سیپري: تسلیحاتي شرکتونه د اوکراین له جگړې څخه گټه پورته کوي
۱۴۰۴ آذر ۱۰, دوشنبه
په هغه رپوټ کې چي د ستاکهولم د سولي نړيوال څېړنيز انستيتيوت د وسلو جوړونکو ۱۰۰سترو شرکتونو په اړه وړاندې کړی، راغلي دي چي تر اوسه پوري د وسلو شرکتونو دومره عايد نه وو ترلاسه کړی لکه په ۲۰۲۴م کال کي چي وو. د راپور له مخي د وسلو او پوځي خدماتو له پلورلو څخه تېرکال د هغوی عايد ۶۷۹ ميلياده ډالرو ته رسېدلی دی.
دغه رقم د ۲۰۲۳ کال په پرتله، د انفلاسیون له محاسبې وروسته، ۵،۹ سلنه زیاتوالی ښيی. له جیوپولیتیکي کړکیچڼو سره سم په تیره بیا د اوکراین جگړه د پوځي تجهیزاتو له پاره د تقاضا د زیاتیدو سبب سوې او دغه بهیر په ۲۰۲۴ کال کې لا پسې چټک سو.
اړونده موضوع: سيپري: په ۲۰۲۴م کال کې په نړۍ کې پوځي لګښتونه ريکارډ کچې ته لوړ شوي
نو آیا د اوکراین جگړه د وسلو د تجارت له پاره ښه ده؟ له سیپري څخه او ددغه رپوټ یو له لیکوالانو څخه، نان تیان ددغې پوښتنې په جواب کې ډویچه ویلې ته وايي: "د دفاعي برخې له پاره هو."
هغه زیاتوي: "په تیرو دوو کلونو کې دغه تسلیحاتي شرکت خپل په عایداتو کې د پام وړ زیاتوالی راوستلی دی." په دغه موده کې، پوځي نوو تجهیزاتو ته وده ورکړل سوې ده، تسلیحاتي زیرمې ډکې سوې دي او تخریب سوي تجهیزات بدل سوي دي.
آلماني شرکتونه له پام وړ ودې سره
په فهرست کې راغلو ۱۰۰ شرکتونو څخه، ۳۹ شرکتونه په امریکا متحده ایالاتو کې مستقر دي. دغه هیواد همدارنگه د پوځي صنایعو ترټولو مهمه اډه ده. دغه ۳۹ شرکتونه د وسلو له خرڅلاو څخه له عایداتو تقریباً نیمايی برخه په لاس راوړي، که څه هم د هغوی وده په ۳،۸ سلنې سره نسبتاً لږ ده.
خو (پرته له روسیې) د ۲۶ اروپايی شرکتونو په منځ کې وضعیت متفاوت دی؛ دغو شرکتونو په مجموعي ډول د عایداتو ۱۳ سلنه وده درلوده.
اړونده موضوع: سيپري: اوکراین اوس د وسلو واردونکو هیوادونو په سر کې دی
په تیره بیا آلماني شرکتونه په ځانگړي توگه بریالي وو او وتوانیدل چې خپل عایدات تر ۳۶ سلنې پورې لوړ کړي. نان تیان وايی: "دغه موضوع تقریباً په بشپړ توگه پر اوکراین باندې د روسیې له یرغل سره تړاو لري. د آلماني د پوځ له خوا لا زیاته تقاضا رامنځته سوه. د راین میتال او دیل په شان شرکتونو، زغره وال موټر او مهمات تولید کړل تر څو هغه څه چې یې اوکراین ته د پوځي مرستې په نوم لیږلي وو، جبران کړي او په عین حال کې خپلې زیرمې پراخې کړي."
د روسیې جنگي اقتصاد د تحریمونو په وړاندې مقاومت کړی دی
روسیه د سیپري په رپوټ کې په جلا توگه ارزول سوې ده او د روسیې د تسلیحاتي شرکتونو د عادیاتو زیاتوالی د حیرانتیا وړ نه دی. په داسې حال کې چې د هغه صادراتي عایدات د نړیوالو بندیزونو له امله راکم سوي، خو داخلي شدیده تقاضا دغه کمښت جبران کړی دی.
نان تیان وايي چې روسیه یو ځانگړی مورد دی: "دغه هیواد په بشپړ ډول خپلو لومړیتوبونو ته بدلون ورکړی دی. په تیرو دریو کلونو کې اقتصاد او تولید په یوه جگړه ائیز اقتصاد اوښتی دی." ټول منابع جگړې ته ځانگړې سوي دي. د مثال په ډول، روسیې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ م کلونو ترمنځ د ۱۵۲ میلیمتره توپخانه يی مرمیو تولید ۴۲۰ سلنې ته زیات کړی دی. یعني له ۲۵۰ زره څخه ۱،۳ میلیونه عدد ته.
د تحریمونو په دلیل ، روسي شرکتونه د وارداتي توکو، په تیره بیا د الوتکو له پاره الکترونیکي وسایلو له کمښت سره مخامخ دي؛ خو د روسیې د اقتصاد د سقوط تصور ناسم و. نان تیان وايی: "د روسیې وضعیت بې له شکه له هغه وخت څخه بدتر دی چې پر اوکراین یې برید نه و کړی، خو دغه هیواد د تحریمونو او اقتصادي ستونزو په وړاندې د پام وړ مقاومت ښوولی دی."
هغه باور لري چې په اوکراین کې به د دوامدارې سولې د تأمین په صورت کې له جنگي اقتصاد څخه، عادي اقتصاد ته د روسیې ستنیدل ډیر ستونزمن وي.
له تسلیحاتي صنعته د چین د عوایدو کمښت د لازیاتې سولې په معنی نه دی.
آسیا د وسلو د ۲۳ شرکتونو په لرلو سره پس له امریکا متحده ایالاتو او اروپا په دریم ځای کې قرار لري. دا یوازینۍ سیمه ده چې په ۲۰۲۴ م کال کې یې د تیر کال په پرتله لږ عواید درلودل. چينايي شرکتونو تر ټولو ډیر کمښت، یعني ۱۰ سلنه تجربه کړ. د سیپري په رپوټ کې هیڅ کوم بل هیواد دومره ډیر کمښت نه درلود.
نان تیان وايی: "دغه موضوع تقریباً د سیمې له امنیت سره اړه نه لري. که د اوکراین د جگړې په هکله فکر وکړو ډیره جگړه، یعني پوځي تجهیزاتو ته لا ډیره تقاضا؛ خو دچین په اړه، د پوځي شرکتونو په وړاندې پراخ تورونه، د ډیریو تړونونو د لغوه کیدو او ځنډیدو سبب سوي دي."
برعکس، د منځني ختیځ د وسلو جوړولو شرکتونو د عوایدو ۱۴ سلنه زیاتوالی درلود. دغه سیمه د ۹ شرکتونو په لرلو سره، د سیپري د کلنۍ احصایې په تاریخ کې تر ټولو ډیر شمیر لري. یوازې په اسرائیل کې درې ستر شرکتونه فعال دي چې په تیره بیا د ډرونونو او دافع هوا د سیستمونو له پاره تقاضا موجوده ده.
ترکیه هم په دغه سیمه کې شاملیږي او خپل لوړ عایدات یې ساتلي دي، خو د "بایکار" شرکت چې د "بیرقدار" ډرون جوړونکی دی، ونه توانيد اوکراین ته د ۲۰۲۴ کال ډیر لوړ صادرات تکرار کړي.
د نړۍ تر ټولو مهم تسلیحاتي شرکتونه
د سیپري په فهرست کې تر ټولو غوره پنځه شرکتونه عبارت دي له لاکهید مارتین (د جنگی جت اف-۳۵ تولید کوونکی)، ارتیایکس (د الوتکواو ډرون د ماشین تولیدکوونکی)، نورتروپ گرومن (د لیري واټن ویشتونکو توغنیدو تولیدکوونکی)، بي ایای سیستمز پی ال سي (د دفاعي او امنیتي صنایعو بریتانیایی شرکت)، جنرال داینامیکس (د اټومي اوبتلونو او لارښود توغندیو جوړونکی).
له بي ایای سیستمز پی ال سي بریتانیايي شرکت پرته، ټول دغه شرکتونه په امریکا متحده ایالاتوکې مستقر دي. دا له ۲۰۱۷ م کال راهیسې اول وار دی چې یو غیر امریکايي شرکت د پنځو غوره شرکتونو په منځ کې لیدل کیږي. د مقایسې په ډول، د ایربس پوځي برخه په ۱۳ او د آلمان راین میټال په ۲۰ کې ځای کې قرار لري.
په ۲۰۲۴ م کال کې څلور آلماني شرکتونه، راینمیتال، تیسِنکروپ، هنسولت او دیل د ۱۰۰ غوره شرکتونو په فهرست کې راغلي وو.
دغه څلور شرکتونه په مجموعي ډول ۱۴،۹ میلیارډه ډالر عاید درلود. د اوکراین جگړې په تیره بیا د دیل شرکت له پاره ډیر فرمایشونه رامنځته کړي وو، لکه د اوکراین له پاره مځکني دفاعي سیستمونه. د دیل تر ټولو ستر تاریخي تړون د آلمان د پوځ له پاره د ۱۵۵ میلي متره مرمیو د تولید په اړه دی. راین میتال هم د ټانک، زغره والو گاډو او مهماتو په خرڅلاو سره ۴۷ سلنه د عوایدو زیاتوالی درلود.
د آلمانی-فرانسوی کندس (کراس-مافی، وگمن او نکستر) گډ شرکت ۴۲ م ځای خپل کړ. دغه شرکت هم وده کړې ده. په داسې حال کې چې د هغه عواید ۱۴ سلنه لوړ سوي ، د فرمایشونو کچه ۴۰ سلنه زیاته سوې ده. د اوکراین جگړه او د روسیې گواښونه د فرمایشونو د کتابونو د ډکولو اصلي علت و.