1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شبانه محمود: غیرقانوني مهاجرتونو زموږ هېواد ټوټه ټوټه کوي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ آذر ۲, یکشنبه

د بریتانیا د کورنيو چارو وزیرې ويلي چې غیرقانوني مهاجرتونه ېې هېواد ټوټه ټوټه کوي خو وايي چې طرحه به ېې نظم او کنټرول بېرته احیا کړي. شبانه محمود غواړي د بریتانیا د مهاجرت قانون سخت او اصلاحات په کې راولي.

د بریتانیا د کورنيو چارو وزیره شبانه محمود د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر په ۲مه د کابینې اونیزې غونډې ته د رسېدو په حال کې
د بریتانیا د کورنيو چارو وزیرې ويلي غیرقانوني مهاجرتونه ېې هېواد ټوټه ټوټه کوي خو وايي طرحه به ېې نظم بېرته احیا کړيانځور: Thomas Krych/ZUMA/picture alliance

د بریتانیا د کورنيو چارو وزیره شبانه محمود چې مسلمانه او د پاکستان سیمې یوه مهاجر لور ده، غواړي د بریتانیا د مهاجرت قانون سخت کړي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې حکومت پلان لري چې ځينې قانوني مهاجر مخکې له دې چې په بریتانیا کې د دایمي اوسېدو له پاره درخواست وکړي، باید ۲۰ کاله انتظار وباسي.

د شبانه محمود له خوا دغه وړاندیز، د هغې د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي بریتانیا ته د غیرقانوني مهاجرتونو کچه راټيټه کړي. محمود دغه اعلان څو ورځې وروسته له هغې وکړ چې د بریتانیا د مهاجرت په نامنظم قانون کې ېې د اصلاحاتو د رامنځ ته کولو خبره کړې وه.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود چې بریتانیا ته د مهاجرتونو د مخنیوي له پاره هڅې کوي، ځينې رسنۍ ېې د همدې مبارزې په خاطر ورته لقبونه کارولي. دي سپیکټاټور مجلې ورته د «ټرميناټور» او سکای نیوز شبکې بیا ورته د «بریتانیا په سیاست کې د سرسختې ښځې» لقب کارولی دی.

نور ولولۍ: لندن: یو افغان مهاجر د چړې د مرگوني برید په تور نیول شوی

مېرمن محمود تر اوسه بریتانیا ته د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي له پاره پر خپلو هڅو پښيماني نه ده ښودلې.

مېرمن محمود چې پخوا یوه مدافع وکيله تېره شوې، د دایمې اقامې موضوع ترڅنګ پر مهاجرو د محافظتي مزایاو د قطع او د هغو ګټو د پای څخه خبر هم ورکړ کوم چې مهاجرو ته په اتومات ډول ورسیږي.

انګلستان ته د مانش کانال په اوبو کې یوه ډله مهاجرانځور: Sameer Al-Doumy/AFP

هغې وویل بریتانیا ته د ریکارډ په کچه غیرقانوني مهاجرتونو «زموږ هېواد ټوټه ټوټه کړی» او ټینګار ېې وکړ چې طرحه به ېې وشي کړی «نظم او کنټرول بېرته رامنځ ته کړي.»

 محمود د کين اړخو قانون جوړونکو هغه تورونه رد کړل چې ویلي دي هغه «د ناوړه ژبې په کارولو سره تفرقې ته لمن وهي.»

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې روانه اوونۍ د پارلمان په یوه نادره ناسته کې وویل چې له اوږدې مودې ېې په «منظمه توګه» د جنوبي آسیا سیمې خلکو ته د نژادپرستانه الفاظو کارول ليدلي او ورته «ویل شوي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شۍ.»

نور ولولۍ: بریتانیا: پولیسو د چړې له برید وروسته دوه شکمن کسان نیولي

هغې زیاته کړه: «دا هغه څه دي چې زه پرې د خپلې شخصي تجربې او خپلو موکلانو پر اساس پوهیږم چې د مهاجرت موضوع څومره تفرقه جوړونکې شوې ده.» 

۴۵ کلنه شبانه محمود د انګلستان په مرکزي ښار برمینګم کې زېږېدلې چېرته چې په ډېر شمېر کې د جنوبي اسیا سیمې اوسېدونکي ژوند کوي. هغه په ځوانۍ کې سیاست سره آشنا کړل شوه.

د محمود د مور او پلار رېښه کشميري ده. د هغې پلار د انګلستان په یوه محله کې د کارګر ګوند سمبالونکی وو او د ګوند له نورو غړو سره مجلسونو ته به ېې خپله لور هم له ځانه سره بېوله.    

مانش یا انګلیس کانال یو له هغو لارو ده چې غیرقانوني مهاجر ېې له لارې په کښتیو کې ځانونه بریتانیا ته رسويانځور: Sameer Al-Doumy/AFP

 د کارګر ګوند پخواني مرستيال ټام واټسن چې د دغو مجلسونو له ګډونوالو یو دی، ګارډین ته وویل چې «شبانې به دقیقا هغوی ته ویل چې څه کار باید وشي او څه وخت باید وشي. هغې کولی شو چې په کم عمر کې یوه ستونزه وویني او ورڅخه واوړي.»

شبانه محمود چې د آکسفورډ په پوهنتون کې ېې د حقوقو زدکړې کړي د بریتانيا د پارلمان لومړنۍ مسلمانه غړې ده. هغه په ۲۰۱۰ کال کې د برمینګم لاډيووډ انتخاباتي حوزې له خوا د پارلمان استازې انتخاب شوه. 

نور ولولۍ: سږ کال د مانش کانال له لارې کابو ۳۷۰۰۰ مهاجر تیر سوي دي

محمود د اسلام دين په هکله د روان کال په سر کې په یوه مرکه کې وویل چې اسلام ېې «د ژوند بشپړه هسته ده.»

هغې د اسلام په هکله «دي سپیکتېتور» رسنۍ ته وویل «دا هغه څه دی چې زه پرې خپله دنده او خلکو ته خدمت کول زده کوم.»

شبانه محمود د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۴ کلونو په منځ کې چې د بریتانیا کارګر ګوند د اپوزیسیون په موقف کې وو د کيڼ اړخي پخواني رهبر جېرمي کوربین له ارشد ټيم سره کارکول رد کړي و.

 هغه د میانه چپي ګارګر ګوند په ښي جناح کې قرار لري او تر ډېره د یوې داسې رهبرې په توګه مطرح کیږي چې د صدراعظم کير سټامر د استعفا په صورت کې به احتمالا د هغه ځای ناستې شي. 

د هغو مهاجرو یادون چې په مانش کانال کې یې ژوند له لاسه ورکړی

03:53

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب