شخړي
سیګار: د افغان ځواکونو په روزنه کې ډیرې پیسې ضایع شوې
۱۳۹۸ خرداد ۳۱, جمعه![Signum des U.S. Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction](https://static.dw.com/image/18195691_800.webp)
اعلان
د افغانستان د بیا رغونې د بهیر څارونکې امریکایي ادارې یا سیګار، ویلي دي چې امریکا متحده ایالاتو تر اوسه پورې پر افغان ځواکونو باندې له ۴۵ میلیاردو ډالرو څخه ډیرې پیسې مصرف کړې دي خو پر دې سربیره هم دغه ځواکونه له لوړو تلفاتو سره مخامخ دي.
یادې ادارې زیاته کړې ده چې ډیر وخت سرتیري کور ته په رختصیو تر تلو وروسته، دندې ته نه حاضریږي.
سیګار دغه رپوټ د پنجشنبې په ورځ خپور کړ، چې په کې د افغان ځواکونو د پرمختګ طرحې د څارنې یو ډیر خراب انځور وړاندې شوی دی. د رپوټ په حواله امریکایي او د ناټو اړوندې ادارې په دې برخه کې یو له بل سره همغږي نه کوي.
په رپوټ کې راغلي دي چې د امنیتي سکتور د همکارۍ ماموریت په افغانستان کې له پیل څخه کوم ټول شموله پلان نه لري.
(ms/kh (ap