د دغې پروژې د یوې برخې لګښت د "په بهر کې له خصوصي پانګوونو د مسرتو ادارې" یا (OPIC) له خوا ورکړل شوی دی. دا د امریکا متحده ایالاتو یوه دولتي اداره ده چې هدف یې له بهرنیو پانګونو سره مرسته ده.
خو اوس OPIC ته د سیګار ادارې له خوا د یوه استول شوي لیک له محتوا څخه څرګندیږي چې د هوټل او کورونو د جوړونې پروژې د افغانستان د نامعلومه امنيتي وضعیت له کبله په ټپه دریدلي دي.
په لیک کې د دغې پروژې په پلي کوونکي باندې د احتمالي درغلیو او پر OPIC باندې د ضعیفه څارنې تور لګول شوی دی. په لیک کې راغلي دي: "هغه ۸۵ میلیونه ډالره چې د پور په شکل ورکړل شوي وو، اوس له لاسه تللي دي. ودانۍ هم نه دي بشپړې شوې او د اوسیدو وړ نه دي. پر دې سربیره اوس باید امریکایي سفارت د دې ځای د امنیت چارې هم پر مخ یوسي چې له کبله یې پر امریکایي مالیه ورکوونکو لا ډیر لګښت راځي."
د دې هوټل د جوړولو له پاره لومړی اقدامات په ۲۰۰۴ کال کې د هغه وخت افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا وشول. د پروژې د تمویل له پاره د د امریکا "په بهر کې له خصوصي پانګوونو د مسرتو ادارې" یا (OPIC) د ۴۰ میلیونه ډالرو پور ورکړ. هغه وخت امریکایي چارواکو ویل چې دا په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته لومړي تر ټولو لویه خصوصي امریکایي پانګونه ده.
د لومړیو پلانونو له مخې باید دغه پروژه د "حیات بنسټ" له خوا پر مخ وړل شوي وای او په ۱۸ میاشتو کط باید پای ته رسیدلي وای خو دا هر څه هیڅ وخت هم و نه شول.
په ۲۰۰۷ کال کې د شرکتونو یوې ډلې د دې هوټل د بشپړولو له پاره د ۶۰ میلیونو ډالرو نوی پور ترلاسه کړ او "میروټ انترنشنل" چې د هوټلونو یو لوی نړیوال شرکت دی، موافقه وکړه چې د ودانۍ له بشپړیدو سره د هغه د سمبال چارې په لاس کې واخلي. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د لومړني ۴۰ میلیونه ډالر پور برخه لیک څه شو.
ناسمې ډاډګیرنې
د سیګار په لیک کې راغلي دي چې په ۲۰۱۳ کال کې هم د هوټل د جوړولو چارې روانې وې او مسوول شرکت چې ژمنه وکړه چې د همدې کال تر پایه پورې به پروژه بشپړه کړي. له دې سره "په بهر کې له خصوصي پانګوونو د مسرتو ادارې" یا (OPIC) هم د خپل پور وروستۍ برخه دې شرکت ته ورکړه.
خو د پیسو له ترلاسه کولو لږ وروسته شرکت وویل چې نور پر دې پروژې باندې کار نه کوي او "میروټ انترنشنل" هم د دې هوټل له اداره کولو څخه انکار وکړ.
د سیګار په لیک کې راغلي دي: "زموږ د څیړنو پر اساس، هغه ډاډګیرنې چې د پور د وروستۍ برخې د ترلاسه کولو له پاره ورکړل شوې وې، ناسمې وې. اوس موږ په دې اړه څیړنې کوو چې ایا د پور د مخکینیو برخو د ترلاسه کولو له پاره ورکړل شوې ډاډ ګیرنې هم ناسمې وې او که نه."
سیګار ویلي دي چې تر نن ورځې پورې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته نزدې پراته دغه ودانۍ نیمه کاره او د نه اوسیدو وړ دي چې سفارت یې د ساتنې او امنیت نیولو په موخه یو مقدار پیسې چې لا بربنډ شوې نه دي، ورکوي.
سیګار ویلي دي چې همدې شرکت په دې سیمه کې د کورونو د جوړولو یو قرارداد هم ترلاسه کړی وو او د هغه له پاره یې د (OPIC) څخه ۲۷ میلیونه ډالر پور هم ترلاسه کړی وو. د دې سازمان د معلومات په حواله شرکت د پورونو د وروستۍ برخې له ترلاسه کولو سره پر دې پروژې باندې کار درولی دی.
د سیګار په رپوټ کې راغلي دي: "د هوټل په څیر، موږ وموندله چې د کورونو د جوړولو دغه پروژه هم بشپړه شوې نه وه، او ښایي کار یې پریښودل شوی وي. OPIC ته [د شرکت له خوا] هغه څرګندونې د کورونو د جوړولو چارې به د ۲۰۱۳ کال تر اګست میاشتې پورې پای ته ورسیږي، په بشپړه توګه ناسمې او غیر واقع بینانه وې."
د سیګار د لیک په ځواب کې د OPIC ادارې ویلي دي چې له دې ستونزو خبره ده خو په هغه وخت کې یې فکر کاوه چې قراردادي شرکت "د ښه نیت له مخې هڅې" کوي چې پروژې پای ته ورسوي.
په ځوبیه کې راغلي دي: "د پور ورکوونکي په توګه OPIC پروژې نه کنترولوي خو د پروژي پلي کوونکي یې هڅولی دی چې یو دریم شرکت وموندي چې یا دغه پروژه راونیسي او یا هم نورې پیسې ورکړي چې هغه بشپړه شي."
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.08.2016):
د دنیا ترټولو قیمتي ودانۍ
په اسیا، امریکا او جرمني کښې ډیرې سترې او عصري ودانۍ جوړې شوې دي چې په میلیاردونو ډالر پانګونه پرې شوې. د نړۍ تر ټولو قیمتي ودانۍ چیرته او څومره مصرف پرې راغلی دی؟ په دې انځورېز رپوټ کښې وګورئ:
دغه ستره ودانۍ د سنګاپور په ستوزا ټاپو کښې ولاړه ده چې د اوبو پارک، هوټل، کازینو، او د لوبې ځاي لري. پردغې سترې ودانې ۶ میلیارده او ۹۵۰ میلیون ډالر پانګونه شوې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/H. H. Young
Marina Bay Sands هغه ودانۍ ده چې په سنګاپور کښې رغول شوې ده. دغه ودانۍ چې ۱۹۱ متره لوړوالی لري له درې ورته ودانیو جوړه شوې چې هره یوه يې ۵۵ پوړی لري. د دې ودانۍ پر سر پارک هم شتون لري چې۳۴۰ متره اوږدوالی لري. پر دې ودانۍ ۵ میلیارده او پنځه سوه میلیون ډالره پانګونه شوې ده.
انځور: SGC
د کسموپولیټن هوټل ودانۍ چې د امریکا په لاس وګاس کښې ده له دوه ۶۱ پوړیزو ودانیو جوړه شوې ده او دوه زره او ۹۹۵ کوټې لري. پر دې ودانۍ ۳ میلیارده او ۹۰۰ میلیون ډالر مصرف راغلی دی.
انځور: picture-alliance/F. Duenzl
د نړیوالي سوداګرۍ مرکز ودانۍ چې پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر میاشتې له ترهګریز برید وروسته ورغول شوه، ۵۴۱ متره لوړوالی لري او په امریکا کښې د لوړو ودانیو په کتار کښې ده. پر دې ودانۍ ۳ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې ده.
انځور: picture alliance / dpa
په ابوظبي کښې د امارات قصر هوټل چې د نړۍ تر ټولو قیمتي هوټلونو په کتار کښې راځي. پر دې هوټل۳ میلیارده ډالره مصرف شوی دی.