شانگهای سازمان له افغانستان سره په امنيتي برخه کي همکاري کوي
۱۳۹۴ خرداد ۷, پنجشنبه د شانگهای د همکاريو سازمان د سيمه ييز تروريزم ضد جوړښت د اجرائيه کمېټې مشر ژان سينفين، انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي چي په کابل کي ئې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال وزير حکمت خليل کرزي، سره د سيمه ييز امنيت په برخه کي يو پروتوکول لاسليک کړی دئ.
سينفين ويلي دي: «د دغه سند له مخي به د سيمه ييز تروريزم ضد جوړښت او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت [د شانگهای د همکاريو سازمان څارونکی غړی] به په گډه له تروريزم، بېلتون غوښتني او افراطيت سره د مبارزې په برخه کي همکاري کوي.»
د شانگهای د همکاريو سازمان دغه استازي تيره اونۍ په کابل کي د افغانستان د ملي امنيت شورا، بهرنيو چارو وزارت او د کورنيو چارو وزارت له جنايي امريت سره خبري اتري لرې.
په دغه ليدنه کتنه کي په منځني ختيځ او مرکزي آسیا کي د نړيوال تروريزم د فعاليتونو په اړه هم نظرونه سره شريک سوي او دې پايلي ته رسېدلي چي په سيمه کي بايد د دغه گواښ پرضد گډه همکاري وکړي.
د شانگهای د همکاريو سازمان غړي قزاقستان، قرغزستان، چين، روسيه، تاجيکستان او ازبکستان دي. په دغه سازمان کي افغانستان له هندوستان، ايران، منگوليا او پاکستان سره د څارونکو هيوادونو په توگه غړي توب لري، او د خبرو اترو شريک هيوادونه ئې سپينه روسيه، سريلانکا او ترکيه دي.
د شانگهای د همکاريو سازمان د سيمه ييز تروريزم ضد جرائيه کمېټې مقر په تاشکند کي دئ.