د نړۍ اتومي قدرتونو یو ځل بیا د اتومي وسلې پر زیرمو خپله پانګونه زیاته کړې. په ستوکهلم کې د سولې څیړنیز انستیتوت په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې د اتومي سرګلولو په شمیر کې کمې راغلی دی خو د دې پر ځای بیا هیوادونو دا هڅې پیاوړي کړي دي چې خپلې اتومې وسلې عصري کړي.
د رپوټ له مخې د ولسمشر دونالد ترمپ تر مشرۍ لاندې دا د امریکا متحده ایالاتو د حکومت د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه ده. د سیپري په وینا په روسیه کې هم ورته یو دود موجود دی. د سیپري کارپوه شانون کیل، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ وینو چې اتومي وسلې د ملي امنیت او پوځي ستراتیژۍ په برخه کې یو ځل بیا مهمې ګرځي.» نوموړی زیاتوي چې تر کوم ځایه چې د عددونو د کمیدو خبره ده نو دواړه قدرتونه تر ټولو زیات هغه وسلې له منځه وړي چې نوره ورته اړتیا نه لري.
شمالي کوریا د اتومي سرګلولو شمیر زیات کړی
واشنګټن او مسکو په ګډه د نړۍ په کچه ۹۲ سلنې اتومي سرګلولي لري: اټکل کیږي چې امریکا متحده ایالات دې ۶۱۸۵ او روسیه ۶۵۰۰ اتومي سرګلولي ولري. د ملګرو ملتونو ویټو حق درلودونکي هیوادونه بریتانیا (۲۰۰)، فرانسه (۳۰۰) او چین (۲۹۰) اتومي سرګلولي لري. اسرائیل بیا د (۸۰ – ۹۰) ترمنځ، هند د (۱۳۰ – ۱۴۰) ترمنځ او پاکستان د (۱۵۰ – ۱۶۰) ترمنځ دغه ډول وسلې لري. په ټوله نړۍ کې د دغو وسلو شمیر بیا ۱۳۹۰۰ اټکلیږي.
هغه هیواد چې د اتومي وسلو د زیرمو په برخه کې په وروستیو کې د نړۍ په کچه په عامه محضر کې د پام وړ ګرځیدلی شمالي کوریا ده. د سيپري د رپوټ له مخې دغه هیواد چې په ۲۰۱۸م کال کې له لسو څخه تر شلو اتومي سرګلولي درلودې اوس یې شمیر له ۲۰ څخه تر ۳۰ اټکلیږي.
د مسکو په يوه ميوزيم کې د روسیې د لومړي اتومي بم انځورانځور: picture-alliance/ITAR-TASS/A. Geodakyan خو دغه شمیرې یوازې په خپل ذات کې دومره د اهمیت وړ نه دي، خو د یوه کړکیچ د رامنځ ته کیدو په صورت کې د هغې پریکړنده اهمیت په دې کې دی چې اتومي وسلې څومره د استعمال وړ دي. د سولې څیړنیز انستیتوت د نړۍ په کچه ۳۷۵۰ دغه ډول وسلو اټکل کوي، چې کابو ۲۰۰۰ یې د خبردارۍ په لوړه کچه کې ساتل کیږي. یوازې د متحده ایالاتو، روسیې، بریتانیې او فرانسې اتومي سرګلولي د ژر کار اخیستو وړتیا لري.
په نړیواله کچه د اتومي وسلو په شمیر کې کمښت د روسیې او متحده ایالاتو تر منځ د وسلو یوه تړون ته ورګرځي. د «نوي پیل» په نوم تړون چې په ۲۰۱۰م کال کې رامنځ ته شوی وو، په ۲۰۲۱م کال کې پای ته رسیږي او د منځني واټن ویشتونکو اتومي توغندیدو د منع تړون «آی ان اف» چې په ۱۹۸۷م کال کې رامنځ ته شوی وو، لغوه شوی دی. ښایې دغه دواړه تړنونه په نزدې راتلونکي کې خپل مؤثریت له لاسه ورکړي.
کابو یوه اوونۍ تر مخه د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس خبرداری ورکړی وو چې د اتومي بې وسلو کیدو د هڅو په ترڅ کې کړکیچ د نړۍ سولې ته ګواښ رامنځ ته کوي. په ستوکهلم کې د نړۍ د ۱۵ هیوادونو له وزیرانو سره چې اتومي وسلې نه لري تر ملاقات وروسته هایکو ماس انتقاد کړی وو چې موضوع آن په سیاسي اجنډا کې شتون نه لري.
sr/bs (dpa, epd)
زموږ له آرشيف څخه:
کوم هیواد څومره اتومي وسلې لري؟
په اوس وخت کې د نړۍ ۹ هیوادونه ۱۶۳۰۰ اتوم بمونه لري. د اتمې وسلو په برخه کې د محدودیت راوستلو له غوښتنو سره سره په دې شمیر کې کموالې نه دی راغلې. په دې انځوریز رپوټ کې به ولیدل شي چې کوم هیواد څومره اتوم بمونه لري. انځور: Reuters په ستاکهولم کې د سولې د بین المللي تحقیقاتي موسسې( سِپري) په خبره د اتومي وسلو د شمیر په برخه کې روسیه تر ټولو مخکې ده. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره په ۱۹۴۹ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړی وو. روسيه په اوس وخت کې ۸۰۰۰ اتومي وسلي لري.
انځور: Getty Images/AFP/N. Kolesnikova امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۴۵ کال کې تر خپل لومړني اټومي ازمیښت لږ وخت وروسته د جاپان پر هیروشیما او ناگاساکي ښارونو باندی اټوم بمونه وغورځول. د سپري په حواله امریکا اوس هم ۷۳۰۰ اتوم بمونه لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali فرانسه په اروپا کې تر ټولو ډیرې اتومي وسلې لري. د دغو وسلو شمیر ۳۰۰ ښودل شوې دی. فرانسې په ۱۹۶۰ کال کې د اټوم بم جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړی وه.
انځور: picture-alliance/dpa/J.-L. Brunet د آسیا تر ټولو لوې اقتصادي قدرت او د نړۍ تر ټولو لوې د وچې پوځ درلودونکې هیواد چین د پوځ شمیر په هکله دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي. اټکل کیږي چې چین ۲۵۰ اټوم بمونه لري. چین په ۱۹۶۴ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو.
انځور: Getty Images د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي بریتانیې په ۱۹۵۲ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو. د امریکا له نږدې متحد هیواد بریتانیې سره اوس وخت ۲۲۵ اټومي وسلې موجودې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kaminski پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
انځور: picture-alliance/AP په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
انځور: Reuters له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
انځور: Reuters/B. Ratner د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.
انځور: Reuters