1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

سیګار: پر سیمو د حکومت کنترول او د ځواکونو شمیر کم شوی

۱۳۹۷ بهمن ۱۱, پنجشنبه

د افغانستان د بیا رغونې د څار ادارې یا سیګار، ویلي دي چې د یاغیانو پر ضد د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو پر ډیریدو سربیره هم افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان پر سیمو باندي خپل کنترول په دوامداره توګه له لاسه ورکوي.

Afghanistan Symbolbild Anschlag
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه دغه ارزونه په داسې حال کې کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو استازي له طالبانو سره په غونډو بوخت دي چې د افغانستان ۱۷ کلنې جګړې ته د حل یوه لار وموندي.

په افغانستان کې د ناټو د پریکړنده ملاتړ ماموریت له خوا وړاندې شوې شمیرې ښيي چې د تیر کال د اکتوبر میاشتې له ۳۱مې راهیسې یوازې ۶۳،۵ سلنه افغانان د حکومت تر کنترول یا نفوذ لاندي سیمو کې ژوند کوي. دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په تر دې مخکې موده کې ۶۵،۲ سلنه افغانان په داسې سیمو کې اوسیدل.

د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکایي ادارې یا «سیګار» د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو له ډلې څخه یوازې ۵۳،۸ سلنه یې د حکومت تر کنترول یا نفوذ لاندې دي. خو کارپوهان بیا وایي چې اصلي سلنه تر دې هم ټیټه ده.

پنتاګون بیا د سیګار د رپوټ په غبرګون کې ویلي دي چې مهمه ده چې د «افغانستان د جګړې پر داسې پای ته رسولو باندې تمرکز وشي چې شرایط یې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو په ګټه وي».

چارواکو له دې سره د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، او د طالبانو استازو تر منځ وروستیو مذاکراتو ته اشاره کړې ده. خلیلزاد تر دغو خبرو اترو وروسته ویلي دي چې له طالبانو سره پر ځینو موضوعګانو باندې په اصولو کې موافقه کړې ده.

سیګار د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه ویلي دي چې امریکا متحده ایالاتو په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې خپل هوایي بریدونه ډیر کړي دي. د دې ادارې په حواله امریکا د ۲۰۱۸م کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې په افغانستان کې ۶۸۲۳ بمونه غورځولي دي.

د سیګار په رپوټ کې راغلي دي: «دغه شمیر په ۲۰۱۷م کال کې د ټولو غورځول شویو مهماتو په پرتله ۵۶ سلنه لوړ وو او د ۲۰۱۶ کال په پرتله بیا پنځه برابره ډیر دي.»

د افغان ځواکونو شمیر کم شوی

په عین حال کې بیا په دې موده کې د افغان امنیتي ځواکونو شمیر هم کم شوی دی چې اوس ۳۰۸۶۹۳ ته رسیږي. دا په دې معنی ده چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې یوازې ۸۷،۷ سنله پوستونه ډک دي. دا د ۲۰۱۵م کال له جنوري میاشتې راهیسې د افغان ځواکونو تر ټولو ټیټ شمیر دی.

افغان ځواکونو په ۲۰۱۴م کال کې په بشپړه توګه د امنیتي مسئولیتونو له پرغاړه اخیستلو سره ډیر زیات تلفات زغملي دي. پخپله افغان ولسمشر اشرف غني، تیره اوونۍ وویل چې په دې موده کې۴۵۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

چارواکي وایي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، پریکړه کړې ده چې له افغانستان څخه خپل نیمایي ځواکونه وباسي. پنتاګون بیا ټینګار کوي چې د سیګار له خوا وړاندي شوی شمیر په دې معنی نه دی چې د ولسمشر ترمپ ستراتیژي ناکامه شوې ده.  سیګار ويلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ورته ویلي دي: «د نفوس د کنترول اندازه د سویلي اسیا د ستراتیژي د موثریت او د افغانستان د امنیت او ثبات پر لور د پرمختګ څرګندويي نه کوي.»

خلیلزاد تر اوسه پورې له طالبانو سره د یوه احتمالي تړون د جزئیاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو داسې ښکاري چې دې ډلې دې واشنګټن ته ډاډ ورکړی وي چې په راتلونکې کې به اجازه ور نه کړي چې ترهګر د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد وکاروي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب