په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵م کال په پرتله په ټوله اروپا کې د سمندري لارو د رسيدلو مهاجرو په شمير کې کموالی رامنځ ته شوی دی، خو هسپانيا بيا له څه باندې يوه کال راهيسې تازه مخ پر زياتيدونکو مهاجرو د ورتلو شاهده ده. په ځانګړې توګه د مهاجرتونو دغه لړۍ په وروستيو دوو مياشتو کې ډيره چټکه شوې ده.
د هسپانيا ژغورنکې ادارې له خوا په يوه ټويټري پيغام کې ليکل شوي دي چې له شنبې ورځې راهيسې يې ۳۹۵ تنه مهاجر چې په نهو کشتيو کې سپاره ول، ژغورلي دي.
دغې ادارې ويلي دي چې دغه مهاجر يې د جبل الطارق په تنګي او او البوران اوبو کې ژغورلي، کوم چې هسپانيا پر لور د مهاجرتونو دوه تر ټولو مهمې سمندرې لارې دي.
خبرځای زياته کړې چې د يکشنبې په ورځ يې دوه نور مهاجر چې په يوه کوچنۍ کشتۍ کې سپاره ول هم ژغورلي دي.
په وروستيو کلونو کې چې ايتاليا د مهاجرو له پاره د مقصد لمړنی هيواد وو اوس د لمړي ځل له پاره دغه ځای هسپانيا نيولی دی.
د مهاجرت نړيوالې ادارې د ارقامو پر اساس د روان کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۲۱ زره مهاجر هسپانيا ته رسيدلي دي چې دا شميره د هغو مهاجرو څخه چې په ټول تيرکال کې ايتاليا ته رسيدلي وو، لوړ ده.
د مديترانې سمندرګی په څو ورستيو کلونو کې اروپا ته د غيرقانوني مهاجرتونو يوه ډیره کارونکې لاره ګڼل کيږي.
ترڅنګ د دې چې د ژغورنکو ډلو له خوا د مهاجرو د ژغورنې رپوټونه ورکول کيږي، د مهاجرو د ډوبيدو له پيښو هم ويل کيږي.
د ملګرو ملتونو سازمان په يوه تازه رپوټ کې ويل شوي دي چې د روان کال له پيله راهيسې له ۱۵۰۰ څخه زيات مهاجر په مديترانې سمندرګي کې مړه شوي دي.
د مهاجرت نړيوالې اداره په سمندر کې د مهاجرو د مړينې د ارقامو په اړه وايي چې له مراکش څخه اروپا پر لور مسیر کې په ۷۰ کسانو کې يو کس او له ليبيا څخه د ايتاليا پر لور بيا په هرو ۱۹ کسانو کې يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه د تيرکال يو انځوريز البوم:
يونان، ايتاليا او هسپانيا ته څومره مهاجر رسيدلي دي؟
له ۲۰۱۵ څخه د ۲۰۱۷م تر وروستۍ نيمايي پوري يونان، ايتاليا او هسپانیا ته ډیر مهاجر رسېدلي دي. په دغه انځوريز رپوت کې به په هرکال کې د رسيدلو مهاجرو شمير او د افغانستان په ګډون لس هغه هيوادونه چي ډير وگړي يې مهاجر شوي.
انځور: Getty Images/D. Kitwoodيونان ته په دغه کال ۸۵۶۷۲۳ مهاجر ورغلي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Giannakourisايتاليا ته په دغه کال ۱۵۳۸۴۲مهاجر ورغلل.
انځور: picture-alliance/dpa/Bundeswehr/A. Gottschalkهسپانيا ته په ياد کال ۴۴۰۸ مهاجرو ځانونه ورسول.
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Kolesidisيونان ته په ياد کال د نړۍ له مختلفو هيوادونو ۱۷۱۷۸۵ مهاجر ننوتل.
انځور: Reuters/A. Konstantinidisايتاليا ته په ياد کال کي ۱۷۳۰۰۸ مهاجر ورسېدل چي ډيری ئې له افريقايي هيوادونو دي.
انځور: Reuters/Marina Militareهسپانيا هم په دغه کال تر نورو پاته نه وه. دغه هيواد ته ۶۰۴۶ مهاجرو ځانونه ورسول.
انځور: Getty Images/A. Koernerيونان ته په روان کال کي د نورو دوو کلونو په پرتله لږ يعنی۴۰۰۰ مهاجر ورغلي دي.
انځور: Reuters/Y. Behrakisپه اروپا کي د نورو په پرتله د مديترانې له لاري ايتاليا ته سږکال هم ډېر مهاجر (۱۹۰۰۰۰) رسېدلي دي.
انځور: picture alliance/dpa/NurPhoto/C. Marquardtدغه هيواد ته بیا هم د نورو هيوادونو په پرتله په روان کال کي ډېر مهاجر(۲۲۰۰۰) رسېدلي دي.
انځور: picture-alliance, NurPhoto/V. Roviraلس هغه هيوادونه چي ډېر وگړي ئې ترې مهاجر شوي دي.
انځور: DW/D.Tosidisچې د مهاجرو ټولټال ۵ سلنه برخه ده.
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamakiد دغه هيواد مهاجر اروپا ته د رسېدلو مهاجرو ۳ سلنه برخه ده.
انځور: Reuters/Y. Behrakisدوی هم د پاکستان په شان د مهاجرو ۳ سلنه برخه ده.
انځور: Getty Images/C. McGrathد عاجل له ساحله هم مهاجرت ډير سوی. له دغي سیمي وتلي خلک اروپا ته د رسېدلو مهاجرو ۴ سلنه برخه ده
انځور: picture alliance/dpaاروپا ته د رسېدلو مهاجرو ۸ سلنه برخه ده.
انځور: picture-alliance/dpaاروپا ته د رسېدلو مهاجرو ۸ سلنه عراقيان دي.
انځور: picture alliance/dpa/NurPhotoله نايجريا څخه هم هجرت ډېر سوی. دوی اروپا ته د رسېدلو مهاجرو ۱۰ سلنه برخه ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnikله جنگ ځپلي افغانستان څخه تر سوريې را وروسته اروپا ته د رسېدلو مهاجرو ۱۲ سلنه برخه ده.
انځور: Getty Images/AFPانځور: picture alliance/AP Photo/E. Morenatti ارقام د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره او انځورونه د دويچه ويله له آرشيف څخه.
انځور: Getty Images/M. Cardy