رويټرز د امنيتي سرچينو په حواله ليکي چې دغه پيښې د يونان له شمالي ساحل څخه شاوخوا ۱۸۰ کيلومتره لرې رامنځ ته شوې ده.
ويل شوي چې په دغې کشتۍ کې سپاره مهاجر په غيرقانوني توګه قبرس هيواد ته ليږدول کيدل.
د چارواکو له قوله، په کشتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې څخه د درو هغو روغتيايي وضعيت وروسته په روغتون کې نازک ښودل شوی دی.
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالې کمشنرۍ (يو ان اچ سي آر) په حواله د سوريې کورنۍ جګړې له پیل راهيسې شاوخوا يو ميليون سوريايي مهاجر په لبنان کې ژوند کوي. خو د لبنان حکومت بيا دغه ارقام شاوخوا يونيم ميليون ښيي.
اروپا ته ډيری غيرقانوني مهاجرتونه د سمندر پر خطرناکو لارو ترسره کيږي. د رپوټونو په حواله ډیری دغه مهاجر د افريقايي هيوادونو څخه وي.
يو ان اچ سي آر په اګست مياشت کې ويلي وو چې د روان کال په لمړيو ۷ مياشتو کې څه باندې ۱۵۰۰ مهاجر د مديترانې سمندرګي په اوبو کې مړه شوي دي.
د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
سږکال د مديترانې سمندرګې له لاري اروپا ته مهاجرتونه
سږکال د مديترانې سمندرګي له لاري اروپا ته نژدې يونيم لک مهاجر رسيدلي دي. نژدې درې زره نور په اوبو کې مړه شوي دي. دا چې دغه مهاجر تر ډیره د کومو هيوادونو دي، په اړه یې معلومات په دې انځوريز رپوټ کې:
انځور: picture alliance/abaca/AAد مهاجرت نړيوالې ادارې د اکتوبر مياشتي د۲۰ مې نيټې د تازه خپرو شويو ارقامو له مخې سږکال له سمندري لارو اروپا ته ټول ټال ۱۴۶۵۳۵ تنه مهاجر رسيدلي دي. دغه مهاجر يونان، ايتاليا او هسپانيا ته رسيدلي دي.
انځور: Getty Images/A. Koernerايټاليا، يونان او هسپانيا
د نژدې يونيم لک مهاجرو له ډلې څخه چې سږکال اروپا ته مهاجر شوي دي، ۱۱۰۳۵۲ تنه يې ايتاليا، ۲۲۹۱۶ يې يونان او ۱۲۴۲۰ یې هسپانيا ته رسيدلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A.Tzortzinisد اکتوبر پر۲۰مه خپاره شوي ارقام ښيي چې په ۲۰۱۷م کال کې شاوخوا ۲۷۸۴ تنه مهاجر په سمندر کې د ډوبيدو له وجې مړه او يا لا درکه شوي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/IFRC/M. Karimaپه ۲۰۱۷م کال کې لس هغه هيوادونه چې د سمندر له لاري يې اروپا ته تر ټولو زيات مهاجر لرل، نايجريا يې په سر او مراکش يې په آخر کې دی. د لس واړو هيوادونو پيژنده او د مهاجرو شمير يې په ترتيب کتلای شئ!
انځور: picture-alliance/ROPI/I. Petyxمراکش په ۲۰۱۷م کال کې د لسو هيوادونو په کتار کې اروپا ته تر ټولو لږ یعنې ۵۴۰۷ تنه مهاجر لرل، دغه شمير په روان کال کې اروپا ته رسيدلو ټولو مهاجرو ۴ اعشاريه ۵ سلنه برخه ده.
انځور: Getty Images/A. Koernerسينګال ۵۰۵۰ تنه مهاجر، د ټولو مهاجرو ۵،۶ سلنه برخه.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/G. Pinonاريتريا سږکال اروپا ته ۵۶۰۱ تنه مهاجر لرل چې د سږکال ټولو مهاجر ۵ اعشاريه ۶ سلنه برخه ده. په دې سره اريتريا په لسو مخکښو مهاجر لرونکو هيوادونو کې اتم ځای لري.
انځور: Reuters/Y. Behrakisله مالي هيواد څخه سږکال اروپا ته ۵۹۸۹ تنه مهاجر تللي دي. مالي د اروپا د سږکال مهاجرو ۵ سلنه برخه جوړوي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinisله ګامبيا څخه سږکال اروپا ته ۶۲۹۴ تنه مهاجر رسيدلي دي. دا د ټولو رسيدلو مهاجرو ۶ اعشاريه ۲ سلنه برخه ده. په دې سره کامبيا د سږکال په لسو لومړې درجه مهاجر لرونکو هيوادونو کې شپږم ځای لري.
انځور: picture alliance/AA/Italian Army/Marina Militareله بنګله ديش څخه سږکال اروپا ته ۸۷۴۷ تنه مهاجر رسيدلي دي. دا د نژدې يونيم لک رسیدلو مهاجرو ۷ اعشاريه ۳ مه برخه ده.
انځور: DW/M. Papadopoulosله عاج ساحل څخه سږکال د سمندر له لارې اروپا ته ۹۵۴۴ تنه مهاجر رسيدلي دي چې دا په دغه کال کي اروپا ته د ټولو رسيدلو مهاجرو ۷ اعشاريه ۹ سلنه برخه جوړوي. په دې سره د عاج ساحل په لسو مخکښو مهاجرلرونکو هيوادونو کې څلورم ځای لري.
انځور: Getty Images/A. Koernerله گانا څخه سږکال د سمندر له لارو اروپا ته ۱۰۲۹۱ تنه مهاجر رسيدلي دي، چې دا اروپا ته د سږنيو رسيدلو ټولو مهاجرو ۸ اعشاريه ۵ سلنه برخه جوړوي.
انځور: picture alliance/AP Photo/IFRC/M. Karimaله سوريې څخه سږکال اروپا ته ۱۱۶۵۴ تنه مهاجر رسيدلي دي. دا سږکال اروپا ته د رسيدلو ټولو مهاجرو ۹ اعشاريه ۷ سلنه برخه ده.
انځور: picture alliance/AP Photo/E. Morenatti۱ نايجريا / تر ټولو زيات مهاجر لرونکی هیواد
نايجريا هغه هيواد دی چې سږکال يې تر ټولو زيات اتباع اروپا ته مهاجر شوي دي. د دغو مهاجرو شمير ۱۶۶۲۴ تنه دی چې اروپا د سږکال ټولو رسيدلو مهاجرو ۱۳ اعشاريه ۸ سلنه برخه جوړوي.
انځور: Reuters/S. Rellandiniانځورونه د دويچه ويله له آرشيف څخه او ارقام د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې له ويب پاڼې څخه. چمتو کونکی: محمد کریم صالح
انځور: Reuters/A. Zeyad