د بخښني نړیوال سازمان د رپوټ له مخي په ټوله نړۍ کي څه ناڅه ۷۰۰۰ صحي کارکوونکو د کرونا ناروغي د عواقبو په نتیجه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په تیره بیا د مکسیکو، امریکا متحده ایالات او برازیل هیوادونه سخت اغیزمن سوي.
اعلان
د بشری حقونو د بخښني نړیوال سازمان د پنجشنبه په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۳يمه) رپوټ ورکړ چی یوازي د مکسیکو په روغتونونو او د ډاکټرانو په کتنځایونو کي ، څه د پاسه ۱۳۰۰ صحي کارکوونکو د کووید ۱۹ ناروغي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بخښنی نړیوال سازمان د اقتصادي او اجتماعي څانگي رئیس ستیف کوکبرن په دې اړه له یوې »افتضاح« څخه خبره وکړه. هغه له دې وضیعت څخه په انتقاد سره زیاته کړه: د پاندیمي له پیل څخه وروسته، له ډیرو میاشتو راهیسي په پرله پسې ډول صحي کارکوونکي په مکسیکو ، امریکا متحده ایالاتو او برازیل کي خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغه زیاته کړه چي په جنوبي افریقا او هند کي په کرونا باندي د اخته کیدو د پیښو د سخت ډیروالي سره سم باید اوس حکومتونه هڅه کوي چی له داسي یوه حالت څخه مخنیوی وکړي.
د بخښني نړیوال سازمان په رپوټ کي ویل سوي چي دغه بحران په مکسیکو کي د ډیرو خلکو ژوند اخیستی. د نوموړي رپوټ پر اساس ، په ځانگړي ډول په روغتونونو کي د نظافت او پاککارۍ له پاره مؤظف کسان د کرونا له خطر سره مخامخ دي چي زیاتره یې په کافي اندازه په حفاظتي کالیو مجهز نه وي.
په هغو نورو هیوادونو کي چي د کرونا له امله سخت اغیزمن سوي ، د امریکا متحده ایالات او بریتانیا هم شامل دي. په دغه رپوټ کي راغلي چي په امریکا متحده ایالاتو کي څه د پاسه ۱۰۷۰ تنه صحي کارکوونکو په کرونا ویروس باندي تر اخته کیدو وروسته مړه سوي دي. په بریتانیا کي د هغو شمیر تقریباً ۶۵۰ تنه وو.
د بخښني نړیوال سازمان په برازیل، روسیې او هند کی هم د روغتیایی کارکوونکو د مړیني له په سلهاوو پیښو څخه یادونه کړې.
«کرونا کي زيات ماشومان» پر دغو ستورو صدق کوي ـ انځوريز راپور
ويل کيږي د کرونا لاک ډاون له کبله جوړې زيات وخت کور کي تيرولو ته اړي دي چي ښايي په پايله کي زيات ماشومان وزېږوي. دلته هغه ستوري وپېژنئ چي د کرونا پر وخت يې د ماشوم زېږېدو اعلان وکړ:
انځور: IANS
کېتي پېري
موسيقي جوړونکي نامتو امریکايي سندرغاړې کېتي پېري د روان مېلادي کال په مارچ مياشته کي په يوه ويډيو کي خپل د حامله توب نس وښود. دا د نوموړي او د ممثل او د هغې د ژوند د شريک اورلاندو بلومس پېري لومړی ماشوم دی. دغه ماشوم چي انجلۍ ده ورته د ډېزي ډف بلوم نوم ورکول سوی، د اګست په ۲۷ يې نړۍ ته سترګي خلاصي کړې. په دې توګه نو پېري د حامله توب اعلان د کرونا پر وخت وکړ خو حامله ترمخه لا وه.
انځور: Getty Images/A. Harvey
انوشکا شرما
هندۍ فلمي ستوري انوشکا شرما او د کرکټ لوبغاړي ويرات کوهلي يو داسي خبر ورکړ چي له کبله یې په زياته په خواله رسنيو کي د زياتو مينه والو توجه ځان ته جلب کړه. دغې جوړې ويلي چي په ۲۰۲۱ کال به يې په کور کي ماشوم وزېږي.
انځور: IANS
ګيګي حديد
فلسطين الاصله امريکايي نامتو ماډله ګيګي حديد او سندرغاړي جاين ملک درې مياشتي تر مخه خپلو مينه والو ته خبر ورکړی ؤ چي دوی يوه جوړه ده. زيات هغه مينه وال په دغه خبر نه وه خوشاله چي پټ يې په زړه کي هيله وه چي ښايي يو وخت د ګيګي حديد سره وصال سي. ګيګي اوس د خپل حامله توب خبر هم ورکړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Weiss
کرينه کپور خان
د هند نامتو ايکټري کرينه کپور خان چي د سيف علي خان سره يې واده کړی دی، په اګست کي يې وويل چي د دويم ځل له پاره حامله داره ده. د دغې جوړې د لومړي ماشوم تيمور زېږېدنه هم په خواله رسنيو کي د زيات پوښښ ترلاسه کېدو لامل سوې وه.
انځور: Getty Images/AFP
سوفي ترنر
سوفي ترنر د «ګېم آف ترونز» په نوم سريال له کبله زياته مشهوره سوه. هغې په دغه فلم کي د يوې شهزادګۍ رول لوبولی ؤ. د سوفي او د هغې د موسيقي جوړونکي سړي جو جوناس لومړي ماشوم د روان کال د جولای مياشتي په ۲۲مه نړۍ ته سترګي خلاصي کړي. سوفي له لاک ډاون مخکي لا حامله داره وه.