲۰۱۸م کال په پرتله د چین دفاعي لګښتونو کې پنځه سلنه ډیروالی راغلی چې په ۲۰۱۹م کال ۲۶۱ میلیارده امریکايي ډالرو ته رسیږي. له ۱۹۹۴م کال راهیسې پيکینک په دوامداره توګه خپل پوځي لګښتونه لوړوي. یوازې له ۲۰۱۰م کال راهیسې په کې ۸۵ سلنه ډیروالی راغلی دی.
هند تر سعودي عربستان مخکې شوی
د چین ترڅنګ د هند پوځي لګښتونه هم د پام وړ دي. دغه آسیایي هیواد په ۲۰۱۹م کال کې خپل لګښتونه کابو اووه سلنه لوړ کړي چې ۷۱،۱ میلیارد امریکایي ډالرو ته رسیږي. د سیپري د تحقیق کوونکي زیمون وییڅمن په نظر تر هر څه لومړی دغه څه له جیوپولیتیک چاپیریال سره تړلي دي: «د ګاونډیو هیوادونو پاکستان او چین سره ترینګلی وضعیت اصلي علتونه دي چې د هند حکومت خپل پوځي لګښتونه دومره لوړ کړي دي.»
د نړۍ نورو هیوادونو څومره پوځي لګښتونه کړي؟
په اصطلاح د لویو لوبغاړو په پرتله د نړۍ د نورو هیوادونو پوځي لګښتونه کمرنګه دي. د سویلي امریکا هیوادونو یوازې ۵۳ میلیارده امریکایي ډالر مصرف کړي دي. د دغو پیسو یوازې نیمایي یي برازیل هیواد لګولي دي. په سویل ختیځ آسیایي هیوادونو کې پوځي لګښتونه ۴۱ میلیارده امریکایي ډالرو ته رسیږي او د افریقا لوی وچې هیوادونو پوځي لګښتونه بیا ۴۲ میلیارده ډالر دي.