سیګار: طالبانو د کوکنارو د کښت مخه نه ده نیولې
۱۴۰۱ آبان ۱۷, سهشنبه![Afghanistan | Opium-Anbau in der Jalalabad Provinz](https://static.dw.com/image/59022230_800.webp)
سیګار د یوه ټویټ په لیکلو سره ویلې دي چې«د کوکنارو کښت معمولاً هرکال په منې موسم کې پیل کیږي او طالبان د کوکنارو کرلو مخه نه ده نیولې.»
د طالبانو د دي ډلې مشر ملا هيبت الله اخندزداه د ۲۰۲۲م کال په اپریل میاشت کې د کوکنارو د کرکیلې د نه کرلو یو فرمان صادر کړ، د دې فرمان پر اساس د طالبانو مشر ویلې دي چي هرهغه چا چي پخپلو ځمکو کې کوکنار وکرل دوي به یې مجازات کړي.
خو د ملګرو ملتونو د یوه راپور پراساس د کوکنارو کرکیله په افغانستان کې د تیر میلادي کال راهیسې یو پر دریمه برخه ډیروالی ښيي.ملګري ملتونه: د کوکنارو کرکیله ۳۲ سلنه لوړ شوی؛ طالبان څه وايي؟
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صیقل په دی وروستیو کې د تاریاکو د منع کولو په اړه یو ټویټ کړی دي او ویلې یې دي چې دا یو چل دي چې طالبان یې د قېمتونو د لوړولو او ترهګرو شبکو د زیاتو عایداتو د ترلاسه کولو له پاره کوي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې له همدې امله د ۲۰۲۲م کال د کوکنارو حاصل په ټولو کلونو کې تر ټولو ګټور حاصل وو.
«په افغانستان کي د تریاکو تولید نور هم زیات سوي»
که څه هم سږ کال د تېر کال د وچکالۍ له امله د تاریاکو حاصلات شاوخوا لس سلنه کم ول، خو د کوکنارو حاصلات له ۴۲۵ میلیونو امریکایې ډالرو څخه ۱،۴ ميلیارده امریکایې ډالرو ته زیات سوي دي.