1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیګار: له طالبانو سره سوله به د افغانستان کړکیچ حل نه کړي

۱۳۹۸ فروردین ۸, پنجشنبه

د افغانستان د بيا رغاوني د څار امریکايي سازمان ویلي دي چې له طالبانو سره د سولې توافق به بیا هم د افغانستان کړکیچ حل نه کړي او دغه هیواد به د سولې تر توافق وروسته هم پر نړیوالو بسپنه ورکوونکو او بهرنیو مرستو متکي وي.

Katar | Taliban | Friedensgespräche
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/Qatar Ministry of Foreign Affairs

د افغانستان د بیا رغونې د څار له پاره د امریکا متحده ایالاتو سازمان یا سیګار چې د افغانستان له پاره د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستې څاري، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د مارچ ۲۸مه) په یوه تازه رپوټ کې دغه خبره کړې ده.

د سیګار نوی رپوټ تر ډیره پورې په افغانستان کې تر ټولو لوړ ګواښ سره مخامخ سیمو پر تشخیص باندې تمرکز کوي.

د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي سازمان یا سیګار مشر جان ایف. سپوکو، پالیسي جوړونکي هڅولي دي څو د «بلې ورځې» له پاره هم پلان جوړ کړي. نوموړي ویلي دي چې د سولې توافق به اتومات د افغانستان ډېر کړکیچونه حل نه کړي.

اسوشیتید پریس خبري آژانس ته د دغه رپوټ تر خپریدو مخکې د یاد سازمان مشر جان سپوکو له خوا په بریښنالیک کې په یوه استول شوې اعلامیه کې راغلي دي: «که چیري سوله راشي، او که چیري دغه سوله تلپاتې وي، دا به اضافي بیه له ځانه سره ولري، [داسې اضافي بیه] چې یوازې بهرني مرسته کوونکي یې ادا کولی شي.»

د سیګار په تازه خپاره شوي رپوټ کې د اندیښنو په اصلي ټکو کې پراخه نا امني، د ملکي پولیسو د ظرفیتونو کمزوری پرمختګ، پراخ اداري فساد، کمزوری اقتصاد، د طالبانو له لوري د نشه يي موادو سوداګري او د میرمنو د حقونو په برخه کې ګواښونه شامل دي.

انځور: Reuters/S. Karpukhin

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې میاشتې په ترڅ کې د ترمپ ادارې په افغانستان کې له ۱۷ کلونو راهيسي رواني جګړې د پای ته رسولو له پاره خپلو هڅو ته زور ورکړی او په افغانستان کې د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې ترڅ کې له طالبانو سره څو ځله اوږدې خبرې کړي دي.

دواړو لورو د خبرو او مذاکراتو په برخه کې د مثبت پرمختګ خبر هم ورکړی دی.

د سولې په هکله پر خبرو سربیره، طالبان بیا هم تقریباً په ورځني ډول پر افغان امنيتي ځواکونو باندې بریدونه کوي او یادو ځواکونو ته د پام وړ تلفات اړوي. سربیره پر دې، طالبان بیا تل له افغان حکومت سره خبرې ردوي او افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتو یوه لاسپوڅې اداره ګڼي.

سیګار په خپل رپوټ کې همدا راز ویلي دي چې د سولې د یوه توافق په صورت کې د افغانستان په ټولنه کې د شاوخوا ۶۰ زره په وسلو سمبال طالب جنګیالیو او د هغوی د کورنیو ادغام هم یوه اندیښنه ده.

ټاکل شوې ده چې مرسته کوونکي هیوادونه به په ۲۰۱۹م کال کې د افغانستان د حکومت د پنځو میلیاردو ډالرو مصارفو شاوخوا ۵۱ سلنه تمویل کړي.

رپوټ وايي چې اوس هم د افغانستان د حکومت وړتيا په عمومي توګه کمزوری ده او مالي مرستو د حساب ورکوونې او مدیریت په برخه کې لازم ظرفیت نه لري.

AP-KH-NZ

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب