سیګار:له افغانستان سره د امریکا تقریباً ټولې مرستې درېدلي دي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه
د افغانستان د بیا رغونې د بهیر د څارونکې ادارې یا «سیګار» ځانګړي مفتش جان سوپکو، په خپل وروستي درې میاشتني رپوټ کي چي د چهارشنبې په ورځ د اپریل پر دیرشمه خپور سو، ویلي دي چي په افغانستان کي د زده کړو له دوو برنامو پرته، د امریکا د مرستو نوري ټولي برنامې په ټپه درول سوي دي.
دوې هغه برنامې چي لا جریان لري او د روان کال د جون مياشتي په پای او د ۲۰۲۶م کال په آخره کي پای ته رسیږي، یوه یې د ساینس، ټکنالوژي، انجینیري او ریاضیاتو په برخه کي د ښځو د تحصیل له پاره د بورسونو ورکول دي، او بله یې د هغو افغان محصلینو ملاتړ دی چي د افغانستان په امریکايي پوهنتون کي چي فعلاً په قطر کي مستقر دی، درس وايي.
اړوند:سور صلیب: په افغانستان کې بشري وضعيت سخت خراب دی
سوپکو په دغه رپوټ کي د امریکا متحده ایالاتو کانګرس ته ویلي دي چي پرته له دغو دوو برنامو، د بشري مرستو د ټولو ۱۶ برنامو په ګډون، د مرستو نوري برنامې چي د امریکا متحده ایالاتو د مرستندویه آژانس (یواس ای آی ډی) له خوا پرمخ بیول کیدې، ، په ټپه درول سوي دي.
مرستي د «طالبانو د استفادې»له امله ځنډول سوي
د امریکا متحده ایالاتو د څار دغي ادارې ویلي دي چي که څه هم د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو، د جنورۍ مياشتي په وروستیو کي د ژوند ژغورني بیړنۍ مرستي له ۹۰ ورځو ځنډ څخه معاف کړې، خو دا مرستې هم په افغانستان کې د طالبانو د ګټې اخیستنې د مخنیوي له پاره ځنډول سوې دي.
سوپکو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې لیکلي دي چي له افغانستان سره عاجلې غذايي مرستې له دې کبله متوقف سوي دي چي «د طالبانو مداخله راکمه سي.»
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند تامي بروس، د دغو مرستو د ځنډولو د توجیه کولو له پاره، د سیګار پخواني رپوټ ته اشاره وکړه چي پکښې ویل سوي وه چې د امریکا د مرستو پلي کوونکو شریکانو د طالبانو ادارې ته لږ تر لږه ۱۰،۹ ميلیونه ډالر د مالیې په شکل او نور فیسونه ورکړي دي.
جان سوپکو همدارنګه ویلي دي چي امریکا متحده ایالاتو افغانانو ته نغدي مرستې هم د «ناوړه ګټې اخیستنې او د مناسب شفافیت د نه موجودیت په دلیل» په ټپه درولي دي.
د بیړنیو مرستو په هغو پروګرامونو کي چي ځنډول سوي دي، د خوړو د مرستي، د مور او ماشوم د روغتیایي مراقبتونو، له نري رنځ سره د مبارزې، له کډوالو سره د مرستې، او د نجونو له پاره د زده کړې پروګرامونه شاملیږي.
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ ، حکومت په جنورۍ میاشت کي د ۹۰ ورځو له پاره د ټولو بهرنیو مرستو د کنګل کولو امر وکړ، ترڅو د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ سره د هغې پر مطابقت بیاکتنه وکړي، چې له امله یې په ډیریو له بحران سره مخامخ هیوادونو کي د مرستندویه سازمانونو له پاره د تمویل کمښت رامینځته سوی دی.
د افغانستان خلکو ته تر ټولو ستر مرسته رسوونکی
د سیګار ارقام ښيي چي د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کي واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د امریکا متحده ایالات د افغانستان خلکو ته تر ټولو ستر مرسته کوونکي وو او له ۳،۸۳ میلیارډه ډالر څخه اضافه یې د بشري او پراختیايي چارو په برخه کي مرسته کړې ده.
اړوند:«نړۍ په اور کي»: ملگري ملتونه د میلیاردونو ډالرو مرستي غوښتنه کوي
سیګار ویلي دي چي «یوازي په دغه ربع کي، د امریکا متحده ایالاتو ۱۲۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده. سره له دې د افغانستان په دننه کي د پاته کال له پاره د امریکا ټولي مرستې لغوه سوي دي.»
له افغانستان سره د امریکا د مرستو ځنډول به په دغه هیواد کي چي د نفوس له نیمايي برخې څخه اضافه کسان مرستو ته اړتیا لري، بشري بحران لاپسې زیات کړي او د ملګرو ملتونو ادارو په ګډون، مرستندویه سازمانونه، اړمنو کسانو ته د رسیدګۍ له پاره د بودیجې له سخت کمښت څخه شکایت لري.